صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني: د اساسي قانون ارزښتونه د ښځو له ونـډې پرته نشي عمـلي کېـدای

جمهوررئیس غني: د اساسي قانون ارزښتونه د ښځو له ونـډې پرته نشي عمـلي کېـدای

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني: د اساسي قانون ارزښتونه د ښځو له ونـډې پرته نشي عمـلي کېـدای

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني پرون سهار د “مسوول وګړي او ځواب ورکوونکي حکومت، په ګډه همکارۍ د سالمي ټولنې ښکارندوي دي” تر نامه لاندې د ښځو پنځم بين‌المللي سمپوزيم په خپلې وينا پرانيست.

دغه مراسم چې  د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د هېواد د لومړۍ مېرمنې، د کابينې د غړو، سفيرانو او د يونما د استازي او د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د فعالو ښځو په ګډون جوړ شوي ؤ، په پيل کې د هېواد لومړۍ مېرمن د دغه سمپوزيم موخه د ښځو پر عمده مسايلو بحث وباله.

جمهوررئيس غني په هېواد کې وروستيو تروريستو بريدونو ته اشاره وکړه، وې ويل: زمونږ خلک په وير ناست دي او وروستي تروريستي بريدونه پر ځانګړي قشر او ډلې بريد نه بلکې پر ملي او اسلامي ارزښتونو، ولسواکۍ او زمونږ پر ازادۍ بريد و.

هغه زياته کړه، د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ د دښمنانو ناوړه نيت دا دي چې ۴۰ کلن بحران دوام پيدا کړي او هغوي دا تروريستي بريدونه کوي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره مفکوره نه لري، بلکې په فتنې سره غواړي د بې ثباتي لامل شي.

جمهوررئيس غني د افغانو ښځو د پينځم بين‌المللي سمپوزيم د جوړېدو له کبله د ښځينه اتحاديو او فعالو ښځو له نوښت او په دې برخه کې له بين‌المللي همکارانو له همکارۍ مننه وکړه.

هغه د وطنوالۍ د مسووليت په اړه وويل، دا ټولنيز تعهد او قرارداد دي چې برابر حقوق او وجايب غواړي او د وطنوالۍ لومړنۍ اصل د اساسي قانون درلودل او هغه ته تعهد دي. جمهوررئيس وويل، اساسي قانون د ثبات مسئله حل کړې ده، ځکه چې به د خلکو په ارادې نظام جوړيږي.

جمهوررئيس د سمپوزيم ښځينه ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: ستاسو حضور تروريستانو ته دا پيغام رسوي چې وطن سره مينه لري او تاسې په ګډې همغږۍ او همکارۍ خپلو کې بحث کوئ. افغانه ښځه شاته تګ نه کوي او بيا به له مادي او معنوي فقر سره نه مخ کېږي، افغانه ښځه حضور لري او پايداره به وي.

جمهوررئس محمداشرف غني څرګنده کړه، زمونږ دولتي فرهنګ لا هم د ښځې خلاف( زن ستيز) دي، افغانې ښځې ته د دويم موجود ګومان مه کوئ، افغانه ښځه لومړۍ درجه شخصيت ده.

جمهوررئيس غني مدني حقوقو ته په اشارې وويل، مدني حقوق د اجتماعي قرارداد تر ټولو عمده بحث دي او د محاکمو په چوکاټ کې تامينېداي شي، که چېرې زمونږ محکمې عادلانه نه وي، د ټولنې نظم له خطر سره مخ کېږي. جمهوررئيس د مدني حقوقو پايښت د خلکو په عامه مشارکت کې وباله.

هغه وويل، سياسي حقوق د وطنولۍ يا ښاروندوۍ له فعالې ونډې پرته نه شي تامينداي او زمونږ خلک بايد تېر ازاد بحثونه وارزوي، له اوسنيو شرايطو استفاده او راتلونکي لپاره پرېکړه وکړي. جمهوررئيس زياته کړه، فقر د ثبات بنيادي دښمن دي او د اقتصادي حقوقو تامين ستونزمن دي.

هغه زياته کړه، د حکومت ته  پر ضوابطو د روابطو ميراث پاتې دي او د وطنولۍ مسووليت دا دي چې ضوابطو ته پر روابطو لومړيتوب ورکړي او په دې برخه کې ټول اجماع ته ورسېږو.

د هېواد جمهوررئيس، هويت او ژبه د فرهنګي حقوقو برخه وبلله وې ويل، دا حقوق زموږ په اساسي قانون کې تسجيل شوي دي او پر متوازن انکشاف ټينګار کوي چې پکې ټولې سيمې، ښځې، نارينه او ځوان نسل په واضح چوکاټ کې مطرح شوي دي. همدارنګه هغه دې ته په اشارې چې زموږ د نظام شکل د راتلونکي لوري په اساسي قانون کې تعينوي وويل، زموږ اساسي قانون د ۱۰۰ کلنې مجادلې پاي دي او زموږ دنده د هغې عملي کېدل دي. جمهوررئيس څرګنده کړه زموږ د حکومتوالۍ فرهنګ تر اوسه د اساسي قانون مطابق نه دي.

جمهوررئيس غني د سياست تجارتي کېدل ستره ننګونه وبلله او ټينګار يې وکړ چې سياست دې د پانګونې او سوداګرۍ په بستر نه بدلېږي او هر هغه څوک چې غواړي سوداګر او مالداره شي خپله انرژي دې د سياست په برخه کې نه، بلکې د سوداګرۍ په برخه کې مصرف کړي.

د هېواد جمهوررئيس د نفاق پر له منځه وړلو ټينګار وکړ وې ويل، د هېوادوالو مسووليت دي چې کار اهل کار ته د سپارلو په برخه کې پوښتنه وکړي او نااهله خلک دې نه مني. هغه زياته کړه هېوادوال بايد د مثبتې او منفي آزادۍ ترمنځ تفکيک ومني.

جمهوررئيس په دې اړه وويل، مثبته ازادي د ټولنيزې او فرهنګي پانګونې د پراختيا لامل کېږي او چاته زيان نه رسوي، خو منفي ازادي نورو ته زيان رسوي او د دې لامل ګرځي چې واقعيتونه برعکس منعکس شي.

جمهوررئيس غني وويل، د منفي ازادۍ سانسورول د دولت مسووليت نه دي او هېوادوال بايد د منفي ازاديو پر وړاندي يو موټي مبارزه وکړي چې هېواد ثبات ومومي. مسوول وطنوال بايد د عدل او انصاف تله ولري.

جمهوررئيس وويل، د وطنوالو له ونډې او مشارکت پرته سياست او اقتصاد نه پياوړي کېږي او وطنوال بايد له يوه بل سره مرتبط او منسجم وي، ځکه بالفعله قوه د هېوادوالو په يووالي پورې اړه لري. قوت په اتحاد کې دي نه په يوازيتوب کې، ځکه اتحاد او انسجام د ثبات لامل ګرځي.

جمهوررئيس غني زياته کړه د ښځو له ونډې پرته د اساسي قانون ارزښتونه نه عملي کېږي او افغان ښځه د پايداره سولې او ثبات په راوستو کې اساسي رول لري. هغه په ټاکنېزو پروسو کې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو ګډون مهم وباله.

جمهوررئيس د پوهنې پر کيفيت ټينګار وکړ وې ويل، په دې برخه کې پانګونه کولاي شي پنځو راتلونکو نسلونو ته تغيير ورکړي او دا مسووليت او رسالت زموږ د ټولو دي. هغه زياته کړه اصلاحات د خلکو د هوساينې او ولسواکۍ د بنسټي کولو په خاطر دي او بايد له فساد سره مبارزه وشي.

هغه زياته کړه، افغانستان استبدادي کورني او ديکتاتوري حکومتونه تجربه کړي دي چې نور کار نه ورکوي، اوس د افغانستان ستر ملت اراده لري چې د ټاکنو له لارې نظام رامنځته کړي.

جمهوررئيس محمداشرف غني وويل، اساسي قانون ته په کتو زما دنده د ۱۳۹۸ کال د جوزا/غبرګولي په لومړۍ نيټه پاي ته رسېږي او د اکنو د ارزښت ترڅنګ يې له خلکو وغوښتل چې په ټاکنېزو بهيرونو کې فعاله ونډه او پراخ ګډون ولري.

هغه ټينګار وکړ، هر څوک چې ټاکنې تخريبوي، ثبات تخريبوي، ځکه وروستي تروريستي بريدونه زموږ پر ټاکنو او سياسي ثبات بريدونه وو.

جمهوررئيس وويل د اصلاحاتو په برخه کې بايد اجماع ته ورسېږو او دا حتمي ده، ځکه شپږ کاله وروسته له افغانستان سره بين‌المللي تعهدات پاي ته رسېږي او افغانستان بايد پر خپلو پښو ودرېږي. د وطنولۍ تر ټولو مهمه ځانګړنه مالکيت او د مسووليت منلو حس دي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha