صفحه اصلی | eslah | گزارش | د افغانستان بهرنی سیاست مهمه لاسته راوړنه یا د هېوادونو ترمنځ د سیالیو قرباني؟

د افغانستان بهرنی سیاست مهمه لاسته راوړنه یا د هېوادونو ترمنځ د سیالیو قرباني؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان بهرنی سیاست مهمه لاسته راوړنه یا د هېوادونو ترمنځ د سیالیو قرباني؟

افغان حکومت په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې د بهرنۍ پالېسۍ په برخه کې د حکومت د لويو پرمختګونو خبره کوي

په داسې حال کې چې افغان حکومت په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې په بهرنيو پالېسيو کې د پراخو لاسته راوړنو خبره کوي، خو د چارو کتونکي دغه پالېسۍ تر يوه حده د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د سياليو قرباني بولي.

د افغانستان جمهوري رياست وايي چې په ۲۰۱۷ کال کې دوي توانېدلي چې له نړيوالو هېوادونو سره پياوړې اړيکې جوړې کړي او په وينا يې، د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د ستراتېژۍ اعلان او په دې ستراتېژۍ کې د وړانديزونو شاملول د افغانستان د بهرني سياست له لويو لاسته راوړنو څخه دي.

د ولسمشر مرستيال وياند نجيب ازاد وايي:

"تېر کال افغان حکومت په خپل بهرني سياست کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، په ځانګړې توګه د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د متحده ايالاتو په نوې ستراتېژۍ کې د افغانستان د وړانديزونو شاملول او له افغانستان سره د ناټو د مرستو زياتېدل له مهمو لاسته راوړنو څخه دي."

ښاغلي ازاد وويل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستې، د منځنۍ اسيا هېوادونو سره د اړيکو پراختيا، د اقتصادي څلور لارې په توګه د افغانستان بدلون، هند سره د مستقيمې او هوايي سوداګرۍ پيل، د پوځي مرستو زياتوالي، د پاکستان منزوي کېدل او د نړۍ د لويو قدرتونو ترمنځ د توازن ساتل په بهرني سياست کې له مهمو پرمختګونو څخه وو.

همداراز په همدغه کال کې د مهمو غونډو شاهدان وو لکه؛ د کابل پروسه، وارسا، بروکسل چې له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې ملاتړ په ګوته کوي.

په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې همدارنګه د ريکا او د اسيا زړه يا د استانبول پروسې غونډې هم تر سره شوې.

ولسمشر غني په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې متحده ايالاتو، اندونيزيا، ترکيې، ايران، ازبکستان، اذربايجان، هند، متحده عربي اماراتو، ترکمنستان او ځيني نورو هېوادونو ته سفرونه لرل.

د افغانستان جمهوري رياست دغه سفرونه له لاسته راوړنو ډک بولي.

د نړيوالو اړيکو کارپوه عبدالغفار اخلاص سيغاني په دې باور دي چې په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې د افغانستان بهرني سياست تر يوه حده د بېلابېلو هېوادونو د سياليو قرباني و.

نوموړي زياته کړه: "په ۲۰۱۷ کال کې افغان حکومت په بهرني سياست کې د توازن بېلګه مطرح کړه، کوم چې يو شمېر ستونزې يې هم لرلې، کله چې موږ هندوستان ته نږدې شو، د پاکستان جذبات راڅرګند شول او په نړيواله کچه د روسيې اقداماتو شاهدان وو."

په داسې حال کې چې د افغانستان اجرائيه رياست په بهرني سياست کې له مهمو پرمختګونو يادونه کوي، خو دا هم تأييدوي چې په دغه کال کې له پاکستان سره بهرنيو پالېسيو کې کوم بدلون نه‌دي راغلي.

د اجرائيه رياست وياند مجيب رحيمي په دې اړه وايي:

"د ملي يووالي حکومت په ۲۰۱۷ کال کې ښې سيمه‌ييزې او نړيوالې لاسته راوړنې درلودې، خو په دغه کال کې پاکستان سره په بهرنيو پالېسيو کې کوم بدلون نه‌دي راغلي."

همدارنګه په ۲۰۱۷ کال کې له افغانستان سره د ايران او روسيې اړيکې له لوړو او ژورو سره مخ وې.

د اوبو کارول، سوريې ته د افغانانو استول او له افغان طالبانو څخه د ايران ملاتړ د دغو هېوادونو ترمنځ له مهمو موضوعاتو څخه وو.

پر دې سربېره، د روسيې له لوري وسله‌والو طالبانو سره پوځي مرستې او په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه د روسيې اندېښنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بحث وړ مسايل وو.

د افغانستان جمهوري رياست وايي، دوى په دې توانېدلي چې په خپلې بهرنۍ تگلاره کې د هېوادونو ترمنځ انډول وساتي.

خو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال صبغت احمد ومنله چې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په وړاندې د افغانستان په بهرني سياست کې ننګونې شته.

له دې ټولو سره د ولسي جرګې د نړيوالو اړېکو د کمېسيون يو شمېر غړي وايي، افغانستان په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې د يو شمېر ښکېلو نړيوالو هېوادونو له سياستونو اغېزمن و.

د دغه کمېسيون يوه غړي داود کلکاني په دې اړه وويل:

"د ايران ستونزې، د متحده ايالاتو، ايران، سعودي عربستان، هند او پاکستان، چين او هند او د افغانستان په سياست کې د روسيې ستونزې خپلې اغېزې درلودې او حکومت نه‌شي کولاي چې ټولې خواوې سره يوځاي کړي."

ښاغلي کلکاني وړانديز کوي چې د هېواد بهرني سياست د برياليتوب لپاره اړتيا ده چې د کورني سياست يوه اجماع رامنځته شي، کنه کورني سياست به د پولې هاخوا د متقابلو عملونو په اړه مستقيم اغېز ولري.

  ناجيه ساپۍ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha