صفحه اصلی | eslah | گزارش | د کرنې وزیر:ارزګان ته به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پاملرنه زیاته کړو

د کرنې وزیر:ارزګان ته به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پاملرنه زیاته کړو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کرنې وزیر:ارزګان ته به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پاملرنه زیاته کړو

د کرنې او مالدارۍ وزير وايي هڅه کوي چې ارزګان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر پښو و دروي.

نصير احمد دراني چې پرون سې شنبه يې ارزګان ولايت ته سفر کړي وو له خلکو سره يې ژمنه وکړه چې  دغه ولايت ته به پاملرنه زياته کړي.

نوموړي وايي، ځکه يې  دغه ولايت ته پاملرنه زياته کړې چې په خبره يې ارزګان روانو جګړو ځلپي او د خلکو اقتصاد ضعيف شوي دي.

ښاغلي دراني وايي، ارزګان ولايت ته يې د سفر هدف داوو څو د دغه ولايت د خلکو غوښتنې او ستونزې له نېږدي وګوري.

ښاغلي دراني وويل:

تاسو ته معلومه ده چې د ارزګان ولايت خلک زيات په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د دغه ولايت د خلکو زراعت روانو جګړو ځپلي، نو ځکه موږ  دغه ولايت ته زياته پاملرنه کوو،  موږ پلانونه لرو چې په ارزګان ولايت کې، د چرګانو فارمونه،د حيوانانو روغيتايي کلينيکونه ،شنې خونې، د مېوه لرونکو ونو باغونه او چيک بندونه جوړ کړو. ښاغلي دراني ارزګان ولايت ته د خپل سفر پرمهال په دغه ولايت کې د ۱۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت يو شمېر پروژې پيل کړې او يو شمېر نورې چې کارونه يې بشپړ شوي و گټې اخيستنې ته وسپارلې.

نوموړي وايي چې پلان لري په راتلونکې کې ۳۷ نورې بېلابېلې پروژې پلې کړي څو د دغه ولايت د خلکو اقتصاد پر ېښو ودرېږي.

ښاغلي دراني وويل:

"تاسو وګورئ چې موږ دغه دي اوس يو شمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې او يو شمېر نورې بيا چې استنادي دېوالونه هم پکې شامل دي پيل کړې او بل په راتلونکې کې پلان لرو چې  دغه ولايت ته ۳۷ نورې پروژې هم ورکړو چې ټولې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې دي."

د ارزګان والي محمد نذير خروټي هم د کرنې او مالدارۍ له وزير څخه د کړيو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې ارزګان ولايت تر هر څه د کرنې او مالدارۍ برخه کې ډېر کار ته اړتيا لري ځکه چې د دغه ولايت زياته برخه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې خپل عايد لاسته راوړي.

خروټي زياته کړه:

زموږ خلک دلته ډېر ځپل شوي دي، کرنه او مالداري يې سخته زيانمنه شوې ده، تر هر څه اړينه داده چې په دې دوو برخو کې ډېر کار ورته وشي.

ارزګان ولايت يو د افغانستان د هغه ولايتونو څخه دي چې شااوخو ۸۰ سلنه خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې هم د کرنې او مالدارۍ پخواني وزير ارزګان ولايت ته سفر کړي وو او په دغه ولايت کې يې د لسګونو ميليونو افغانيو په ارزښت پروژې پرانيستي وې، خو د ناامنيو له کبله د زيات شمېر کارونه تر اوسه نيمګړي پاتې دي.

  شريف الله شرافت 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha