صفحه اصلی | eslah | گزارش | د بدخشان ولایتي شورا:حکومت دې په بدخشان کې دوامدار عملیات وکړي

د بدخشان ولایتي شورا:حکومت دې په بدخشان کې دوامدار عملیات وکړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بدخشان ولایتي شورا:حکومت دې په بدخشان کې دوامدار عملیات وکړي

د بدخشان د ولايتي شورا يو شمېر غړي له مرکزي حکومته غواړي چې په دغه ولايت کې دوامدار نظامي عمليات وکړي.

په بدخشان ولايت کې د نامنيو د دوام په تړاو له پراخو مظاهرو ورسته، د دې ولايت د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، له امنيت پرته به د بدخشان خلک د هېڅ ډول پرمختګ شاهدان نه وي.

له دې ډلې عبدالله ناجي نظري ازادي راډيو ته ويلي چې حکومت دې د دې ولايت د نا امنو ولسواليو د امنيت د ټينګښت لپاره، پراخ عمليات ترسره کړي.

ښاغلي نطري وايي:

"هغه څه چې د بدخشان خلکو ته مهم دي، امنيت دي او تر هغې چې امنيت نه وي، موږ هېڅ هم نشو کولاي، دوه کاله کېږي چې دوه ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي، دا شان د جرم، راغستان او کوهستان ولسواليو ځېنې برخې او د تګاب ولسوالۍ ځيني کلي هم د طالبانو په لاس کې دي، حکومت د دوامدارو عملياتو لپاره بدخشان ته الوتکې او د کومانډو ځواکونو ځانګړې قطعې ولېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د وردوج ولسوالۍ چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، زياتره اوسېدونکو يې تېره ورځ د يوه لاريون په ترڅ کې په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د لمنځه وړلو غوښتنه وکړه.

له دې وړاندې هم، سيمه ييزو چارواکو، د ولايتي شورا غړو او عامو خلکو په بدخشان ولايت کې د نا امنيو د زياتېدو په اړه شکايتونه کړي.

د بدخشان ولايت د مدني فعالانو په خبره، په ورستيو کلونو کې غېرمسؤل وسله وال او مخالفين په دې هڅه کې دي چې د دې ولايت طبيعي زېرمې تر خپل کنټرول لاندې وساتي او د ځان لپاره يې د تمويل وسيله وګرځوي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، د دفاع وزارت د پلان له مخې ټولې هغه ولسوالۍ او سيمې چې د طالبانو ترکنټرول لاندې دي، د طالبانو له حضوره به يې پاکې کړي.

ښاغلي وزيري وويل:

"په ټول افغانستان کې يوازې ۹ ولسوالۍ د دوښمن په لاس کې دي چې د بېرته نيولو لپاره يې پلانونه لرو، لکه څنګه چې مو د هلمند د ناوې ولسوالي بېرنه ونيوله، په خاک افغان کې مو دوښمن په شا وتمباوه، په کندز کې مو ولسوالۍ له دوښمن څه پاکې کړي، داسې پلانونه د ټولو ولسواليو لپاره لرو. "

بدخشان ولايت د چين، پاکستان او تاجکستان سره ګډه پوله لري او د دې ولايت د ولايتي شورا استازي وايي، که په دغه ولايت کې د روانو نا امنيو مخه ونه نيول شي، نو نورو ولايتونو ته به هم د نا امنيو څپې خپرې شي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتونو له پيلېدو سره به وسله وال مخالفين له ماتې سره مخ شي.

  واصل وصال

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha