صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني د لومړنۍ برېښنایي تذکرې په اخیستو سره رسماً دغه بهیر پیل کړ

جمهوررئیس غني د لومړنۍ برېښنایي تذکرې په اخیستو سره رسماً دغه بهیر پیل کړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني د لومړنۍ برېښنایي تذکرې په اخیستو سره رسماً دغه بهیر پیل کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د لومړنۍ برېښنايي تذکرې په اخيستو سره رسماً د برېښنايي تذکرو د وېش بهير پيل کړ.

په دغه مناسبت چې د نفوسو د احوالو د ثبت په اداره کې کوم مراسم جوړ شوي و، په پيل کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې رئيس همايون محتاط وويل: وياړو چې افغانستان د سټنډرډ او بين المللي معياري کارتونو د لرلو له پلوه د لويو پرمختللو هېوادونو لکه آلمان، سنګاپور او ماليزيا په کتار کې شاملېږي.

هغه وويل، د برېښنايي تذکرو وېش به د هر افغان په ژوند کې د شفافيت، اقتصادي ودې او ټاکنيزو پروسو له پلوه مثبتې پايلې ولري.

جمهوررئيس محمد اشرف غني د برېښنايي تذکرې له اخيستو وروسته خبرې وکړې وې ويل: په ۲۱ پيړۍ کې حکومتوالي، اقتصاد او په ځانګړي ډول خدمتونه د معلوماتو پرته نه شي ترسره کېداي.

هغه په دې اړه چې  برېښنايي تذکرې کومې اسانتياوې برابروي، وويل: کله چې د واده د سند تثبيت ۱۳ ورځې وخت نيسي، د برېښنايي تذکرې څخه په استفادې په څو دقيقو کې  دغه بهير او نور ټول بنيادي مسايل  حل کېږي.

جمهوررئيس دې ته په اشارې چې ولې يې نن د برېښنايي تذکرو د ويش د پيل لپاره ټاکلې وويل: دا د تروريستي پېښې په خاطر وه او ډېر احتمال لري چې د دوشنبې ورځې ځان مرګي به جعلي تذکره درلوده. له همدې امله زما لپاره تر ټولو مهمه پرېکړه د افغانستان د خلکو امنيت دي چې پوه شو څوګ افغان دي او د هغه په ټولو اسنادو کې بايومټريک دا ثابتوي چې د کوم ځاي دي او څه مخينه لري.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، ترهګر له جعلي تذکرې استفاده کوي او دغه کار زموږ د ټولو هېوادوالو امنيت له خطر سره مخ کوي. هغه ټينګار وکړ، چې د ټولو افغانانو او هېوادوالو د ځان او مال ساتنه د دولت بنيادي دنده ده او بايد ترسره  شي.

جمهوررئيس وويل، شهيد مسعود به په وياړ ويل، زه مسلمان او افغان يم. هغه زياته کړه، دا زموږ ملي او ولسي هويت او د يووالي ټکي دي.

جمهوررئيس زياته کړه: د الکترونکي تذکرو پيل په دې معنا نه دي چې کاغذي تذکرې به درېږي، بلکې دا دواړه پروسې به موازي ترسره کېږي او اړتيا ده چې پوه شو دا دواړه پروسې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې له خوا په پوره امانت دارۍ په مخ وړل کېږي.

محمداشرف غني څرګنده کړه، نن د نظام جوړونې په لور يو مهم ګام واخيستل شو، داسې نظام چې د اساسي قانون له سپارښتنو سره سم متوازن پرمختګ عملي کړي، متوازن انکشاف په دې معنا دي چې جغرافيايي معلومات راټول او پلان جوړ کړاي شو چې مهمې پايلې به يې د بودجې لګښت وي.

جمهوررئيس غني د الکترونيکي تذکرې مثبتو اغيزو ته په اشارې وويل، ټاکنې د يو ولسواک نظام مهمه برخه جوړوي، چې له جبر او زور پرته د خلکو په رايو کېږي او دا يوه اړتيا ده چې ټول افغانان تذکرې واخلي او ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.

په دغو مراسمو کې د هېواد لومړۍ ميرمن، د جمهوررئيس دويم مرستيال استاد سرور دانش، د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان، د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهيمي، د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د سترې محکمې رئيس قانونپوه محمد يوسف حليم، لوي څارنوال محمد فريد حميدي، يو شمېر وزيرانو او لوړو دولتي چارواکو، د سولې د عالي شورا رئيس محمد کريم خليلي، د علماو د سرتاسري شورا رئيس قيام الدين کشاف، د ملي اسلامي جنبش ګوند رئيس باتور دوستم او يو شمېر نورو سياسي شخصيتونو هم خپلې الکترونکي تذکرې ترلاسه کړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha