صفحه اصلی | eslah | گزارش | ولسي‎جرګه:د سیدحامدګېلاني څرګندونې د ملي ګټو خلاف دي

ولسي‎جرګه:د سیدحامدګېلاني څرګندونې د ملي ګټو خلاف دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسي‎جرګه:د سیدحامدګېلاني څرګندونې د ملي ګټو خلاف دي

د افغانستان ولسي جرګې د ملي محاذ ګوند د مشر وروستۍ څرګندونې د ملي ګټو خلاف وبللې.

دغې جرګې د ملي محاذ د ګوند د مشر وروستۍ څرګندونې د افسوس وړ وبللې او ويې‌ويل چې دا شان څرګندونې د افغانانو په حق کې ظلم او جفا ده.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهيمي د دوشنبې د ورځې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په عمومي غونډه کې وويل، د سيد حامد ګېلاني څرګندونې د ملي ګټو خلاف دي.

نوموړي زياته کړه:

"دا ډول څرګندونې د افغانستان د ملي ګټو خلاف دي، ډېر متأسف يم چې په پاکستان کې د ترورېستانو په پناه ځايونو سترګې پټېږي، هر کس د يوه افغان په صفت بايد په خپلو څرګندونو کې ملي ګټو ته پام وکړي."

د ملي محاذ ګوند مشر پير سيد حامد ګېلاني د شنبې په ورځ په کابل کې د خپلو پلويانو په يوې غونډه کې ادعا وکړه چې د وسله‌والو طالبانو د مشرتابه پلاوي اکثريت غړي په افغانستان کې دي او له بل هر وخت زيات اوس د سولې د خبرو اترو لپاره فرصت برابر شوي دي.

د ولسي جرګې غړي صاحب خان وايي، په داسې حساسو شرايطو کې دا ډول څرګندونې د افغانستان له موقف سره په ټکر کې دي.

ښاغلي صاحب خان زياتوي:

"په داسې حساسو شرايطو کې دا ډول څرګندونې دا د افسوس خبره ده، دا له افغانستان سره ظلم او جفا ده."

د دغې جرګې غړې شکيبا هاشمي وايي، د ملي امنيت عمومي رياست دې په دې اړه معلومات ورکړي چې ايا په رښتيا هم د وسله‌والو طالبانو د مشرتابه اکثريت غړي په افغانستان کې دي؟

د ملي امنيت عمومي رياست دا ډول څرګندونې غير مسؤلانه او له واقعيته ليرې بللې دي.

د دغه رياست له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د مؤثقو اطلاعاتو پر بنسټ اوس هم د وسله‌والو طالبانو رهبران او د نورو ترورېستي ګروپونو ځالې له ډيورند کرښې هاغاړه په پاکستان کې دي.

د ملي محاذ ګوند مشر داسې مهال دغه خبرې کړي چې په دې وروستيو کې امريکا پر پاکستان خپل فشارونه زيات کړي دي.

خو د ملي محاذ ګوند د فرهنګي چارو مسؤول محمد حسن حقيار وايي چې حامد ګېلاني په خپلو خبرو کې کوم هېواد ته برائت نه‌دي ورکړي.

نوموړي وويل:

"د سيد حامد ګېلاني هدف دا نه‌و چې په تمامه معني د وسله‌والو طالبانو مشران په افغانستان کې دي او کوم هېواد ته برائت ورکول وي، نوموړي د سولې په تشويقي خبرو کې په افغان حکومت غږ وکړ چې اوس سولې ته ښه ذهنيت برابر دي، بايد له وخته په استفادې دې ځيني طالب مشران چې په افغانستان کې دي، له هغو سره رابطه او مذاکره وشي."په ورته وخت کې د افغانستان حکومت اجرائيه رئيس د دوشنبې په ورځ د وزيرانو شورا په غونډه کې موضوع ته په اشارې سره وويل، دا ټولو ته څرګنده ده چې د وسله‌والو طالبانو مشران چېرې دي.

له دې وړاندې د امريکا ولسمشر، يو شمېر امريکايي سناتورانو او د دغه هېواد پوځي چارواکو هم پاکستان د ترورېستي ډلو پناه ځاي ياد کړي دي.

رحمت الله افغان

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha