صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني د چارو ادارې د نوي رئیس د معرفي کېدو په مراسمو کې: نوی نسل د افغانستان د هوساینې او ثبات مسوولیت لري

جمهوررئیس غني د چارو ادارې د نوي رئیس د معرفي کېدو په مراسمو کې: نوی نسل د افغانستان د هوساینې او ثبات مسوولیت لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني د چارو ادارې د نوي رئیس د معرفي کېدو په مراسمو کې:  نوی نسل د افغانستان د هوساینې او ثبات مسوولیت لري

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني پرون سهار د جمهوري رياست د چارو ادارې د نوي رئيس د معرفي کېدو په مراسموکې چې په چهارچنار ماڼۍ کې پرځاى شوي و، ګډون او وينا وکړه.

د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړپه دغو مراسمو کې د جمهوررئيس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د جمهوري رياست د چارو ادارې د نوي رئيس په توګه د سيد عبدالوحيد قتالي د مقررۍ په اړه د جمهوررئيس فرمان ولوست، چې نوموړي ته په کې د لا برياليتوبونو هيله شوې وه.

د هېواد جمهوررئيس لومړي د ټولو وروستيو تروريستي پېښو په ځانګړي ډول د جلال اباد ښار د پېښې د شهيدانو روح ته دعا وکړه او ټينګار يې وکړ چې دغه پېښه به په هراړخيزه توګه وڅېړل شي او عاملين به يې مجازات شي.

جمهوررئيس غني د چارو ادارې نوي رئيس ته د نوي مسووليت مبارکي وويله او زياته يې کړه: په دې دنده کې د سيد وحيد قتالي عمده ټاکلو لامل دا دي چې هغه مسوول وګړي دي او په هرات ښاروالۍ کې يې د خپل تېر ماموريت په دوره کې په تعهد او سالم مديريت سره د همکارۍ مناسبه فضا رامنځته کړه.

جمهوررئيس غني د جمهوري رياست په چارو اداره کې د بنسټيزو اصلاحاتو راوړلو په خاطر د جمهوري رياست د عالي مقام دفتر د عمومي رئيس عبدالسلام رحيمي قدرداني وکړه. هغه د جمهوري رياست د چارو په اداره کې د ښاغلي رحيمي ماموريت وستايه او د هېواد د چارو ادارې د ښه والي په برخه کې يې د نوموړي  نه ستړې کېدونکې هڅې او اقدامات د قدر وړ وبلل.

جمهور رئيس زياته کړه: اوس د جمهوري رياست د چارو ادارې نقش بدل شوي او همداراز د جمهوري رياست نقش له فرد محور څخه پر بنسټ محور بدل شوي او دغه بنسټ پر جمهور رئيس متکي نه دي. ارګ د افغانستان هيڅ برخې پورې مربوط نه دي، بلکې د دغه هېواد فرد فرد پورې اړه لري او بايد ځواب ويونکي او مسوول وي.

جمهوررئيس څرګنده کړه، عالي شوراګانې، مشورې او د وضعيت ارزول د جمهوري رياست د ارګ کاري لومړيتوبونه دي او د عالي مقام د دفتر عمومي رئيس عبدالسلام رحيمي د دغو ټولو موضوعاتو په رامنځته کېدو کې اساسي ونډه لري. هغه زياته کړه،  د جمهوري رياست بنسټ کې د افغانستان د پرمختګ طرحې، د ملي يووالي ټينګښت او ژورې اړيکې جوړې او د اجماع له لارې اجرا کېږي.

همدا راز جمهوررئيس محمداشرف غني  د جمهوري رياست د چارو ادارې له مخکېني رئيس، داوود نورزي څخه په هغه اداره کې د اصلاحاتو بهير د دوام له امله مننه وکړه او  د نوموړي د کاري پروګرامونود موثر ګڼلو ترڅنګ يې، له هغه څخه په ياده اداره کې د کاري سيسټمونواو منظمې ټکنالوژۍ د رامنځته کېدو او د متخصصو کادرونو د جذب له امله قدرداني وکړه

جمهوررئيس دې ته په اشارې چې نن په ځوانانو پورې اړه لري وويل: زمونږ اساسي تعهد دا دي چې په ادارو کې نسلي بدلون رامنځته کړو، ځکه دغه نسل د افغانستان د هوساينې او ثبات مسووليت لري.

د هېواد جمهوررئيس د تېر نسل په ځانګړي ډول د افغانستان د خلکو د جهاد د دورې له هڅو چې د راتلونکي نسل لپاره يې د خدمت شرايط برابر کړي، مننه وکړه.

ورپسې د جمهوري رياست د چارو ادارې مخکېني رئيس داوود نورزي خبرې وکړې او د ادارو د ځوانولو په برخه کې يې د جمهوررئيس له تعهد څخه مننه وکړه وې ويل:  په ډېري ادارو کې په لوړو سطحو کې ځوانان مقرر شوي چې د چارو ادارې د عمومي رئيس په توګه د ښاغلي قتالي مقرري بل ګام دي.

نورزي زياته کړه، په دغه حکومت کې ځوانان د واسطې پر بنسټ نه، بلکې د علم او تجربې په اساس مقرر شوي دي. هغه د چارو ادارې نوي رئيس ته د مبارکۍ ترڅنګ ژمنه وکړه چې د دې ادارې د نوي رئيس سره به همکاري کوي.

وروسته د جمهوري رياست د چارو ادارې نوي رئيس په خپلو خبرو کې د جمهوررئيس له لوري پر ځوان نسل د ښه باور او ځوانانو ته په لوړه کچه د کاري فرصتونو د برابرولو له امله قدرداني وکړه. هغه ډاډ ورکړ چې د جمهوررئيس د ليدلوري په اساس به ورسپارل شوې چارې مخته يوسي.

د چارو ادارې عمومي رئيس وويل، په ۲۰۱۴ کال کې خلکو داسې تصور کاوه چې د افغانستان دوام له ګواښ سره مخ کېږي، خو له ټولو ستونزو سره سره، تاسې د دي لامل شوئ چې په دغه هېواد کې سياسي، مدني ژوند، ولسواکي او ښه حکومتوالي دوام پيدا کړي او دا به تاريخ هېر نه کړي.

قتالي ډاډ ورکړ، چې د رامنځته شويو فرصتونو څخه په استفادې به په جدي اراده، قوي او صادقانه ډول کار وکړي، ترڅو ټول خلک خپل ځانونه د حکومت په هېنداره کې وويني. هغه ټينګار وکړ تور زړو ته به د دې اجازه ورنه کړو چې ستاسې ليدلوري او د لارې نقشه چې  د افغانستان د ثبات او هوساينې لپاره ملي او سراسري فضا ده، وننګوي.

د جمهوري رياست د چارو ادارې نوي رئيس وويل، د جمهوررئيس ليدلوري او پر ځوان نسل د هغه باور موږ ته لازياته انګېزه راکوي چې تل د مبارزې او سياست په ډګر کې حضور ولرو او د خپلو خلکو خدمت وکړو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha