صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو ته: کشف او اطلاعات باید جـدي ونیول شي او د هغو په اساس دې اقـدام وشـي

جمهوررئیس غني د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو ته: کشف او اطلاعات باید جـدي ونیول شي او د هغو په اساس دې اقـدام وشـي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو ته:  کشف او اطلاعات باید جـدي ونیول شي او د هغو په اساس دې اقـدام وشـي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملي امنيت د غبرګون د خاصو قطعاتو د ګډې عمومي قوماندانۍ د پرانيستې په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې د ملي دفاع وزير او د ملي امنيت عمومي رئيس هم حضور درلود، جمهوررئيس وويل: تاسې هر يو د دې خاورې ريښتيني بچيان ياست، ځکه د بلې هري دندې په پرتله مو سربازۍ ته ترجيح ورکړې ده.

جمهوررئيس له ټولو خاصو قطعاتو څخه په مننې زياته کړه: زمونږ خاصو قطعاتو ثابته کړه چې زمريان دي او د افغانستان دښمنان ورنه ډارېږي او د دوي د نوم په اورېدو د  دښمن په زړه کې ويره پيدا کېږي، دا ويره په دې خاطر نه ده چې په مجهزو وسلو سمبال ياست، لامل يې دا دي چې تاسې قوي ايمان لرئ.

د هېواد جمهوررئيس وويل، ما د وسله‌والو ځواکونو د اعلي سر قومندان په توګه پرېکړه وکړه چې د اردو خاص قطعات قول اردو ته ارتقا وکړي، د کورنيو چارو وزارت او  ملي امنيت قطعات بيرته انسجام پيدا کړي او د خاصو قطعاتو قومنداني رامنځته شي.

محمداشرف غني د ملي امنيت د لوي رياست له فعاليتونو مننه وکړه وې ويل، هر څوک په خاصو قطعو کې شاملېداي نه شي، ځکه تاسې خاص ياست او ستاسې ښوونه او روزنه سخته ده. هغه زياته کړه: تاسې ته په دغه مهمه دنده کي برياليتوب غواړم او له ملي بيرغ او علم شريف سره د تعلق مبارکي درته وايم.

جمهوررئيس غني څرګنده کړه، ملت او دولت د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو  پوروړي دي. هغه زياته کړه، تاسې هر يو د تقدير وړ ياست، د ملي امنيت مرستيالانو نن د ډګر جنرالۍ ستوري د کفايت، ملي تعهد او بشپړ سياسي بې پريتوب په خاطر اخيستي او دوي افغانستان ته ژمن مسلکي منسوبين دي.

جمهوررئيس ټينګار وکړ، چې ملي امنيت درې اساسي اصوله لري، لومړۍ قانون ته تعهد، يعنې په ملي امنيت کې شکنجه او غير انساني کړنې ځاي نه‌لري او له دښمن سره چلند يې د قانون پر بنسټ دي. دويم تاسې د دې هېواد رضاکاران ياست، تاسې بل انتخاب کولاي شواي، خو تاسې د دې لپاره امنيتي او دفاعي بنسټونو کې شامل شوي ياست چې خپل هېوادوال وساتئ او له ملکي تلفاتو مخنيوي هغه اصل دي چې ملي امنيت ورباندې باور لري، درېيم تاسې د ملي تعهد پر بنسټ راغلي ياست او ستاسې سياست لوي ملي سياست دي.

جمهوررئيس وويل، اوس له تپل شوې او وحشيانه جګړې سره مخ يوو او له ملي امنيت څخه د مهم، حياتي او پر وخت کشف په خاطر مننه کوم او زما ټينګار دا دي چې کشف او اطلاعات بايد جدي ونيول شي او د اطلاعاتو پر بنسټ اقدام وشي.

هغه زياته کړه، زمونږ خاص عمليات له دې امله ارزښت لري چې د دښمن په زړه کې ډار رامنځته کړو او زموږ له خاصو قطعو څخه بايد د پوستې په توګه کار وانخستل شي.

جمهوررئيس د ملي امنيت له منسوبينو وغوښتل چې د ځان او خپلو همکارانو ساتنه وکړي او زړورتيا يې له تدبير سره مله وي او هر عمليات سنجيده ترسره کړي. هماغه ډول چې د خلکو ساتنه کوي، د وسله‌وال پوځ د اعلي سرقومندان په توګه زما او د ټولو حکومتي چارواکو دنده ستاسو د ځان ساتنه ده.

په دغو مراسمو کې د ملي امنيت عمومي رئيس محمدمعصوم ستانکزي هم خبرې وکړې، وې ويل، د هېواد له امنيتي قواو څخه د وسله‌وال پوځ د اعلي سرقومندان او د ملي يووالي حکومت د مشرتابه هر اړخيز مواظبت بې مخينې دي.

هغه زياته کړه: د تېرو درېوو کلونو په ترڅ کې له ستونزو سره سره، بيا هم وسله‌والو ځواکونو په پياوړې ارادې وکولاي شول د افغانستان بقا تضمين کړي او د افغانستان دښمنانو ته وښيي چې زموږ مبارزه د عدالت، د اعلاي کلمه الله او د ازادۍ، ابادۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتلو او په هېواد کې د سولې د تامين لپاره ده.

ستانکزي وويل، د ملي امنيت منسوبينو لپاره له هېواد او خلکو څخه د دفاع پرته بل هيڅ مهم کار نشته او ډاډ درکوو چې په هېواد کې د سولې او ثبات راوستو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.

همدارنګه د ملي امنيت د غبرګون او خاصو قطعاتو عمومي قوماندان ډګروال غلام مصطفي وردک هم خبرې وکړې او د ملي امنيت د خاصو قطعاتو او غبرګون قطعې عمومي قوماندانۍ د پرانيستې مراسمو کې يې د جمهوررئيس له ګډون څخه مننه وکړه، وې ويل: د دښمن د فعاليتونو مهارول خاص مهارتونه غواړي چې له سوړو راوويستل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

هغه زياته کړه، د ملي امنيت خاص قطعات د امنيت په تامين کې د پام وړ نقش لري او په ۳۴ ولايتونو کې د امنيت د تامين په خاطر پر خاصو امنيتي او ګډو محاربوي فعاليتونو بوخت دي.

ډګروال وردک ډاډ ورکړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پاليسيو مطابق د افغانستان د حکومت له لاسته راوړنو دفاع کوي او د وينې تر اخري څاڅکي پورې به هيڅ راز هڅې ونه سپموي.

په دغه مراسمو کې شپږ تنو منسوبينو ته چې د سولې په تامين، امنيت، د ملي حاکميت د ټينګښت، دښمن سره د مبارزې او وطن ته د خدمت په لار کې يې له ځانه وړتيا ښودلې وه، د مډالونو د ورکړې په اړه د جمهوررئيس فرمان د جمهوررئيس د فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو.

جمهوررئيس يادو منسوبينو ته د مډالونو د ورکړې تر څنګ د دغه رياست مرستيالانو عبدالصبور قانع او عبادالله عباد ته د ډګرجنرالۍ رتبې د ترفيع اسناد چې مخکې منظور شوي وو، هم ورکړل.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha