صفحه اصلی | eslah | گزارش | د کونړ ولايت چارواکي: د پاکستان توغنديز بريدونو کې پنځه کسان ټپيان شوي

د کونړ ولايت چارواکي: د پاکستان توغنديز بريدونو کې پنځه کسان ټپيان شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کونړ ولايت چارواکي: د پاکستان توغنديز بريدونو کې پنځه کسان ټپيان شوي

د کونړ ولايت چارواکي وايي، تېره شپه پاکستان له ډيورنډ کرښې سره نژدې پر افغانستان ۱۸۰ توغنديز بريدونه کړي دي.

د کونړ ولايت د دانګام ولسوال احمد رحمن ويلي، دغه راکټونه پر وګړ مېشتو سيمو توغول شوي دي.

نوموړي زياته کړې چې په دغو بريدونو کې د يوې کورنۍ څلورغړي چې يوه مېرمن او دوه ماشومان په کې شامل دي ټپيان شوي دي.

دغه توغندي د ډيورنډ کرښې سره نژدې په سورکمر، کچلی او شينکنۍ سيمو پرېوتي دي.

ويل کېږي دغه سيمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او کېدای شي پاکستان په سوات کې د ځانمرګي بريد په غبرګون دغه بريدونه کړي وي.

د سوات د وړمی ورځې ځانمرګي بريد کې ۱۱ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي وو.

ځايي سرچينې وايي، په دې سيمه کې د پاکستان پر وړاندې هېڅ پوځي خوځښت نه دی شوی. افغان چارواکو په وروستيو کې د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د توغنديزو بريدونو خبر ورکړی دغه مسله هم د دواړه هېوادونو د اړيکو د خرابېدو سبب ګرځېدلې ده. چارواکي وايي په روان ۱۳۹۶ کال کې شاوخوا ۳۰۰۰ توغندي توغول شوي چې پنځه تنه په کې وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان دي او سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.پاکستان تراوسه د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې يې ويلي وو چې د دغو بريدونو هدف پاکستاني طالبان دي چې له ډيورنډ کرښې سره څېرمه سيمو کې مېشت دي. د پاکستان توغنديز بريدونه په داسې حال کې کېږي چې وړمه ورځ د پاکستان يو پلاوی کابل ته تللی او د ترهګرۍ پر وړاندې يې د لا نورې همکارۍ ژمنه يې کړې وه.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha