صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني: د څارنوالۍ استقلال د امنیت او ثبات لپاره مهم اصل دی

جمهوررئیس غني: د څارنوالۍ استقلال د امنیت او ثبات لپاره مهم اصل دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني: د څارنوالۍ استقلال د امنیت او ثبات لپاره مهم اصل دی

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني پرون ماسپښين د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې “ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي ملي کنفرانس” په غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

دغه ملي کنفرانس چې د لوي څارنوالۍ په نوښت جوړ شوي وو، د هېواد د لومړۍ مېرمن په شمول يو شمېر لوړو پوړو دولتي چارواکو او څارنوالانو هم په کې ګډون کړي وو، په پيل کې د افغانستان

 لوي څارنوال محمدفريد حميدي د دغه کنفرانس د جوړېدو او پايلو په اړه معلومات وړاندې کړل، له جمهوررئيس او د هېواد له لومړۍ مېرمن څخه يې د ملاتړ له امله مننه وکړه.

لوي څارنوال محمد فريد حميدي وويل، عدالت ته لاسرسي مهم دي، ځکه زموږ  زيات تمرکز به په ناامنو ولسواليو کې د عدالت پر تامين وي. هغه هيله وښوده چې د دغو ۲۴۲ نويو ګومارل شويو څارنوالانو چې ۹۳ په کې ښځې دي د کار له پيلولو سره به عدالت ته د ښځو لاسرسي زيات شي.

لوي څارنوال وويل، پخوا د څارنوالانو د ستاژ او عملي زده کړو دوره يوازې تر کابل محدوده وه، خو اوس دغو څارنوالانو دوه مياشتې کابل او شپږ مياشتې په خپلو ولايتونو کې دا دوره بشپړه کړه او دا يې يوه لويه لاسته راوړنه وبلله.

هغه وويل د دغو څارنوالانو په ګومارنې سره به په ۱۷ولسواليو کې چې تر دې مهاله په کې څارنوالۍ فعالې نه وې، فعالې شي او په نږدې راتلونکې کې به په پنځوس نورو ولسواليو کې دېته ورته څارنوالۍ فعالې او په مجموع کې به په ۲۹ولايتونو کې ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي څارنوالۍ فعالې شي.

ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني، په پيل کې نويو ګمارل شويو څارنوالانو په ځانګړې ډول  ۹۳ ښځينه څارنوالانو ته، مبارکي ورکړه، وې ويل: تاسې ښځې او نارينه څارنوالان هغه څوک ياست چې د ګډ ليدلوري په درلودلو سره به د هر ډول تاوتريخوالي مقابل کې درېږئ.

جمهوررئيس غني د عدالت، د قانون حاکميت او شفافيت د تامين په برخه کې د لوي څارنوال د هلوځلو مننه وکړه، وې ويل: د لوي څارنوالۍ او قضاييه قوې استقلال ډېر مهم دي، نن تاسې ته مهمه تحفه درکول شوه او هغه قران شريف دي چې زه هر وخت ورته مراجعه کوم، ځکه خو دښمنان زما اراده نشي ماتولي، دغسې بايد ستاسو اراده هم استواره وي.

 جمهوررئيس زياته کړه، تاسې يوازې د څارنوالۍ مامورين نه ياست بلکې تاسې د شريعت او عدالت پلي کوونکي ياست، اساس عدالت دي که عدالت نه وي د کايناتو نظم ماتېږي ، ځکه د څارنوالۍ استقلال د امنيت او ثبات لپاره مهم اصل دي او کله چې عدالت تامين شي جنګ څنډې ته کېږي.

جمهوررئيس په ټولنه کې د ښځو نقش ته په اشارې هغوي ته په خطاب کې وويل، موږ څلوېښت کاله ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل، خو تاسې بايد دا حالت بېرته په څلورو کلونو کې جبران کړئ، افغان ښځې د نوي افغانستان استازې دي چې په ملي اسلامي ارزښتونو سمبالې دي. هغه زياته کړه، تاسې له جنګه ثبات او له تاوتريخوالي سولې ته د انتقال نسل ياست.

جمهوررئيس  نويو ګمارل شويو څارنوالانو ته په خطاب کې وويل، زما پيغام ولس ته ورسوئ چې ټاکنې کېدونکي دي او په کې پراخ ګډون وکړئ. هغه د قانون د حاکميت په برخه کې د يو نوي بحث د ايجاد پر اړتيا ټينګار وکړ او د قانون د حاکميت لپاره يې ټاکنې لازمي وبللې.

جمهوررئيس محمداشرف غني زياته کړه: که اقتدار د ولس په خوښه نه وي او اصلاحات له پاسه شروع نشي او چارواکي د قانون څخه ځانونه پورته وګڼي دولت خپل مشروعيت له لاسه ورکوي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha