صفحه اصلی | eslah | گزارش | د افغانستان حکومت د سولې په اړه د اروپايي اتحاديې د نوې ستراتېژۍ له طرحې هرکلی وکړ

د افغانستان حکومت د سولې په اړه د اروپايي اتحاديې د نوې ستراتېژۍ له طرحې هرکلی وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان حکومت د سولې په اړه د اروپايي اتحاديې د نوې ستراتېژۍ له طرحې هرکلی وکړ

د افغانستان جمهوري رياست د سولې په اړه د اروپايي اتحاديې د نوې ستراتېژۍ طرحه د افغانستان لپاره مهمه بولي او په هېواد کې د روانو ستونزو د هواري لپاره‌يې پر اغېزمن رول ټينګار کوي.

د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه‌پال وايي چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو نظر او ليدلوري د افغان حکومت لپاره ډېر مهم او د پام وړ دي.

نوموړي زياته کړه: "د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه زموږ نړيوال شريکان دي، د دوي ستراتېژي او ليدلوري د افغانستان د ثبات او امنيت لپاره ډېر مهم دي او موږ يې هرکلي کوو."

ښاغلي مينه‌پال دا شان وويل چې د افغانستان حکومت اروپايي ټولنې ته د اصلاحاتو د پلي کولو ډاډ ورکړي او اروپايي ټولنه د افغانستان سره دوامدارو همکاريو ته ژمنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي اتحاديې په افغانستان کې د امن او سوکالۍ لپاره د نوې ستراتېژۍ طرحه وړاندې کړې ده او په افغانستان کې يې د سولې او سوکالۍ ملاتړ کړي دي.

دغې اتحاديې په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د سيمې او نړيوالې ټولنې کلک ملاتړ حياتي بللي او ويلي دي چې افغانان په دې برخه کې پر اروپايي ټولنې حساب کولاي شي.

د دې ټولنې د نړيوالو همکاريو او د پراختيا د چارو کمېشنر «نيوين ميميڅه» ويلي چې افغانستان يوازې نه‌دي او دوي به له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي څو دا يقيني شي چې د کلونو لاسته راوړنې له لاسه ونه‌وځي.

د يادې ستراتېژۍ د طرحې څو مهم ټکي چې د اروپايي اتحاديې په وېب‌پاڼه کې خپاره شوي په دې ډول دي:

په افغانستان کې د سولې او سيمه‌ييز امنيت د هڅو ملاتړ.

د قانون د واکمنۍ او بشري حقونو پراختيا.

د اقتصادي او بشري چارو پرمختګ او ښه‌والي.

په ورته وخت کې د نړيوالو اړيکو يو شمېر افغان کارپوهان بيا وايي، اروپايي اتحاديه بايد په دغې ستراتېژۍ کې د جګړې پر ځاي د روغې جوړې او مصالحې موضوع ته لومړيتوب ورکړي.

له دې ډلې سيد خالد سادات وويل: "موږ په يو داسې مقطع کې قرار لرو چې له ازمايښت نه تېرېږو او دا د دې معني لري چې که موږ غواړو په راتلونکي کې يوه ډموکراتيکه ټولنه ولرو نو دا طرحه ډېره مهمه ده، خو له دې نه اخوا ته په جګړې تمرکز کول د ډموکراتيکو ارزښتونو خلاف بولمه."

د دغې طرحه شوې ستراتېژۍ پر موادو به د اروپايي اتحاديې ټول غړي او د اروپا پارلمان په راتلونکو اوونيو کې بحث او خبرې کوي، له هغې وروسته به‌يې مواد د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې په نوې ستراتېژۍ کې چې ډېر ژر به نهايي شي راغونډېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha