صفحه اصلی | eslah | گزارش | د کنړ عالمان:که دیني عالمان یو شي، جنګونه ختمېدای شي

د کنړ عالمان:که دیني عالمان یو شي، جنګونه ختمېدای شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کنړ عالمان:که دیني عالمان یو شي، جنګونه ختمېدای شي

په کونړ کې ديني عالمان وايي، که ټول ديني عالمان سره متحد شي، نو په هېواد او اسلامي نړۍ کې روان جنګونه پاي ته رسېداي شي.

دوي وويل، په افغانستان کې په روانه ۴۰ کلنه جګړه کې تراوسه هېڅ ګټه افغان ولس ته نه ده رسېدلې، بلکې هره ورځ بې شمېره افغانان وژول شوي او ټپيان شوي، بې شمېره کورنۍ د وير پر ټغر ناستې دي او وطن مو وران شوي دي.

له دې ډلې مولوي سيد ولي والله وويل:

"په جنګ کې ورانۍ راځي، په جنګ کې کورونه، ښارونه، جوماتونه او مکتبونه خرابېږي، نو په جنګ کې خير او ګټه نشته او نه هم جنګ د ګټې شي دي."

هغه وويل، ولسونه او دينې عالمان دنده لري چې د دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د روغې جوړې لپاره خپله اسلامي او افغاني دنده ترسره کړي، څو په هېواد کې روانه ورور وژنه پاي ته ورسېږي.

نوموړي زياته کړه:

"د دغه اوږد ناورين د خاتمې لپاره مناسبه دا ګڼم چې قومونه، ولسونه او ديني عالمان له دولت او د دولت له مخالفينو سره په سوليزه توګه کيني، دواړو خواو ته د يو بل پيغام او غوښتنې ورسوي، کومه خبره او غوښتنه چې د دوي حق دي، بايد دواړه يې يوبل ته ومني."

مولوي نجيب الله حقيار بيا وايي، د جګړې دواړو خواو ته ديني عالمان موجود دي او هريو هڅه کوي چې د خپلې ډلې په ګټه اياتونه او احاديث تحليل او تفسير کړي چې لومړي بايد دوي خپل منځ کې وحدت رامنځته کړي.

ښاغلي حقيار وويل:

"يو مولوي صيب د کتاب په يوه پاڼه کې ناست دي، بل مولوي صيب د کتاب بله پاڼه ځانته را اړولې ده، يوه يو ايات او حديث را اخيستي او بل يې بل ايات او حديث را اخستي او په منځ کې دا خلک وژني، ګوره که يوه لوېشت ځاي دې ونيوه او يادې يو مسلمان وواژه، دېته کاميابي مه وايه، زموږ او ستاسي برياليتوب په دې کې دي چې سره په يوه ټغر کينو او روغه جوړه وکړو."

دوي وايي، د اسلام په مقدس دين کې په هېڅ ډول د يوه بې ګناه مسلمان وژنه او ځورونه جواز نه لري او د هر ملا په فتوا که يو څوک وژل کېږي يا ټپي کېږي، د قاتل ترڅنګ فتوا ورکوونکي هم په قتل کې شريک دي. سيد ولي الله وايي، حکومت او وسله والو مخالفينو ته پکار ده چې ديني عالمانو او قومي مشرانو ته د روغې جوړې واک ورکړي.

دي زياتوي: "بايد قومونو او ديني عالمان ته دواړه خواوې د سولې د خبرو لپاره عام وتام واک ورکړي."

د کونړ والي وحيدالله کليمزي هم په دې نظر دي چې قومي مشران، ديني عالمان او د ټولنې نور غړي کولاي شي چې وسله وال مخالفين د سولي خبرو ته دعوت کړي او په دې يې وپوهوي چې جنګ کې ګټه نشته.

ښاغلي کليمزي وويل:

"سوله به د باڼدې هغه سپين ږيري راولي، د جومات هغه امام به يې راولي، زموږ هغه ځوان به يې راولې چې په بانډو او کليو کې ګرځي او اوسېږي، د دوي له حمايت او تحرک پرته سوله ناممکنه ده، زه درته اطمینان درکوم چې افغانستان کې به سوله راځي." والي وايي، د کونړ هر اوسېدونکي د دولت له خوا د سولې استازي دي.

نوموړي وويل: "که يو څوک قلباً نا راضي دي، يو څوک په فزيکي لحاظ مخالفينو سره دي، په هر ليول کې چې وي، زموږ ورته غېږ خلاصه ده، دعوت ورته ورکوو، تاسو زموږ استازولي کولاي شئ او موږ بې له کوم قيد او شرط سولې ته چمتو يوو." خلک وايي، هېواد کې د جنګ بندولو او د سولې د راوستلو لپاره په جګړه کې د ښکېلو خواو سولې ته پوره ژمنتيا او د ديني عالمانو يووالي او هم غږۍ ته اړتيا ده، خو تراوسه يوې خوا هم دغه مسؤليت په پوره توګه نه دي ترسره کړي .

                                   روح الله انوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha