صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني: د هېواد په اتو زونونو کې معیاري ترمینلونه جوړېږي

جمهوررئیس غني: د هېواد په اتو زونونو کې معیاري ترمینلونه جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني: د هېواد په اتو زونونو کې معیاري ترمینلونه جوړېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ د ټرانسپورټي شرکتونو د ستونزو په اړه د بحث غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په پيل کې جمهور رئيس غني د ټرانسپورټي خدماتو ارزښت ته په اشارې وويل: د ټرانسپورټ نوي قانون کې بنيادي تعديل راغلي او حکومت د لويو لارو او د ښار د داخلي ټرانسپورټ لپاره د پانګونې او ټرانسپورټي شرکتونو د مشارکت فرصتونه برابروي.

هغه زياته کړه، په دې برخه کې پيش شرط دادي چې ټرانسپورټي کمپنۍ بايدلازم معيارونه ولري او حکومت د الکترونيکي حق العبور سيستم په ايجاد سره د هر ډول فساد مخه نيسي.

جمهور رئيس غني د ځمکو ادارې ته لارښوونه وکړه چې په کابل او د هېواد اتو زونونو کې د ښارونو په دروازو کې د ځمکې مناسب موقعيتونه تثبيت کړي چې د معياري ترمينلونو په ايجاد سره هېوادوالو او ټرانسپورټي کمپنيو ته لازمې اسانتياوې برابرې شي. هغه د ټرانسپورټ وزارت ته هم لارښوونه وکړه چې ټرانسپورټي شرکتونو او د بانکدارۍ چارو کې د جمهور رئيس د ستر مشاوريت دفتر سره په مشورې د ټرانسپورټي شرکتونو ټولو لايحو ته مشخصه موده وټاکي. جمهور رئيس ټينګار وکړ چې خلک بايد د شرکتونو له ټرانسپورټي خدماتوڅخه راضي وي او په خپل سر د ټرانسپورټي لايحو بدلول جرم دي او څوک چې دا کار کوي د قانوني تعقيب ترڅنګ جواز سير هم له لاسه ورکوي. محمد اشرف غني څرګنده کړه دولت د ټرانسپورټي شرکتونو د خدماتو برابرولو په چارو جدي څارنه کوي او د دې شرکتونه د کار معيار او خدمتونه بايد د خلکو د اړتيا او ورځنيو معيارونو مطابق وي هغه وويل، د ترمنيلونو جوړولو لپاره ټرانسپورټي شرکتونو سره مشوره کېږي او حکومت چمتو دي چې په دې اړه لازمه پانګونه او اسانتياوې برابرې کړي . وروسته د ځمکو ادارې رئيس جواد پيکار هم په دې اړه وويل، دا اداره په دې اړه همکارۍ ته چمتو ده او د جمهور رئيس د لارښوونې د تعقيب په اړه يې غونډې ته ډاډ ورکړ. د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي ، د صنعتکارانو ټولنې رئيس شېرباز کمين زاده او د ټرانسپورټي شرکتونو استازو د ټرانسپورټ د نوي قانون د توشيح د هرکلي ترڅنګ د هغه د هر اړخيز تطبيق غوښتنه وکړه.د ټرانسپورټي شرکتونو استازو وويل، د ټرانسپورټ نوي قانون به د دې سکتور ستونزې په اساسي توګه له منځه يوسي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha