صفحه اصلی | eslah | گزارش | د افغانستان د ۱۰ ولایتونو اوبه ۶۰ سلنه »ایکولای« مېکروب لري

د افغانستان د ۱۰ ولایتونو اوبه ۶۰ سلنه »ایکولای« مېکروب لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د ۱۰ ولایتونو اوبه ۶۰ سلنه »ایکولای« مېکروب لري

د افغانستان د احصايې مرکزي ادارې په لسو ولايتونو کې، د څښاک د اوبو د کيفيت د ازميښت، لومړۍ نتيجه اعلان کړه. دغه اداره وايي، د څښاک د اوبو د لومړۍ سروې نتيجه ښيي چې د دې هېواد د لسو ولايتونو د څښاک اوبه څه باندې ۶۰فيصده د «ايکولاي» مېکروب لري چې خلک په ډول ډول وژونکو ناروغيو اخته کولي شي.

د احصايې د مرکزي ادارې مرستيال حسيب الله موحد د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه سروې يې د عامې روغتيا او د کليو د پراختيا د وزارتونو او يونېسف، ډبليو ايچ او، او اروپايي ټولنې په مرسته تر سره کړې ده.

نوموړي زياته کړه:

"دغه سروې چې په لسو ولايتونو کې تر سره شوې ۱۵،۸فيصده خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسي لري، نورې اوبه يا دا چې ډېرې ککړي دي او يا داچې ککړتيا يې کمه شوې ده، دا سروې په لسو ولايتونو کې د لومړي ځل لپاره په ازمايښتې توګه ترسره شوې او په راتلونکې کې پلان لرو چې په ۳۴ولايتونو کې يې ترسره کړو."

په دې سروې کې د کابل په ګډون، بدخشان، ننګرهار، کندهار، خوست، دايکندي، کاپيسا، هرات، بلخ او سمنګان هغه ولايتونه ياد شوي چې د څښاک اوبه يې يوه اندازه د ايکولاي مېکروب لري.

نوموړي زياته کړه چې دغه سروې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ګډون نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې ترسره شوې چې په اوبو کې يوازې د «ايکولاي» ميکروب معلومولي شي.

ښاغلي موحد وويل چې د «ايکولاي» ميکروب له امله محرقه، اسهالات او يو شمېر نورې وژونکې ناروغۍ پيدا کېږي.

په دغه ناسته کې په افغانستان کې د يونېسف د ادارې استازي رولف لويد نجيک، ککړې اوبه د ناروغيو سرچينه وبلله او ويې ويل چې دغه اوبه هر کال د لسګونو زرو افغان ماشومانو د مړينې سبب کېږي او حکومت او نړيوالو موسسو ته پکارده چې په خپلو پراختيايي پروژو کې دغه ستونزې ته پام وکړي.

همدارنګه د اروپايي ټولنې استازي ګبريل ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به د ورته سروې ګانو په ترسره کولو کې، له افغان حکومت سره مرستې وکړي.

د احصايې مرکزي ادارې مسؤلينو هيله وښوده چې د عامې روغتيا او د کليو او پراختيا وزارتونه په خپلو پلانونو کې، د شته ستونزې د هوارولو موضوع ځاي کړي.

د عامې روغتيا او کليو او پراختيا وزارتونو استازيو چې په دې غونډه کې برخه لرله ژمنې وکړي چې د يادې ستونزې د هواري په برخه کې به جدي هلې ځلې وکړي.

د دغه وزارت استازي عطاءالله سيد زي وويل:

"زه د عامې روغتيا وزارت په استازيتوب ژمنه کوم چې له دغو شمېرو څخه به استفاده کوو، اوس چې شمېرې لرو او پوهېږو چې د اوبو کومې منابع پاکې دي، هغه وزارتونه چې په دې برخه کې له موږ سره يوځاي کار کوي، په ګډه سره به د اوبو پاکوالي تضمين کړو څو د خلکو روغتيا د ښه والي په لور يوسو."

په ورته وخت کې د کليو د پراختيا وزارت استازي غلام قادر وويل، حکومت پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د افغانستان د کليو او ښارونو اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي، د دې له امله د کليو پراختيا وزارت ژمن دي چې د دغه پلان په پلې کولو خپله ونډه اداء کړي.

نوموړي زياته کړه:

"زموږ هڅه دا ده چې د خپلو پروژو په ډېزاين او و دانولو کې، د چارو د ښه والي په خاطر، د اوبو او روغتيا برخې رامنځته کړو." مسؤلينو وويل، کومې سروې چې مخکې له دې د څښاک د اوبو په هکله ترسره شوي ښيي چې له دوه زره لومړي کال وروسته، په دې برخه کې، هرکال د وه فيصده ښه والي راغلي دي او هڅې روانې دي چې د ښه والي دغه فيصدي له دې هم پورته شي.

  خان محمد سيند

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha