صفحه اصلی | eslah | گزارش | صیاد:ممکن د ولسي جرګې انتخابات پر ټاکلې نېټه تر سره نشي

صیاد:ممکن د ولسي جرګې انتخابات پر ټاکلې نېټه تر سره نشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
صیاد:ممکن د ولسي جرګې انتخابات پر ټاکلې نېټه تر سره نشي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مسؤلين وايي، ممکن د افغانستان د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات پر خپل وخت ترسره نه شي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو انتخابات د راتلونکې لمريز کال د سرطان پر شپاړسمه نېټه ترسره شي، خو اوس د دغه هېواد د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د يادو انتخاباتو په ترسره کېدو کې د ممکنه ځنډ خبره کوي.

د دغه کمېسيون رئيس ګلا جان عبدالبديع صياد د يکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۱۵» په يوه خبرې ناسته کې وويل چې په کمېسيون کې بېلابېلې اداري ستونزې، د پخواني رئيس له کاره ګوښه کول، د نوي کمېشنر د ټاکلو لپاره په ځنډ سره اقداماتو او يو شمېر نورې ستونزې د انتخاباتو د ممکنه ځنډ لامل ګرځېدلي دي.

نوموړي زياته کړه:

"د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د رئيس له دندې ليرې کول، د کمېسيون د نوي غړي ټاکل او يو شمېر نورې تدارکاتي او اداري ستونزې د دې لامل شوي چې موږ يو څه وخت له لاسه ورکړ، د يوې دقيقې او پراخې مطالعې وروسته که اړتيا وه نو انتخابات به له ټاکلې نېټې يو څه وروسته شي."

ښاغلي صياد که څه هم دقيقه نېټه ونه ښوده خو ويل کېږي چې ممکن انتخابات له پخوانۍ ټاکلې نېټې نه يوه مياشت وروسته ترسره شي.

د نوموړي په خبره، تخنيکي کمېټه په دې برخه کې کار کوي او ډېر ژر به وروستي معلومات له خلکو سره شريک کړي.

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د راتلوونکي ۱۳۹۷ لمريز کال د سرطان شپاړسمه نېټه د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره ټاکلې وه.

ښاغلي صياد وويل؛ که په انتخاباتو کې د ځنډ اړتيا پېښه شي، نو د نوې نېټې په اړه پرېکړه به د انتخاباتو په بهير کې د ټولو شاملو اړخونو په مشوره تر سره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، راتلونکي انتخابات به د برېښنايي نه بلکې له پخوانيو تذکرو نه په ګټې اخيستنې ترسره شي او په وينا يې په همدې هدف د نفوسو د ثبت او احوال له ادارې سره د شوې تړون له مخې به نېږدې ۱۰ ميليونه هغو افغانانو ته کاغذي تذکرې وويشل شي چې يايې تذکرې ورکې کړي او يا هم تازه افغانستان ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه وايي، د انتخاباتو د پروسې نه شفافيت او سراسري توب نا هيلي کړي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا ټيفا رئيس محمد نعيم ايوب زاده وايي، کمېسيون بايد له دغه بهير سره ريښتني چلند وکړي او هغه لوبه چې له خلکو سره يې کوي، ترې لاس واخلي:

"سره له دې چې د انتخاباتو د کمېسيون غړي هم پوره شوي او مالي سرچينې هم په واک کې ورکړل شوي، خو لا هم نه شي کولاي چې په خپلواک او مسلکي ډول د انتخاباتو د دقيق ځنډ په اړه څه ووايي، او دا چې دوي خپلو خبرو ته وفادار نه دي او نه شي کولاي په خپل وخت انتخابات ترسره کړي، دا په دې معني چې پر دوي هېڅ ډول باور نه شي کېداي."

ښاغلي ايوب زاده په کمېسيون کې د ظرفيت او خپلواکۍ نه موجوديت د انتخاباتو د ممکنه ځنډ عمده لاملونه ګني.

نوموړي وايي، د انتخاباتو لپاره د ارادې د نه موجوديت له امله ښايي په راتلونکو انتخاباتو کې ډېر خلک ګډون ونه وکړي، ځکه په وينا يې خلک پر دې پروسه بې باوره شوي دي.

دا يادولو وړ ده چې د نورو ستونزو ترڅنګ په افغانستان کې د ناامنۍ زياتوالي د انتخاباتو په وړاندې لوي خنډ ګڼل کېږي.

خو د افغانستان امنيتي ارګانونه ډاډ ورکوي چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره به هر اړخيز امنيت ټينګ کړي.

  اکرام الله اکرام 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha