صفحه اصلی | eslah | گزارش | برېښنا شرکت:ډېر ژر به د افغانستان ۴ ولایتونو ته د ترکمنستان د برېښنا جریان عادي شي

برېښنا شرکت:ډېر ژر به د افغانستان ۴ ولایتونو ته د ترکمنستان د برېښنا جریان عادي شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
برېښنا شرکت:ډېر ژر به د افغانستان ۴ ولایتونو ته د ترکمنستان د برېښنا جریان عادي شي

د افغانستان برېښنا شرکت ډاډ ورکوي چې ډېر ژربه په فارياب، سرپل، جوزجان او هرات ولايتونو کې د ترکمنستان د برېښنا جريان فعال شي.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، ترکمنستان غواړي د دوه زره اتلسم مېلادي کال په پيلېدو سره د خپلې برېښنا د يو کېلو ولټ بيه چې پخوا دوه امريکايي سنټه وه، څلورو سڼتو ته پورته کړې.

د افغانستان د برېښنا شرکت عملياتي رئيس عبدالوکيل ناصري وايي چې په سرپل، فارياب، جوزجان او هرات ولايتونو کې د ترکمنستان برېښنا په موقته توګه فعاله شوې او ترکمنستان ته د يو پلاوي په سفر سره دغې ستونزې ته د هواري لار ولټول شي.

نوموړي زياته کړه:

"د برېښنا دغه مسئله موقتي ده، زموږ رئيس عشق آباد ته روان دي او دغه ستونزه به هواره کړي، حکومت د درې وزارتونو نه جوړ يو پلاوي چې د برېښنا د بورډ مسؤليت لري ټاکلي، دوي هغه هېواد ته بېړني سفر کوي او سل په سلو کې دا هيله موجوده ده چې ياده ستونزه هواره شي."

ښاغلي ناصري وويل، د ترکمنستان د برېښنا له بندېدو څو ورځې مخکې افغان پلاوي د ترکمنستان له مسؤلينو سره د برېښنا د بيو لوړېدل نه وو منلي چې له همدې امله، ترکمنستان په ناڅاپي توګه د افغانستان پر څو ولايتونو خپله برېښنا بنده کړه.

ښاغلي ناصري دا هم وويل چې د ترکمنستان له مسؤلينو سره په لومړنيو ټليفوني خبرو کې هغه هېواد «ترکمنستان»حاضر شو چې د يوې مياشتې لپاره په موقتي توګه افغانستان ته د خپلې برېښنا لېږد جاري وساتي.

د ترکمنستان برېښنا د فارياب ولايت د اقينې له بندره، فارياب، سرپل، جوزجان او هرات ولايتونو ته تېرېږي.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي آزادي راډيو ته وويل، که د ترکمنستان د برېښنا جريان بېرته عادي حالت ته را ونه ګرځي، د جوزجان، سرپل، فارياب او هرات ولايتونو د خلکو ورځني ژوند او صنعتي فعاليتونه به له ستونزو سره مخ شي.

نوموړي زياته کړه:

"د ترکمنستان د برېښنا بندېدو د شبرغان د ښار او ولسواليو اوسېدونکو ته ستونزې رامنځته کړي، هيله ده د برېښنا بېرته وصل کېدل دوامداره وي، دلته فابريکې هم شته لکه جرق ودق او خواجه ګوګردک چې په برېښنا چلېږي او که برېښنا نه وي ډېري کارګران به يې وزګار شي."

افغانستان اوس څه باندې ۱۲۰۰ کېلو واټه برېښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ايران نه واردوي، حال داچې برېښنا ته د دغه هېواد اړتيا څه باندې اووه زره کېلو واټه ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې د دغه هېواد شااوخوا نوي فيصده برېښنا وارداتي ده.

خان محمد سيند 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha