صفحه اصلی | eslah | سیاست | اجرائیه رئیس د نړیوال خوراکي سازمان له مشر سره پر غذايي مصؤنیت خبري وکړې

اجرائیه رئیس د نړیوال خوراکي سازمان له مشر سره پر غذايي مصؤنیت خبري وکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائیه رئیس د نړیوال خوراکي سازمان له مشر سره پر غذايي مصؤنیت خبري وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، په کابل کي د نړيوال خوراکي پروګرام له اجرائيه رئيس ډيويډ بيسلي سره وليدل او پر غذايي مصؤنيت او تغذيه يې ورسره خبري وکړې.

 په دې ليدنه کي همداراز د هيواد په کچه د ياد پروګرام پر فعاليتونو او له اړمنو خلکو سره د مرستي په اړه پر راتلونکو پروګرامونو او پلانونو بحث وشو. اجرائيه رئيس د نړيوال خوراکي پروګرام له مرستو او همکاريو، چي د کلونو په اوږدو کي يې له افغانستان سره کړي مننه وکړه او ددې همکاريو دوام ئې وغوښتئ. نوموړي همداراز وويل، چي افغان حکومت د غذايي مصؤنيت او تغذيې ملي اجنډا معرفي کړې او په دې برخه کي يوه لوړپوړي کمېټه هم کار کوي، او مهمه ده چي د WFP له ادرسه ددې اجنډا او کمېټې د کارونو ملاتړ وشي. هغه زياته کړه،‌چې ياد پروګرام دې په کور دننه له بې ځايه کېدونکو او همداراز له بهرنيو هيوادونو څخه د بيرته راستنېدونکو افغانانو سره د غذايي موادو همکارۍ وکړي.اجرائيه رئيس په دي ليدنه کي له نړيوال غذايي سازمان څخه غوښتنه وکړه، چي د فقر او لوږي په مخنيوي کي خپل پروګرامونه د افغان حکومت د پروګرامونو او فعاليتونو سره همږغي کړي. د نړيوال خوراکي پروګرام اجرائيه رئيس ډيويډ بيسلي د هيواد له اجرائيه رئيس سره په ليدنه کي وويل،‌چي دوي به افغانستان کي خپلو فعاليتونو ته په نور تمرکز سره دوام ورکړي.

هغه زياته کړه، چي د کابل ترڅنګ يې نورو ولايتونو ته هم سفرونه کړي او پلان لري، چي اړمنو خلکو ته پر ټاکلي وخت د خپلو امکاناتو په رڼا کي مرستي ورسوي.

نوموړي يادونه وکړه،‌چې دوي د غذايي مرستو ترڅنګ مستحقينو ته د حرفوي زدکړو کورسونه جوړوي او همداراز له سيلاب څخه د زراعتي مځکو د ساتني په برخه کي پروژې پلي کوي.

ښاغلي بيسلي د افغان حکومت د غذايي مصؤنيت له ملي اجنډا د خپل پروګرام ملاتړ اعلان کړي او په دې برخه کي يې د هر اړخيزي همکارۍ ډاډ ورکړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha