صفحه اصلی | eslah | سیاست | کابینې د کار د شرایطو د مقررې په ګډون څو مقررې تصویب کړې

کابینې د کار د شرایطو د مقررې په ګډون څو مقررې تصویب کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کابینې د کار د شرایطو د مقررې په ګډون څو مقررې تصویب کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابينې فوق العاده غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د عدليې وزارت اداري معين د کار اړوند روغتيايي زيان د خسارې د جبران، د کار له امله د اختلافاتو د حل، د کار عالي شورا، د کار د البسې او د کار د تحفظي وسايلو د وېش، د کاريګرو د کار د شرايطو، له اجورې سره د ناروغۍ اضافي رخصتۍ او څارنې (تفتيش) او د کار لارښود د مقررو طرحه په جلاجلا ډول وړاندې کړه.

کابينې له هراړخيزو بحثونو وروسته يادې طرحې د يو لړ سمونو وروسته تصويب او د عدليې او کار وزارتونه يې موظف کړل چې ذکر شوې طرحې د کابينې د غړو او د افغانستان د صنايعو خونې د اصلاحي نظرياتو په پام کې نيولو سره نهايي کړي. دغه راز د نادولتي کارکوونکو د تقاعد د حقونو د تنظيم مقرره په ۳ څپرکو او ۱۸ مادو کې هم په پرنسيپ کې تائيد شوه.

کابينې د عدليې، کار، ټولنيزوچارو، شهيدانو او معلولينو وزارتونه موظف کړل چې ياده طرحه له خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د رسنيو کارکوونکو سره بيا وګوري او د اړتيا پر مهال دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

په پاي کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د تروريزم د قربانيانو د درناوي او ياد پر بنا د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړه‏ليک غونډې ته وړاندې او زياته يې کړه: افغانستان د ملګرو ملتونو عمومي مجمع په ۲۰۱۷ ناسته کې «د تروريزم د قربانيانو د درناوي او يادولو بين المللي ورځ» تر عنوان لاندې د پرېکړه‏ليک طرحه مطرح کړه چې تصويب شوه.

هغه وويل د دې پرېکړه‏ليک پر بنسټ، د اګست ۲۱مه (زمري۳۰) د تروريزم د قربانيانو د درناوي او ياد په توګه تعيين او د ملګرو ملتونو د سازمان دا پرېکړه‏ليک د غړو هېوادونو، د دې سازمان له غړو هېوادونو، اړوندو سازمانونو او نورو بين المللي سازمانونو څخه غواړي چې دا ورځ په ښه ډول ونمانځي.

دغه راز نوموړي د دې پرېکړه‏ليک د موادو د تطبيق په موخه لکه د تروريزم د قربانيانو د نمانځنې او ياد په خاطر د افغانستان په رسمي تقويم کې د اګست د ۲۱ (زمري ۳۰) نېټې د درجولو، د چمتووالي د کمېسيون جوړولو او په کابل کې د مېشتو هېوادونو، د ملګرو ملتونو سازمان او نورو ټولو بين المللي سازمانونو، مدني ټولنې، علماو او روحانيونو، د سولې عالي شورا او نورو بنسټونو د استازو د رابللو او د تروريزم د قربانيانو د ملاتړ لپاره د رسيدګۍ مرکز يا وجهي صندوق د جوړولو په خاطر د فرمان د صادرولو په اړه خپل وړانديزونه غونډې ته وړاندې کړل چې کابينې تصويب کړل.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha