صفحه اصلی | eslah | گزارش | د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې نوي وسایل او لابراتوارونه ترلاسه کړل

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې نوي وسایل او لابراتوارونه ترلاسه کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې نوي وسایل او لابراتوارونه ترلاسه کړل

د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د لومړي ځل لپاره د ملي څارنې او پلټنې سيسټم د پياوړتيا په هدف نوي وسايل او لابراتوارونه ترلاسه کړل.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي، د دغو وسايلو او لابرتوارونو پر مټ به وکولاي شي چې د اوبو د سرچينو څرنګوالي، د نقليه وسايطو د ګازونو د خپرېدو کچه او د غږيزو او ټولو هغو ککړتياوو کچه تثبيت او معلومه کړي، کوم چې د هوا د ککړتيا لامل ګرځي.

د دې ادارې مسلکي مرستيال غلام محمد ملکيار د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۰۹» په دې اړه د يوې جوړې شوې غونډې په څنډه کې رسنيو ته وويل چې د کابل ښار په هوا کې معلق مضره ذرات ډېر زيات شوي چې په خبره يې له دغو وسايلو سره به راکم شي.

نوموړي زياته کړه:

"د هوا د ککړتيا اوسني ارقام زموږ د قناعت وړ نه دي او موږ ته د جدي اندېښنې وړ ده، کوم ارقام چې موږ لرو د کابل ښار په هوا کې معلق مضره ذرات ډېر زيات شوي، دغه مضره ذرات د ۳۵۰ تر ۵۹۶ پوري دي او ملي ستندرد ۱۰۰ تر ۱۵۰ ملي مکرون په هر متر مکعب کې دي، موږ دغه نوي وسايل شپږو ښارونو ته په پام کې لرو او هدف دا دي چې د ککړتيا کچه راټيټه شي."

د هوا د څرنګوالي او څارنې د دغو وسايلو او لابرتوارونو لګښت چې دوه لکه او ۷۰ زره امريکايي ډالرو دي د حکومت له پراختيايي پروژې ورکړل شوي دي.

د چاپېريال ساتنې ادارې چارواکي وايي، له دغو ۱۵ سيارو دستګاو نه به په کابل او ولايتونو کې کار اخيستل کېږي او د دغو وسايلو پر مټ ترلاسه کېدونکي دقيق او کره ارقام به د اړوندو ادارو او چارواکو په واک کې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت او د افغانستان ملي شورا غړيو د هوا د خورا ککړتيا په اړه خبرداري ورکړي و او ويلي يې و چې له دې امله به په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر زيات شي.

په ورته وخت کې يوشمېر افغان کار پوهان د هوا د ککړتيا د مخنيوي په برخه کې دغه وسايل او لابراتوارونه اغېزمن ګڼي.

د چاپېريال ساتنې په برخه کې کار پوه استاد سخي سخاءً هېله څرګندوي چې دغه دستګاوې په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا کچه راټيټه کړي.

نوموړي زياته کړه:

"کومې دستګاوي چې برابرې شوي دي، دا لومړي ځل دي چې داسې مډرنې دستګاوې کارول کېږي، هېله مند يو چې د هوا ککړتيا کمه شي، موږ له خلکو هم غواړو چې په دې برخه کې همکاري وکړي."

د چاپېرال ساتنې په برخه کې د افغان کارپوهانو له نظره د خښتو په بټيو، حمامونو او په يو شمېر کورونو کې د ډېرو دود لرونکو موادو سوځول او په کابل ښار کې د نفوسو ډېروالي د کابل ښار د هوا د ککړتيا مهم لاملونه دي.

خو د افغانستان د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې چارواکي بيا د کابل او نورو ښارونو له اوسېدونکو، علماوو، رسنيو او مدني فعالانو غواړي چې د هوا د ککړتيا د مخنيوي په هدف له دغې ادارې سره همکاري وکړي.

                                                ناجيه ساپۍ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha