صفحه اصلی | eslah | ولایات | کندهار چارواکي وايي ۱۳۰۰ طالب وسله‎والو جګړه پرېښې

کندهار چارواکي وايي ۱۳۰۰ طالب وسله‎والو جګړه پرېښې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کندهار چارواکي وايي ۱۳۰۰ طالب وسله‎والو جګړه پرېښې

په کندهار کې د سولې شورا خبر ورکوي چې په دې ولايت کې شاوخوا ۱۳۰۰ طالب وسله‎والو جګړه پرېښې او په خپله خوښه‌يې عادي ژوند پيل کړي.

د کندهار د سولې شورا د ولايتي کمېټې مشر عطا محمد -احمدي وايي چې د ولسواليو په سطحه د دوي سيمه‌ييزې کمېټې په دې توانېدلي چې يو شمېر وسلهوال راضي کړي څو خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او عادي ژوند کولو ته راوګرځي.

د احمدي په وينا شاوخوا ۲۰۰ وسلهوال چې يو شمېر يې د لوړې کچې قوماندانان په‌کې شامل دي په رسمي ډول د سولې د پروسې سره يوځاي شوي او شاوخوا ۱۳۰۰ نورو طالب وسلهوالو جګړه پرېښې او په خپله خوښه‌يې عادي ژوند پيل کړي.

ښاغلي احمدي زياته کړه: "په ولسواليو کې زموږ د کمېټو په همکاري او د دوي د خپلوانو لهخوا تبليغ ورته شوي اوس چې په کور کېناستلي شمېر يې ۱۳۰۰ يا اضافه تر دې دي."

د سولې د شورا ولايتي مشر ښاغلي احمدي وايي، هغه کسانو چې له جګړې لاس اخيستي او عادي ژوند يې پيل کړي يو شمېر يې د کار او ټولنيزو چارو رياست په مرسته حرفوي کورسونو ته د کسب زده کولو لپاره معرفي شوي او يو شمېر نورو د خپل ژوند او امنيت په خاطر ځانونه نهدي ښکاره کړي.

ښاغلي احمدي زياته کړه: "موږ د دوي په خوښه کارونه پيدا کړي ځينې مو کسب زده کولو ته معرفي کړي ځينې چې سواد يې نهدرلود ښاروالۍ ته د کار کولو لپاره معرفي کړي دي."

د سولې شورا سيمه‌ييز مشر دغه‌راز وايي چې په دې وروستيو کې له دوي سره د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو او د روسيې سره د دغه ډلې د اړيکو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د وسلهوالو تماسونه زيات شوي.

نوموړي په ټينګار سره وايي چې د حکومت زيات وسلهوال مخالفين د سولې پلويان دي خو دوي د خپل امنيت په اړه اندېښنه لري.

کارپوهان په سيمه‌ييزه کچه د وسلهوالو مخالفينو سره د سولې شورا دغه ډول تماسونه ګټور بولي.

د کارپوهانو په باور که څه هم د افغان دولت او وسلهوالو مخالفينو تر منځ د لوړې کچې خبرې د نامعلومو دلايلو په وجه درېدلي خو کندهار کې د سولې د بهير سره د وسلهوالو يوځاي کېدل د دغه ولايت او ګاونډيو ولايتونو پر امنيت کولاي شي اغېز وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha