صفحه اصلی | eslah | سیاست | اجرائيه رئيس د پاکستان له لومړي وزير سره پر دوه اړخيزو اړيکو خبري وکړې

اجرائيه رئيس د پاکستان له لومړي وزير سره پر دوه اړخيزو اړيکو خبري وکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رئيس د پاکستان له لومړي وزير سره پر دوه اړخيزو اړيکو خبري وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په سپېدار ماڼۍ کي د پاکستان د اسلامي جمهوريت له لومړي وزير شاهد خاقان عباسي سره وليدل.

په دې ليدنه کي د افغانستان پر سوله او امنيت، له تروريزم سره پر ګډه او صادقانه مبارزې، د افغان کډوالو پر ستونزو، د ډيورنډ پر دې غاړه د پاکستاني ځواکونو پر بريدونو او د دوو هيوادونو ترمنځ‌د سوداګريزو او ټرانزيټي اړيکو پر وده باندي بحث وشو.

اجرائيه رئيس د پاکستان لومړي وزير او ورسره پلاوي‌ته تر ښه راغلاست وروسته وويل، چي دا ډول ليدني د دواړو هيوادونو ترمنځ‌د ستونزو د حل او ګډو همکاريو لپاره زمينه مساعدوي.

هغه زياته کړه، چي تروريزم نه يوازي په امنيتي لحاظ يو لوي خطر دي، بلکه د ګډو اقتصادي او تجارتي فرصتونو څخه د ګټي اخستني په برخه کي‌هم اساسي خنډ دي، او پر ضد يې قاطع مبارزه پکار ده.

نوموړي وويل، چي په افغانستان کي د تاوتريخوالي کمښت کولاي شي پر پاکستان د اعتماد فضا مساعده او د دواړو هيوادونو ترمنځ‌د اړيکو په مخکي تګ کي مرسته وکړي. هغه همداراز د افغان او پاکستاني علماؤ ترمنځ‌ د جنګ پر ضد د ګډي فتوا وړانديز وکړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، چي د ډيورنډ پولي له هغې غاړي پر افغان سيمو هوايي او توپچي بريدونه د دوو هيوادونو ترمنځ‌اړيکي نوري هم پسي ترينګلي کوي او اړتيا ده، چي پاکستان يې په مخنيوي کي کوټلي ګامونه پورته کړي.

اجرائيه رئيس د افغان سوداګرو ستونزو ته په اشارې سره وويل، چي د تجارت په برخه کي دي پاکستان د سختيو پر ځاي اسانتياوي رامنځ ته او د اقتصادي همکاريو ډېرېدا ته زمينه مساعده کړي.

هغه افغان کډوالو ته د پاکستان لخوا د نوي مهلت ورکړه وستايل، خو ټنګار يې وکړ، چي د ټولو افغان کډوالو بيرته راستنېدنه بايد د هغوي په خوښه، تدريجي او عزتمندانه وي.

د پاکستان لومړي وزير
شاهد خاقان عباسي وويل، چي د راتګ عمده هدف يې په افغانستان کي سوله ده او هيواد يې اماده دي،‌چي د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولي خبرو لپاره زمينه سازي وکي
.

نوموړي وويل، دوي په دې فکر دي، چي سيمه ييزه نښلونه او اقتصادي اړيکي د امنيت په راتګ کي مهم رول لوبوي او دوي په همدې هدف هم د افغانستان د سولي او امنيت لپاره هڅي کوي.

هغه د ډيورنډ پر پوله د تخطيو په اړه وويل، چي دوي دا ډول پاليسي نه لري او د وروستيو تخطيو په ارتباط به ښکاره د مخنيوي اقدامات کوي.

ښاغلي عباسي يادونه وکړه،‌ چي حکومت به يې د تجارتي اړيکو د بهبود په نيت له دې وروسته له افغان اموالو څخه تنظيماتي ماليه نه اخلي او هيله لري، چي په افغانستان کي هم پاکستاني تجارو ته اسانتياوي ډېري شي.

نوموړي همداراز وويل، چي پاکستان د افغان کډوالو د بيا راستنېدني په برخه کي تر ټولو زيات د هغوي پر خوښه او با عزته راتګ باندي تمرکز کوي او دا يې لومړيتوب ګڼلي دي.

هغه اجرائيه رئيس ته دعوت ورکړي، چي له پاکستاني څخه رسمي ليدنه وکړي څو د دواړو هيوادونو د اړيکو په بهبود کي مخته تګ وشي. په دي ليدنه کي همداراز د کابل پر پروسې، له نشه ئې توکو سره پر مبارزې او همداراز له اقليمي تغيير سره پر مجادلې بحث وشو.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha