صفحه اصلی | eslah | گزارش | له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت: له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره غواړو د خلکو ملاتړ تر لاسه کړو

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت: له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره غواړو د خلکو ملاتړ تر لاسه کړو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت: له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره غواړو د خلکو ملاتړ تر لاسه کړو

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت غواړي چې خپل پروګرامونه ارزيابي کړي. دغه وزارت د هېواد په څلورو حوزو کې له خلکو په تېره بيا بزګرانو سره مشورې کوي او د دې هدف لپاره غونډې جوړوي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د عامو خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت «له نشه يي موادو سره د مبارزې پر اساسي حل لارو» په نوم لومړي پروګرام د پنجشنبې په ورځ له هرات ولايت څخه پيل کړ او په پام کې لري چې دا لړۍ د هېواد ۳ نورو حوزو ته هم وغځوي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وياند حنيف دانشيار ازادي راډيو ته وويل، په دې پروګرامونو کې به له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د رهبرۍ ترڅنګ ولايتي مسئولين، بزګران او عام خلک هم ګډون وکړي، دوي به د کوکنار د کښت او نشه يي موادو د توليد سره د مبارزې په برخو کې، پر وړاندې شويو نظرونو او وړانديزونو بحث وکړي.

نوموړي وويل:

"په مجموع کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو پر ګډون بحث کېږي سيمه ييزو چارواکو ته مسؤليت ورکول کېږي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې خلکو ته ونډه ورکړي، په دې برخه کې تدابير نيول شوي چې د نشه يي موادو عمده مرکزونه په نښه شي، په دې برخه کې به له خلکو څخه مرسته غوښتل کېږي او هڅه کېږي چې دا بريدونه جانبي عوارض و نه لري او عامو خلکو ته زيان و نه رسېږي."

ښاغلي دانشيار زياته کړه، په دې وروستيو کې د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې د نشه يي موادو پر کارخانو باندې نظامي بريدونه ډېر کړي، له دې امله بايد هڅه وشي چې د دې پروګرام په بهير کې د هوايي بريدونو د جانبي عوارضو د مخنيوي په برخه کې هم عامو خلکو ته پوهاوي ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت له څو کلونو راهيسې د کوکنارو د کښتونو اړولو ترڅنګ، د نړيوالې ټولنې په مرسته د هېواد په کچه د ميليونونو ډالرو په ارزښت د معيشيت بديل پروګرامونه پلي کړي او له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د دې پروګرامونو له نتايجو څخه تر يوه بريده خوښ دي، خو بزګران بيا د معيشيت بديل معيشت پروګرام ګټور نه بولي او د عملي اقداماتو غوښتونکي دي.

د نشه يي موادو کارپوه او له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د خصوصي سکټور د پروګرامونو پخواني مدير حاجي محمد نصيب په دې باور دي چې د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې په تېرو )۱۶) کلونو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې د پروګرامونو تر منځ لازمه هماهنګي نشته، ځکه نو پروګرامونه هم چندان موثر نه دي.

ښاغلي نصيب وړانديز کوي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پر پخوانۍ پالېسۍ دې له سره کتنه وشي او له بزګرانو سره په همغږۍ دې يوه عملي سټراټېژي چمتو شي.

ښاغلي نصيب زياتوي:

"له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت بايد پر خپلو پخوانيو پرواګرامونو له سره غور وکړي او د دې پروګرام په ترڅ کې دي د افغانستان بزګرانو ته د نظر څرګندولو حق ورکړل شي، همدا راز دې په راتلونکو پروګرامونو کې بزګرانو ته پورونه ورکړل شي او داسې بديل کښت دې په پام کې ونيول شي چې بزګرانو ته ښه او ګټور حاصلات ورکړي او دې کښتونو ته دې بازار موندنه هم وشي."

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د بديل معيشيت د پرواګونو د تطبيق په لاره کې نا امني ستر خنډ بولي.

خو ښاغلي نصيب بيا وړانديز کوي چې نړيواله ټولنه او د افغانستان دولت بايد له نشه يي موادو سره د مبارزې په لاره کې د امنيتي خنډونو د لېرې کولو لپاره جامع او هر اړخيزه امنيتي ستراتيژي جوړه او د بزګرانو او د خلکو د اړتياوو په پام کې نيولو سره دې د معيشيت بديل په برخه کې عملي پاليسي چمتو شي.    راپور: مرسلين ارسلا

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha