صفحه اصلی | eslah | گزارش | په كابل او ننګرهار كې دوريښمو لار د علمي - تحقيقي سیمينار په مناسبت دو ريښمو نوې لاره، د هيواد او سيمي په ګټه ده

په كابل او ننګرهار كې دوريښمو لار د علمي - تحقيقي سیمينار په مناسبت دو ريښمو نوې لاره، د هيواد او سيمي په ګټه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په كابل او ننګرهار كې دوريښمو لار د علمي -  تحقيقي سیمينار په مناسبت دو ريښمو نوې لاره، د هيواد او سيمي په ګټه ده

په پخواني خراسان او سيمه كې د وريښمو لاره خورا مخينه (قدامت) لري. چې دغه مخينه يي په ځينو سيمو كې له ميلاد څخه ۱۵۰۰ كاله ړومبي زمانه او په ډيري سيموكې تر ۴۵۰۰-۳۵۰۰ ق- م كالونو، خو نورو سيموكې تر ۵۵۰۰ ق- م كالونو پوري رسيږي.

نوموړي لياره په حقيقت كې د چين له مركز او هم له سينكيانګ څخه بيا هندوستان او له هغه ځايه تر خراسان پورې رسيدله او نوره هم اوږده وه.

په خراسان كې يوه ښاخه يې له نينګنهارا، كابلستان، لوګر، غزنين، باميان، غوربند، بخدي او دوهمه ښاخه يې له اراكوزيا تر هري، او پارس اوله پارسه بيا تر بغداد او له هغه ځايه دوه برخي كيدله، مروه انديجان، سمرقند ا و بله برخه يي پارس تر افريقي (مصر) په همدې توګه د سوداګرۍ توكي له ثمرقند څخه تر آذربايجان او بيا په يورپ كي تر فرانسه پورې رسيدل.

ماركيتي، تجاري، صنعتي او سوداګريز توكي

پر هغه مهال ډيري مالونه د خراسان له لارې صادريدل چې لوي او مشهوريي د چين وريښم، د هرات وريښم د سمرقند، بخارا او انديجان وريښم و. دغه راو له خراسان څخه زيړغوړي، وريجي، لرګي، انګور، مميز، مس، تازه ميوه، آسونه، سونډ، د درملو بوټي او له كابل څخه د ښكلا او بنجاره ګي سامانونه به د چين د سلطنتي خاتون ته ليږدول كيدل. له هغه ځايه به اوسپنيزلوښي- عود، عنبر- مصاله جات- درمل- وريښم- سره زره- سپين زر- شربتونه- ترياك- طبي بوټي- رنګونه- ميخونه، څرمن، رسۍ- عراقي غلامان، عربي آسونه او... سره تبادله كيدل.

ټول تجارت د اوښانو د جوپو (كاروانونو) په واسطه كيدل او خراسان يې سوداګريز منځي (مركز) ګڼل كيده نو له دي امله خراسان آباد او زرغون ؤ.

نوموړي لاره د اسلام په زرين دور ۶۱۰ كي هم فعاله وه د تجارت او ماركيت له پاره له آسيا- افريقه او يورپ د مښلولو او تجاري ملاتړوني (كمربند) په توګه ياديده او اوس مهال يي دادي ارزښت يوځل بيا ترسترګوكيږي.

اوسني مهال د وريښمو د لارې ارزښت او اړتيا

د وريښمو د لارې له پاره په اوسنۍ ۲۱ مي پيړۍ كوم چې د ګلو باليزيشن (جهاني وطني) او كلي (دهكدي) عنوان لري او د سوداګرۍ- صفت او ماركيټ نړۍ ده، په ۱۳۸۵ ل كال كې د افغانستان- چين- هند، منځني آسيا د هيوادونو له خوا يې مفكوره منځته راغله، كه امكان ولري- دغه لاره احياء او فعاله شي نو د سيمې د امنيت په ښه كولو- تجارتي راكړي وركړي او د ترقي لامل به وګرځي او د سيمي له پاره به تر افريقا او اروپا پورې د تجارت ستره لاره جوړه شي او ګټه به ولري.

نوموړي لاره ۸۸۰۰ كيلومتره اوږده ده اوپكښې ۶۵ هيوادونه (كه وغواړي)  په کي شامليداي شي .

د چين هيواد د پاكستان له لارې او بيا له دې هيواد څخه هند او افغانستان له او ترمنځني آسيا او مسكو پورې بيا تر شرقي اروپا او تر فرانسه اوبله ښاخه يي د افغانستان- ايران- عراق- سوريي- لبنان- تر مصر او د اوکراين او يونان- تركې له لاري تر يورپ پورې اوږده غځيدلي شي او تجارتي توكي د (يوه كمربند) تر شعار لاندي په: هوايي- سمندري- ريل ګاډي- ځمكني او هم د انرژي شبكو له لاري تامين كيداي شي او دا د افغانستان د پخوانيو تجاري ملګرو په ګټه ده- سيمه به د اقتصاد- امنيت او مالي پانګونې له بركته بډايه اوښيرازه شي.

عبدالهادي قريشي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha