صفحه اصلی | eslah | گزارش | بیا د ځان د سپیناوي لپاره د پاکستان هڅه او د افغانستان تُند غبرګون

بیا د ځان د سپیناوي لپاره د پاکستان هڅه او د افغانستان تُند غبرګون

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
بیا د ځان د سپیناوي لپاره د پاکستان هڅه او د افغانستان تُند غبرګون

د افغانستان دفاع وزارت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازې وروستۍ څرګندونې له حقيقت ليرې بولي او وايي، د ترهګرو ټول امن پټن‎ځايونه په پاکستان کې دي.

د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري وايي:

"د «پاکستان» سفيره چې په ملګرو ملتونو کې ناسته ده، هغه د سيمې له وضعيته نه‌ده خبره او هر څوک چې داسې اظهارات کوي هغه له حقيقت ليرې دي. ملګري ملتونه، امريکا، ناټو او ټوله نړۍ پوهېږي چې ستونزه له کرښې هاخوا په پاکستان کې ده. د کوټې، پېښور او ميرانشاه شوراګانې په پاکستان کې دي او ملا عمر، ملا منصور، اسامه دا ټول په پاکستان کې وو، هلته‌يې مرکزونه دي له هماغه ځايه تمويلېږي تجهيزېږي او راځي دلته بريدونه کوي."

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې مليحه لودهي ويلي، په هېواد کې يې د ترورېستانو امن ځالې نه‌شته او دا افغانستان دي چې د حکومت له کنټروله بهر په ۴۰ فيصده خاوره کې يې ترورېستان ځاي شوي دي.

د مليحه لودهي دا خبره چې وسلهوالې ډلې د افغانستان په هغه ۴۰ فيصده خاوره کې پټنځايونه لري چې د هغې په خبره د دولت له حاکميته وتلي دي، د افغانستان دفاع وزارت لهخوا ردېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري وايي، افغان پوځ په ۳۴ ولايتونو کې برلاسي دي او وسلهوال په ښکاره فعاليت نهشي کولاي.

دي وايي:

"چريکي جنګونو کې قطعاً څوک نهشي ويلي چې څو فيصده خاوره د چا په لاس کې ده. دلته هېڅ امکان نهلري. زه تاسو ته ويلي شم که په يوه جومات کې يوه چاودنه کېږي يا ماين کېږدي دا نهشو ويلي چې دا سيمه دې مخالفينو نيولې وي. ځکه مخالفين د غلو غوندې راځي ماين کېږدي او بېرته د غلو په شان تښتي. په ټول افغانستان کې ولايتونه فعال دي او يوازې د ۹ ولسواليو مرکزونه د مخالفينو په لاس کې دي."

د پاکستان د سفيرې وروستۍ څرګندونې د امريکا د مرستيال ولسمشر مايک پنس له څرګندونو سره نېغ په نېغه په ټکر کې دي.

مايک پنس افغانستان ته په وروستي سفر کې وويل چې پاکستان له اوږدې مودې راهيسې ترورېستي ډلو ته پناه ورکړې او لا هم دا کار کوي.

سره له دې چې پاکستان د نږدې ټولې نړۍ د دريځ په خلاف په دغه هېواد کې د ترهګرو په پټنځايونو سترګې پټې کړي، د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يا يوناما په يوه وروستي راپور کې راغلي چې سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې ۲ زره افغان ملکيان وژل شوي او پنځه زره نور ټپيان دي.

د افغان چارواکو د څرګندونو پر اساس د همدغو مرګ ژوبلو مسؤليت هغو ترهګرو ته ورګرځي چې له ډيورند کرښې اخوا تمويل او د بريدونو په خاطر افغانستان ته مرش کېږي.

       صفي‌الله ستانکزي 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha