صفحه اصلی | eslah | گزارش | د یوه نوي ټرانسفارمر په نصبولو سره به د کابل برېښنا ۳۳ سلنه زیاته شي

د یوه نوي ټرانسفارمر په نصبولو سره به د کابل برېښنا ۳۳ سلنه زیاته شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د یوه نوي ټرانسفارمر په نصبولو سره به د کابل برېښنا ۳۳ سلنه زیاته شي

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د کابل ښار د برېښنا په عمومي سب سټيشن کې د يوه نوي ټرانسفارمر په نصبولو سره به، د کابل ښار په برېښنا کې ۳۳ فيصده زياتوالي راشي دغه شرکت وايي، په لږه موده کې به د کابل ښار د برېښنا رسولو په عمومي سب سټيشن کې د ۱۶۰ ميګاولټ امپير په ظرفيت، يو نوي ټرانسفارمر هم نصب شي.

د دغه شرکت عملياتي رئيس عبدالوکيل ناصري د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د ليندۍ په ۱۳ مه د کابل ښار د چمتلې په عمومي سب سټيشن کې خبريالانو ته وويل، د دغه ټرانسفارمر په نصبېدو سره به، د کابل ښار په برېښنا کې ۳۳ فيصده زياتوالي راشي.

ښاغلي ناصري وويل:

"دوه ۱۶۰ " ايم. بي. اي." چې ټول ۳۲۰ کېږي، عملاً نصب دي او ۱۶۰ به نور هم ور زيات شي، له دې سره زموږ د برېښنا ظرفيت ۳۳ فيصده لوړېږي، راتلونکي کال ته به موږ د دغه سب سټيشن له لارې، د وارداتي برېښنا د ۴۵۰ ميګاواټو په ظرفيت د برښنا امکانات ولرو."

ښاغلي ناصري وويل، د چمتلې د عمومي سب سټيشن په نوي ټرانسفارمر به د اسيايي پراختيايي بانک 9.6 ميليونه ډالره ولګېږي.

ده داهم وويل چې له دې سره به د کابل ښار د برېښنا۴۰ فيصده پارچاوي، ۲۰ فيصدو ته راټيټه شي.

د برېښنا شرکت مسؤولينو وويل، دغه ټرانسفارمر د ازبکستان د وارداتي برېښنا په سيستم کې کومه چې د ارغندي له سيمې کابل ښار ته ځي، نصبېږي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اسيايي پراختيايي بانک رئيس سيميول تموا وويل، له افغانستان سره د برېښنا رسولو په سيستم کې، د دوې د تېرو مرستو په دوام، دغه نوې مرسته هم کوي.

تموا زياته کړه:

"اسيايي پراختيا بانک او موږ خوښ يوو چې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوو او دغه سب سټيشن جوړوو، موږ د برېښنا شرکت له همکارانو سره ګډ کار کوو چې دغه کارونه پر وخت بشپړ شي، هيله ده چې دغه پروژه له وخته مخکې بشپړه شي."

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاريان او د توليدي فابريکو مسؤولين تل د برېښنا له کموالي او د بيو له لوړوالي شکايت کوي.

سربېره په کابل ښار د ځينو ولايتونو اوسېدونکي وايي، لويو ښارونو ته څېرمه داسې سيمې هم شته چې اصلاً برېښنا نه ده ورسېدلې خو د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤولين وايي، د ۵۰۰ ميګاواټو په ظرفيت د برېښنا رسولو په يوې بلې پروژې هم کار روان دي چې له بشپړېدو سره به يې، په راتلونکي کال کې لوګر، پکتيا او خوست ولايتونو ته هم برېښنا ورسېږي.

خان محمد سيند

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha