صفحه اصلی | eslah | ولایات | ولایتي شورا: ارزګان کې ۸۰ زره جريبه ځمکه زورواکانو غصب کړې

ولایتي شورا: ارزګان کې ۸۰ زره جريبه ځمکه زورواکانو غصب کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولایتي شورا: ارزګان کې ۸۰ زره جريبه ځمکه زورواکانو غصب کړې

ارزګان ولايت کې د ولايتي شورا مسؤلينو وايي چې په دغه ولايت کې څه باندې ۸۰ زره جريبه دولتي ځمکه له تېرو ۱۶ کلونو راهيسې د زورواکو په لاس کې ده. د دې ولايت د ولايتي شورا رئيس امير محمد بارکزي وايي، مرکز او ولسواليو کې يو شمېر لوړپوړو چارواکو پخوانيو جهادي قوماندانانو پر دولتي ځمکو خېټه اچولې چې په خبره‌يې د ارزګان ولايتي اداره په دې ولايت کې يو جريب دولتي ځمکه هم نه‌لري.

نوموړي وايي، ارزګان کې زياتره ولايتي ادارې کرايي کورونو کې ورځنۍ چارې مخ ته وړي.

"ارزګان کې ۴۰۰۰، ۵۰۰۰ جريبه دولتي ځمکه يو کس غصب کړې، تاسې وګورئ ارزګان کې د پوهنتون د ودانۍ لپاره دولت اوس ځمکه نه‌لري، نو زموږ له مرکزي حکومته دا هيله ده چې دغه ځمکه دې د دغه زورواکو څخه واخلي."

بارکزي وايي، په دې اړه ولايتي ادارې کابل ته راپورونه ورکړي خو لا ځواب‌يې نه‌دي موندلي.

له دې سره په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبيدالله بارکزي وايي چې د ځمکو د غصب موضوع کې خپله ولايتي اداره ضعيفه ده او غاصبين هم ولايتي چارواکو سره نېږدې اړيکې لري.

نوموړي له دولته غوښته وکړه چې ژر دې دغه غاصبين د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي زياته کړه:

"ولايتي ادارې ته هم معلومه ده چې ارزګان ولايت کې دولتي ځمکه چا غصب کړې، د ارزګان هر يوه کس ته هم معلومه ده، خو دولت خپله نه‌غواړي چې د دغو زورواکو له منګولو دغه ځمکه خلاصه کړي."

په ورته وخت کې د ارزګان د والي مرستيال عبدالواحد پټان هم د ولايتي شورا دغه څرګندونې مني، وايي چې اوس ارزګان کې امنيتي حالات خراب دي او کله چې دې ولايت کې امن راشي نو ډېر ژر به د ځمکو غاصبين د قانون منګولو ته وسپارو.

پټان زياته کړه:

"واقعيت دي چې ارزګان ولايت کې دولتي ځمکې د زورواکو له‌خوا غصب شوي، زموږ ولايتي اداره خپله په دې اړه معلومات لري، هغه هم د هغه کسانو له‌خوا غصب شوي چې قوماندانان وو او يا يې هم د لوړپوړو چارواکو سره نېږدې اړيکې درلودې."

پټان وايي چې اوس‌يې يو شمېر ځمکې د غاصبينو څخه خلاصې کړي چې په‌کې عملاً پارکونه او دې ته ورته د نورو دولتي ودانيو د جوړېدو کارونه‌ روان دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha