صفحه اصلی | eslah | گزارش | افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمان جاګارتا کې غونډه کوي

افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمان جاګارتا کې غونډه کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمان جاګارتا کې غونډه کوي

ټاکل شوې د را روانې جمعې په ورځ د غوايي د مياشتي په ۲۱ مه د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د ديني عالمانو يوه ګډه غونډه د اندونيزيا په مرکز جاګارتا کې جوړه شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس محمد اکرم خپلواک، چې دا مهال په اندونيزيا کې دي، د خپل ټويټر په پاڼه ليکلې، چې د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا وتلي ديني عالمان به د دغو دريو هيوادونو د ديني عالمانو په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي او د سولې او ثبات پر مسلو سره بحثونه وکړي.

د دغو دريو هيوادونو د ديني عالمانو د کنفرانس د جوړيدلو وړانديز د اندونيزيا جمهور رئيس کابل ته د خپل سفر پر مهال کړي وو.

د افغانستان د سولې عالي شور ا د دارالانشا رئيس ويلي، چې د افغانستان ۲۰ وتلي ديني به په دې درې اړخيز کنفرانس کې د ګډون لپاره د سه شنبې په ورځ جاچارتا ته لاړ  شي.

ښاغلي خپلواک د دغه درې اړخيز کنفرانس د جوړيدو له امله د اندونيزيا د حکومت څخه مننه کړې او دغه هيواد هڅې يې صادقانه بللي  دي.

د اندونيزيا مشرانو هيله ښودلې، چې د جمعې د ورځې په دغه درې اړخيزه غونډه کې به د دريو هيوادونو ديني عالمان په افغانستان کې د جګړې د مشروعيت په اړه پر يوې فتوا موافقې ته ورسيږي، چې ورسره به په افغانستان کې تاوتريخوالي پيښې راکمې  شي.

اندونيزيايي چارواکو په دې غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه هم هيله ښودلې ده، خو طالبانو له وړاندې په يوه اعلاميه کې له ديني عالمانو غوښتي وو، چې په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

افغان او اندونيزيايي حکومتونه له وړاندې دغې درې اړخيزې غونډې جوړيدو ته چمتوالي نيولي وو، خو هغوي په دې غونډه کې د ګډون په اړه د پاکستاني ديني عالمانو پريکړې ته انتظار  کوه.

اوس داسې ښکاري، چې پاکستاني ديني عالمان به هم په دې غونډه کې ګډون ته زړه ښه کړي دي.

اندونيزيا په نړۍ کې يو ستر اسلامي هيواد دي، چې د ۲۶۰ ميليونو د نفوس ۸۷ فيصده يې مسلمانان دي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha