صفحه اصلی | eslah | ولایات | د لوی کندهار ځوانانو شورا: حکومت باید د امریکا له ستراتیژۍ نه پوره ګټه واخلي

د لوی کندهار ځوانانو شورا: حکومت باید د امریکا له ستراتیژۍ نه پوره ګټه واخلي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لوی کندهار ځوانانو شورا:  حکومت باید د امریکا له ستراتیژۍ نه پوره ګټه واخلي

د لوي کندهار ځوانانو شورا د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا ستراتيژي مهمه او هر اړخيزه وبلله او ټينګار يې وکړ چې له رامنځته شوي فرصت څخه افغانستان بايد پوره ګټه واخلي.

د دغې شورا رئيس جاويد فيصل د پنجشنبې په ورځ د لوي کندهار د ځوانانو شورا په پرانيست غونډه کې د امريکا نوې ستراتيژۍ ته په اشاره وويل: "د لوي کندهار د ځوانانو شورا د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د نوې ستراتيژۍ ملاتړ کوي، ځکه دا د نړۍ د يو ستر ځواک امريکا د يو ستراتيژک شريک په توګه په سيمه او نړۍ کې افغانستان ته سياسي او حقوقي وزن ورکوي."

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرامپ د اګست پر۲۱ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا نوې ستراتيژۍ اعلان کړه او په هغه کې يې د افغان امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ د دوام او د وسله والو مخالفينو د ماتي ژمنه وکړه.

ډونالد ترامپ له پاکستان غوښتي چې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي او د لوي کندهار د ځوانانو شورا د غونډې وينا وال حميدزي لالي وويل، هر هغه څوک چې د دغې ستراتيژۍ خلاف دي هغوي د بهرنيانو ايجنټان دي.

نوموړي زياته کړه: "هغه څوک چې د دغې ستراتيژۍ خلاف وي، هغه به ايران، پاکستان او يا به د روسانو ايجنټان وي."

د همدې غونډې بل ګډونوال او د ولسمشر سلاکار داوود ګلزار وويل، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا نوې ستراتيژۍ له اعلان نه وروسته په پاکستان کې د وسله الو طالبانو لپاره ځاي نشته.

ښاغلي ګلزار پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې لاره خپله کړي او له جګړې لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه: "بيا هم په خپلو افغان طالبانو باندې غږ کوو چې د سولې لار خپله کړي سولې ته ترجيح ورکړي له دې څخه دې نه مطمئن کېږي چې اوس به هم دوي په پاکستان کې خوندي وي."

څه موده وړاندې په کندهار کې د يوې غونډې په ترڅ کې ولسونو هم د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا له ستراتيژۍ څخه هرکلي کړي و.

د لوي کندهار د ځوانانو شورا چې د زابل، کندهار، هلمند، ارزګان او نيمروز ځوانان په کې را ټول شوي د جاويد فيصل په مشري يې د پنجشنبې په ورځ د خپل موجوديت اعلان وکړ.

جاويد فيصل په پرانيست غونډه کې وويل د دغې شورا هدف د لوي کندهار د ځوانانو تنظيم، کاري زمينې، د ښوونې لپاره ورته لازمې اسانيتاوې برابرول، مطالعې او پرمختګ ته د ځوانانو هڅول دي.

  رحمت الله افغان

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha