صفحه اصلی | eslah | گزارش | د وګړو د احوالو د ثبت اداره: شااوخوا یو میلیون کسانو ورقي تذکرې اخیستي

د وګړو د احوالو د ثبت اداره: شااوخوا یو میلیون کسانو ورقي تذکرې اخیستي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د وګړو د احوالو د ثبت اداره: شااوخوا یو میلیون کسانو ورقي تذکرې اخیستي

د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي چې د ورقي تذکرو د وېش په ملي کمپاين کې په تېرو درې مياشتو کې شااوخوا يو ميليون کسانو دغه تذکرې ترلاسه کړې دي.

دغه اداره وايي چې د پلان له مخې به د ورقي تذکرو د وېش په ملي کمپاين کې به شااوخوا لس ميليونه هغه افغانان تذکرې واخلي چې يا يې تذکرې ورکې شوې وي، يا شړېدلې او يا هم تر اوسه يې نه دي اخيستي.

د دغې ادارې وياند روح الله احمدزي د يکشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل:

"د تېر کال له دلوې مياشتې چې د ورقي تذکرو د وېش کمپاين پيل شوي، تراوسه په ټول افغانستان کې په ولسواليو او د ولايتونو په مرکزونو کې شااوخوا يو ميليون تذکرې وېشل شوې دي."

افغان حکومت د ورقي تذکرو د وېش ملي کمپاين د ۱۳۹۶ کال د لوې د مياشتې په نيمايي کې پيل کړي چې د همدې کال په دوو مياشتو کې دوه لکه او ۳۶ زره کسانو، د روان لمريز کال په حمل مياشت کې دوه لکو کسانو او د ثور په مياشت کې شااوخوا پنځه نيم لکه کسانو تذکرې اخيستې دي.

د ولسي جرګې يوشمېر غړي او مدني فعالان اندېښنه څرګندوي چې د ورقي تذکرو د وېش په کمپاين کې درغلي کېږي او يو کس په بېلابېلو نومونو څو تذکري اخلي.

خو د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت د مرکزي ادارې وياند روح الله احمدزي دغه خبره نه مني او وايي، که په دې اړه کوم اسناد موجود وي، له دوي سره دې شريک کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې ارين يون د حکومت له دغه اقدامه د هرکلي ترڅنګ وويل، د افغانستان ټولو وګړو ته د تذکرو وېش به له ښې حکومتوالي سره مرسته وکړي.

نوموړې وويل:"دا د هر افغان دنده ده چي د تذکرو د وېش لپاره کار وکړي، څو هر کس تذکره ولري، دا په ټولو برخو مثبت اغېز لري، په ځانګړي ډول په انتخاباتو کې تذکره زياته مهمه ده، افغانان د حکومت د دغه اقدام هرکلي کوي، ممکن ځيني کسان تقلب وکړي چې حکومت بايد ورته پام وکړي."

له دې سره په خوا کې د تېرې پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني د برښنايي تذکرو په اخيستو سره دغه بهير پيل کړ.

د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، تراوسه شااوخوا ۲۰۰ کسانو دغه تذکرې اخيستي او نېږدې ۲۰۰۰ نورو کسانو ورته باي ميټريک کړي.

د دغې ادارې وياند روح الله احمدزي وايي، دوي به ډېر ژر دغه بهير له ارګه راوباسي او په نېږدې راتلونکې کې به په کابل کې يو بل مرکز پرانيستل شي او ورپسې به ولايتونو ته وغځول شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د قلعه ناظر په سيمه کې د ورقي تذکرو د وېش په يو مرکز په انتحاري حمله کې لسګونو کسانو ته مرګ وژبله واوښته.

د افغانستان د وکړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، له اړوند امنيتي ادارو سره په مشورې او همکارۍ سره، دوي د تذکرو د وېش د مرکزونو امينتي تدابير سخت کړي دي.

رحمت الله افغان

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha