صفحه اصلی | eslah | سیاست | مشرانو جرګې د سولې په اړه د ولسمشر غني له طرحې نه ملاتړ وکړ

مشرانو جرګې د سولې په اړه د ولسمشر غني له طرحې نه ملاتړ وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
مشرانو جرګې د سولې په اړه د ولسمشر غني له طرحې نه ملاتړ وکړ

د افغانستان مشرانو جرګې د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې د ولسمشر له خوا وسله والو طالبانو ته د سولې له نويو وړانديزونو ملاتړ وکړ.

مشرانو جرګه وايي، د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې د افغان حکومت له خوا وسله والو طالبانو ته د سولې وړانديز شوې طرحه، يوه بشپړه طرحه ده او نور طالبانو ته د جګړې پلمه نه پاتې کېږي.

د دغې جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار د يکشنبې په ورځ په عمومي ناسته کې له دغې طرحې ملاتړ وکړ او ويې ويل چې طالبان دې هم د سولې لپاره غږ پورته کړي.

نوموړي زياته کړه:

"هغه برنامه چې ولسمشر د کابل په کنفرانس کې نړيوالو ته وړاندې کړه او پر طالبانو باندې غږ وکړ چې سوله وکړي، موږ يې ملاتړ کوو، خداي دې وکړي چې طالبان هم د ولس لپاره غږ پورته کړي او حکومت سره د سولې په اړه مثبتې پايلې ته ورسېږي."

افغان ولسمشر شااو خوا دوې اوونۍ وړاندې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې وړانديز وکړ ويې‌ ويل چې طالبان به د يوه سياسي ګوند په توګه په رسميت وپېژندل شي، د کابل په ګډون په هرځاي کې چې وغواړي د خبرو د پيل لپاره به ورته دفتر پرانستل شي، زندانيان به يې خوشي شي او بهرنيو هېوادونو ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې اسانتياوې هم برابرشي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې وسله والو طالبانو ويلي و چې د سولې لپاره له امريکا سره خبرو ته چمتو دي.

په ورته وخت کې د جنوبي او منځنۍ اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مرستيالې اليس ويلز د جمعې په ورځ پر طالبانو غږ کړي چې راوړاندې شي او د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو په پيلولو په دې هېواد کې روانه جګړه پاي ته ورسوي.

دې امريکايي چارواکي ټينګار کړي چې وسله وال طالبان دې د ولسمشر اشرف غني پر دې وړانديز جدي غور وکړي.

په ورته وخت کې افغان سناتورانو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د افغان حکومت د سولې نوې وړانديزې شوې طرحې ته مثبت ځواب ووايي.

د دغو سناتورانو له ډلې محمد حنيف حينفي د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وويل:

"د سولې وړاندې شوې طرحه يو بشپړه پلان دي، داسې يو څه نه دي چې طالبان نور په کې څه ووايي، تراوسه وسله والو طالبانو په رسمي ډول په دې اړه مثبت ځواب نه دي ويلي، هيله مو دا ده چې طالبان فکر وکړي او د سولې لپاره مثبت ځواب ووايي."

د دغې جرګې بل غړي عبدالله قرلق وايي، که وسله والو طالبان د سولې خبرو ته نه چمتو کېږي، بايد نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه امريکا پر دوي او او ملاتړ کوونکو هېوادونو يې سياسي او پوځي فشارونه زيات کړي.

  رحمت الله افغان

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha