صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني د خوست له دیني علماوو سره په کتنه کى: د سولې لپاره د هېواد د ازادۍ له قربانولو پرته، بلې هرې قربانۍ ته تیار یم

جمهوررئیس غني د خوست له دیني علماوو سره په کتنه کى: د سولې لپاره د هېواد د ازادۍ له قربانولو پرته، بلې هرې قربانۍ ته تیار یم

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني د خوست له دیني علماوو سره په کتنه کى:  د سولې لپاره د هېواد د ازادۍ له قربانولو پرته، بلې هرې قربانۍ ته تیار یم

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني خوست ولايت ته د خپل سفر په دويمه ورځ پرون سهار د دغه ولايت له يو شمېر ديني علماوو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د خوست د علماوو شورا رئيس مولوي شاه محمد، مفتي حبيب الرحمان خوستي او مولوي سردار ځدراڼ د نورو په استازيتوب په خپلو خبرو کې د جمهوررئيس د سولې له وړانديز، فساد سره د مبارزې او د حکومت له انکشافي برنامو ملاتړ وکړ.

هغوي له جمهوررئيس څخه د لويو انکشافي پروژو پيلول، ځوانانو ته کارموندنه او فساد سره د جدي مبارزې د غوښتنې تر څنګ وويل، په تېر ټاکنو کې ديني علماوو خلک ټاکنو کې ګډون ته وهڅول او په دغه پروسه کې يې خپل مثبت نقش ولوبولو او په راتلونکو ټاکنو کې يې هم د مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړ.

همدارنګه هغوي وويل، بايد د هغو کړيو مخه ونيول شي چې د سولې مخالفت کوي او په جنګ کې يې ګټې نغښتي دي او  وړانديز يې وکړ چې د سولې په بهير او د سولې په عالي شورا کې دې ديني علماوو ته لا زيات نقش ورکول شي.

جمهوررئيس غني د حکومت له برنامو او د سولې بهير څخه د هغوي له ملاتړ څخه مننه وکړه، وې ويل، له تاسې غواړم چې د سولې په برخه کې راسره همکار اوسي او تاسو د سولې د راتلو زمينه مساعده کړئ.

جمهوررئيس زياته کړه، تاسو چې کومه لار غوره کړې ده، دا سمه لار ده او زموږ هدف هم د عدالت تامينول دي، ټولې فيصلې به د اساسي قانون مطابق د اسلامي اصولو سره سمې کېږي.

جمهوررئيس څرګنده کړه چې زه سولې ته د رسېدو او د بين الافغاني مذاکراتو د پيلولو لپاره د هېواد د ازادۍ له قربانولو پرته هرې قربانۍ ته تيار يم.

محمداشرف غني په تېرو ټاکنو کې د ديني علماوو له مثبتو هڅو څخه په مننې وويل، ټاکنې به په خپل وخت او د اساسي قانون سره سمې وشي او ستاسې غږ د اساسي قانون د حفاظت او تطبيق لپاره حياتي ارزښت لري او زياته يې کړه: د ټاکنو کميسيون کې اصلاحات راغلي او د ټاکنو په بهير کې به مفسيدينو او زورواکو ته د مداخلې اجازه ورنه کول شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha