صفحه اصلی | eslah | سیاست | د جمهوررئیس غني په مشرۍ له وچکالۍ ځپلو ولایتونو سره د مرستو د تعقیب غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ له وچکالۍ ځپلو ولایتونو سره د مرستو د تعقیب غونډه جوړه شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهوررئیس غني په مشرۍ له وچکالۍ ځپلو ولایتونو سره د مرستو د تعقیب غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ له وچکالۍ ځپلو ولايتونو سره د شويو مرستو د تعقيب او د لا ډېرو مرستو د رسېدو په موخه پرون غرمه په ارګ کې غونډه جوړه شوه.

په پيل کې د کرنې او مالدارۍ وزير نصيراحمد دراني د وچکالۍ له امله د زيانمنو شويو ولايتونو د وضعيت او د شويو مرستو د څرنګوالي په اړه جمهور رئيس ته معلومات ورکړل. هغه زياته کړه، يادو ولايتونو ته لومړنۍ مرستې رسېدلي او دغه لړۍ لا دوام لري.

دغه راز د کليو پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي د کليو په کچه د وچکالۍ له امله د اوښتو زيانونو په اړه شوې سروې او معلومات د غونډې له ګډونوالوسره شريک کړل. هغه څرګنده کړه، د دغې سروې په اساس به د وچکالۍ ځپلو کليو اوسېدونکو سره مرستې تنظيم شي.

جمهور رئيس غني د کرنې وزارت له راپور او د کليو پراختيا وزارت سروې څخه په مننې وويل، د وچکالۍ له امله زيانمن شوي ولايتونه دې د وچکاليو د زيانونو د کچې په اساس درجه بندي او ژر تر ژره دې اړينې مرستې ور ورسول شي.

جمهور رئيس ټينګار وکړ، د وچکالۍ ځپلو ولايتونو له خلکو سره د لا ډېرو مرستو په موخه دې په نږدې راتلونکي کې اړوندو ادارو سره غونډه جوړه شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha