صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني د پکتیا برېښنا سب‌سټېشن، د ګردیز ـ زرمت سړک او صنعتي پارک پرانيستل

جمهوررئیس غني د پکتیا برېښنا سب‌سټېشن، د ګردیز ـ زرمت سړک او صنعتي پارک پرانيستل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني د پکتیا برېښنا سب‌سټېشن، د ګردیز ـ زرمت سړک او صنعتي پارک پرانيستل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني پکتيا ولايت ته د خپل سفر پر مهال پرون له غرمې مخکې د دغه ولايت د برېښنا سب‌سټېشن پرانيست.

د هېواد جمهوررئيس د پکتيا ټولو خلکو ته د برېښنا د دغه سب‌سټېشن د پرانيستې مبارکي ورکړه، وې ويل:  خوښ يم چې د پکتيا ولايت کورونه او دفترونه چې تر دې مخکې تياره وو، نن روښانه کېږي.

جمهوررئيس غني زياته کړه په پکتيا کې د برېښنا انرژۍ تامين لومړي ګام دي  او له دې وروسته به په دغه ولايت کې د کار او اشتغال او همدارنګه د پانګونې زمينه برابره شي. هغه زياته کړه د پکتيا ولايت اوسېدونکو سره زياتې ژمنې شوې وې، خو عمل پرې نه وو شوي او زه د دې ولايت د خلکو له حوصلې مننه کوم.

جمهوررئيس په زيربنايي چارو کې د جمهوري رياست له ستر سلاکار ډاکټرمحمدهمايون قيومي او د افغانستان برېښنا شرکت له لوي رئيس امان الله غالب د هڅو مننه وکړه.

وروسته جمهوررئيس محمداشرف غني د امنيه قومندانۍ د نوې ودانۍ د کاري پروژو، ګرديز-زرمت، صنعتي پارک او شهيدانو ښارګوټي د پرانيستو په مراسمو کې ګډون وکړ او د هغه په لارښوونه د يادو پروژو کار په رسمي ډول پرانيستل شو.

جمهوررئيس وويل: زه ستاسي له صبر او حوصلې مننه کوم، د افغانستان په هر کونج کې چې ستر کارونه ترسره شوي، تاسې په پکتيا کې جنش جوړ کړي او دا مو ثابته کړي چې ستاسې جمهوررئيس په ټول افغانستان پورې تړاو لري.

جمهوررئيس محمداشرف غني زياته کړه، د پکتيا ټولې ښځې، ځوانان او مشران ملي فکر کوي او د ملي فکر او عقېدې لرونکي دي. هغه زياته کړه، پکتيا د افغانستان د تمدن کور وو او بالاحصار به يې د تمدن د کور په توګه بياځلې ورغاول شي.

جمهوررئيس غني زياته کړه، په پکتيا کې د برېښنا د سبسټيشن په پرانيستلو سره به د برېښنا د يو کيلوواټ بيه له ۳۰ افغانيو څخه ۶ افغانيو ته راټيټه شي چې د دې ولايت په صنعتي کېدو کې اساسي رول لري او تمه ده چې د برېښنا انرژي به د فابريکو په جوړولو او فعاليت کې رغنده مرسته وکړي.

جمهوررئيس د پوهنې اهميت او رول ته په اشارې وويل، په روان کال کې کليوپراختيا وزارت ۶۰۰۰ ښوونځې جوړوي چې په دې برخه کې به د ولسي تړون برنامه اساسي رول ولري.

جمهوررئيس د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو له خلکو مننه وکړه چې د صادراتو او جلغوزيو د پروسس موضوع يې له هغه سره شريکه کړه او زياته يې کړه د لويې پکتيا جلغوزي به د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د جلغوزيو په نامه مشهور شي.

جمهوررئيس محمداشرف غني په هېواد کې د سولې پر ټينګښت او پايدار ثبات ټينګار وکړ وې ويل، حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دي او زه دوه شيان غواړم، لومړي دا چې سوله ولسي کړم او دويم شفافې ټاکنې دي.

هغه زياته کړه، په روان کال به د ولسواليو او ولسي جرګې ټاکنې او په ۱۳۹۸ کال کې د جمهوري رياست ټاکنې ترسره شي. هغه په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون جدي وباله.

په دې مراسمو کې د پکتيا والي شميم کټوازي دغه ولايت ته د هېواد د جمهوررئيس څخه د سفر او د انکشافي او اقتصادي پروژو په تطبيق کې د پاملرنې په خاطر مننه وکړه. هغه زياته کړه د سبسټيشن په پرانيستو سره په پکتيا ولايت کې برېښنا په دايمي ډول وصل شوه.

هغه د دې ولايت د خلکو غوښتنې او وړاندېزونه وشمېرل او زياته يې کړه د دې ولايت ټولې ولسوالۍ به د سړک جوړولو د پروژو په تطبيق سره له يوه بل سره وصل شي.

هغه څرګنده کړه، پانګوالو د صنعتي پارک د جوړولو غوښتنه لرله چې نن دا پارک پرانيستل شو او په راتلونکي کې به متشبثينو ته ځمکه هم ووېشل شي. ګټوازي وويل په روان کال کې به د کابو ۳۰ پراختيايي پروژو کار هم پيل شي.

پکتيا والي وويل، د پوهنې په برخه کې اساسي ستونزې د ښوونځيو د ودانيو نشتوالي وو چې سږکال به د ۱۰ بابه ښوونځيو په جوړولو سره دا ستونزه نسبتا حل شي. هغه په بېلابېلو برخو کې دې ولايت ته د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په دې مراسمو کې د پکتيا ولايتي شورا رئيس عبدالمالک ځاځي هم خبرې وکړې، جمهوررئيس او ورسره پلاوي ته يې د ښه راغلاست ترڅنګ دا چې په دې ولايت کې يې بېلابېلې پروژې پرانېستلې وويل: په تېرو کلونو کې دې ولايت ته کمه پاملرنه شوې وه.

هغه د جمهوررئيس څخه وغوښتل چې د پوهنې د وضعيت د ښه والي، د لارو جوړولو، د روغتونونو او روغتيايي خدمتونو د ښه والي او دغه راز د ګمرکونو او نورو دولتي ودانيو جوړولو ته لا زياته پاملرنه وکړي.

په دې مراسمو کې د شهيدانو يو شمېر کورنيو ته د هېواد جمهوررئيس لخوا د ملکيت سندونه هم ووېشل.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha