صفحه اصلی | eslah | گزارش | د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو کمول اعلان کړل

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو کمول اعلان کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو کمول اعلان کړل

په افغانستان کې د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، د دوي د کارکوونکو وژل، تښتول او پر وړاندې يې د وسله‌والو مخالفينو د بريدونو زياتېدل لامل شول چې دغه کمېټه په کندز او ميمنه کې خپل مرکزونه وتړي او په نورو ولايتونو کې فعاليتونه لږ کړي.

د سره صليب د نړيوالې کمېټې مشرې مونيکا زينا ريلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، د دې لپاره چې کارکوونکي يې له وژل کېدو وژغورل شي، مرکزي دفتر يې پرېکړه کړې چې د دې هېواد په نا امنه ولايتونو کې خپل فعاليتونه تر ډېره حده کم کړي.

نوموړې زياته کړه: "له کورني او مرکزي دفتر سره د بحثونو وروسته دې نتيجې ته ورسېدو چې په شدت سره خپل فعاليتونه په افغانستان او په تېره بيا په شمال کې لږ کړو، د روان کال تر پايه به په ميمنې او کندز کې خپل مرکزونه وتړو او د مزار په ښار کې به مو فعاليتونه کم شي."

اغلې مونيکا وويل، د ۲۰۱۶ ميلادي کال د ډسمبر مياشتې راهيسې په جوزجان او بلخ ولايتونو کې، د بېلابېلو پېښو له امله د دوي ۱۱ تنه کارکوونکي وژل شوي او درې نور تښتول شوي دي.

مونيکا وويل، په شمال کې د دوي دفترونه او کارکوونکي په مستقيمه توګه په نښه شوي او د دوي د ساتنې يوازنۍ لاره دا ده چې فعاليتونه کم کړو.

د سره صليب نړيواله کمېټه يوازنۍ بهرنۍ مؤسسه ده چې د ۱۲۰ بهرنيو او څه کم ۲۰۰۰ افغان کارکوونکو په لرلو سره، په دې هېواد کې د جنګ د ټپيانو درملنه کوي.

د مونيکا په خبره، د يادې کمېټې د مرکزونو له تړل کېدو سره به، د دغې کمېټې د افغان او بهرنيو کارکوونکو په شمېر کې هم کموالي راشي.

روغتياپوهان وايي، په افغانستان کې جنګ روان دي او هره ورځ په‌کې خلک زيانمنېږي، له همدې امله د دغې کمېټې فعاليتونه مهم دي.

د دغو روغتياپوهانو له ډلې پرويز اقبال وايي: "د روغتيايي کلينيک موجوديت ډېر اړين دي او په تېره په هغو ځايونو کې چې جنګ په‌کې وي، هر شخصي او دولتي کلينيک او انجيو که خپل فعالتيونه په جنګ ځپلو سيمو کې بند کړي، دا به لويه جفا وي، زما د روغتيا د يوه متخصص په توګه هيله دا ده چې دغو ډاکترانو چې تر اوسه‌يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، دغه کړېدلي ملت ته دې نور هم رښتيني خدمتونه وکړي."

د سره صليب د کمېتې د معلوماتو له مخې، دغه کمېټه په افغانستان کې له شااوخوا ۳۰ کلونو راهيسې په فعاليت بوخته ده چې تر اوسه‌يې د جنګ د لسګونو زرو ټپيانو درملنه کړې ده.

په يو شمېر ولايتونو کې د سره صليب د کمېټې پر مرکزونو د وسله‌والو مخالفينو له بريدونو وروسته، خلکو له حکومته غوښتي چې د دغې کمېټې د دفترونو او کارکوونکو امنيت دې خوندي کړي.

خو امنيتي ځواکونو تل ويلي چې د دغې کمېټې د کارکوونکو د خونديتوب لپاره‌يې تدابير نيولي دي.

  خان محمد سيند 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha