صفحه اصلی | eslah | ولایات | غزني کې د 'جنسي غولوونکو' ډله نيول شوې

غزني کې د 'جنسي غولوونکو' ډله نيول شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
غزني کې د 'جنسي غولوونکو' ډله نيول شوې

د غزني امنيتي چارواکي وايي د هغې ډلې غړي يې نيولي چې د خلکو په غولولو سره به يې له هغوي باج اخيست.

وروسته يې د دغو فلمونو د خپرولو د ګواښ له لارې له قربانيانو ډېرې پيسې اخيستلې.

د غزني امنيه قوماندان امين الله امرخېل په وينا، دغې درې کسيزې ډلې هغه چارې ترسره کړې چې د ويلو نه دي.

د پوليسو په وينا، دغې ډلې د سوداګرو په ګډون يو شمېر کسان غولول او بېلابېلو ځايونو ته يې وړل چې پټې کمرې پکې لګېدلې وې. د بېلګې په توګه په ساعت کې پټه لګېدلې
 کامره
.

ښاغلي امرخېل وايي دغې ډلې خپلو قربانيانو ته د ناوړه کارونو زمينه برابروله او فلم يې ترې اخيست:

"زموږ ځينې سوداګر او هېوادوال يې غولول، خونو ته يې بېول چې راشئ موږ ستاسو توکي په دې بيو اخلو. فلمونه يې شته، هلته به يې ښکلي هلکان کېښنول چې لاس به يې ورسره اچاوه. يو شمېر کسانو په دغو خونو کې له هغو هلکانو سره چې دوي ترې ناوړه ګټه اخيسته ځينې بد کارونه هم کړي دي".

دغې ډلې وروسته تر هغه چې له قربانيانو فلم اخيست، نو په جعلي سندونو به يې ځان د امنيتي ځواکونو غړي ورپېژندل او هغوي چې په بد حالت کې فلم ترې اخيستل شوي اړ شوي چې ان تر ۱۲۰ زرو ډالرو
ورکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې که قرباني شويو کسانو هم تېروتنې کړې وي له هغوي سره به څه کيږي.

د غزني امينه قوماندان وايي، له دغې ډلې شاوخوا ۱۲۰فلمونه، کمپيوټرونه، هارډيسکونه او پټې کامرې ترلاسه شوې دي.

هغه دغه ډله مسلکي او ډېره منظمه وبلله.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha