صفحه اصلی | eslah | سیاست | اجرائيه رئیس: د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو دستونزو په حل کې دې اساسي اقدامات وشي

اجرائيه رئیس: د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو دستونزو په حل کې دې اساسي اقدامات وشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رئیس: د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو دستونزو په حل کې دې اساسي اقدامات وشي

د ماشومانو د اصلاح او روزنې کمېټې خپله ناسته د اجرائيه رئيس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړي د عدليې وزارت مرستيال په هېواد کې د ماشومانو د ساتنې او اصلاح د مرکزونو له عمومي وضعيت څخه ټوليز رپوټ وړاندې کړ. هغه وويل، چې د کابل د اصلاح مرکز د امنيتي پرسونل د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل، چې د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مرکز د برېښنا ستونزه حل شوې او په نورو برخو کې يې هم صلاحات رامنځته شوي دي.

د عدليې وزارت مرستيال وويل، چې په دې مرکز کې يې د 24 ساعته کلنيک د فعالولو لپاره له عامې روغتيا وزارت سره خبرې کړي؛ خو اقتصادي ستونزې يې پر وړاندې خنډ شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وويل، چې دمګړۍ يې د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز لپاره د امنيتي پرسونل د کمښت ستونزه حل کړې او د نوي تشکيل په منظورۍ سره دا اندېښنه ختمه شي.

اجرائيه رئيس هدايت ورکړ، چې په فراه، بلخ او کابل ولايتونو کې دې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو لپاره اساسي توجه وشي او کورنيو چارو وزارت دې له خپلو کړو اقداماتو اجراييه رياست ته رپوټ ورکړي.

اجرائيه رئيس همداراز هدايت ورکړ، چې د 24 ساعته کلينيک د فعالولو پر وړاندې له شته خنډو او ستونزو څخه دې اړونده ادارې په تفصيلي ډول خپل رپوټ د اجرائيه رياست عالي مقام ته د حل لپاره ور واستوي.

د دې ترڅنګ د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وويل، چې له ډېرو هڅو سره سره لا هم نه دي توانېدلي چې د دې مرکزونو لپاره په ټول هېواد کې اجتماعي کارمندان استخدام کړي.

د ياد وزارت مسوولانو غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې دې له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ دولتي مرکز هم جوړ شي، چې دا مهال يې نشتون ستونزې را پيدا کړي دي.

د ښځو چارو وزارت بيا په امن خونو او له ښځو څخه د ملاتړ ټولنو کې د شته هغو مېرمنو د برخليک په اړه اندېښنه ښکاره کړه، چې دا مهال يې ستونزې ختمې شوي او نشي کولاي چې بېرته له ټولنې سره يو ځاي شي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ټولو اړوندو ادارو ته هدايت ورکړ، چې د اصلاح د مرکزونو د ستونزو په حل کې دې اساسي اقدامات وکړي او وړه اندېښنه هم جدي ونيسي. هغه وويل، چې د اجتماعي کارمندانو د استخدام په اړه په وزيرانو شورا کې بحث وکړي.

اجرائيه رئيس د ښځو چارو له وزارته وغوښتل چې په دې اړه خپل مشخص وړانديز او ګزارش اجرائيه رياست ته وسپاري.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha