صفحه اصلی | eslah | سیاست | دفاع وزارت: د منطقوي ځواک د رامنځته کېدو پر پروسې کار پیل شوی

دفاع وزارت: د منطقوي ځواک د رامنځته کېدو پر پروسې کار پیل شوی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دفاع وزارت:  د منطقوي ځواک د رامنځته کېدو پر پروسې کار پیل شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جمهوري رياست له خوا د منطقوي ځواکونو د جوړېدو د طرحې تر تائيد وروسته د دغې پروسې د پيل هڅې ګړندۍ شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، منطقوي ځواکونه د اړتيا له مخې په دريو پړاونو کې جوړېږي چې په دې برخه کې د ۳۶ زره کسيز ځواک وړاندوينه کېږي.

د ياد وزارت وياند دولت وزيري ازادي راډيو ته ويلي چې د منطقوي ځواکونو دا طرحه د افغانستان د جمهوري رياست لخوا تائيد شوې او دفاع وزارت يې تطبيق ته هڅې پيل کړي دي.

نوموړي زياته کړه:

"دفاع وزارت د منطقوي ځواکونو د رامنځته کېدو طرحه جوړه کړې چې دا طرحه اوس د جمهور رئيس لخوا هم تائيد شوې ده، د افغانستان دفاع وزارت دا وخت پر دې کار کوي چې د هغو سيمو لپاره چې د منطقوي ځواکونو اړتيا ده دا ځواکونه ونيسي او هلته دوي فعال کړي، له تائيد وروسته پر دې پروسه موږ کار پيل کړي او ان شاءالله ژر تطبيقيږي."

ښاغلي وزيري وايي، د دې ځواک لپاره هغه کسان نيول کېږي چې له دې وړاندې په ملي اردو کې سرتېري وو.

دي وايي، دغه ځواکونه به په يونيفرم او وسلو سمبال وي او د ملي اردو د ځواکونو۷۵سلنې تنخواه او نور امتيازات ورکول کېږي.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، دا ځواکونه د هغو سيمو د ساتنې لپاره جوړېږي چې 

له وسله والو مخالفينو تصفيه او امنيت ته يې اړتيا وي.

د راپورونو له مخې له دې وړاندې د سيمې خلکو او په ملي شورا کې د دوي ځينو استازو تر ډېره انتقاد کړي چې له مخالفينو تصفيه شوي سيمې د افغان حکومت لخوا سمې نه ساتل کېږي او له همدې امله په اسانه بېرته د مخالفينو لاس ته لوېږي.

که څه هم دفاع وزارت د جوړېدونکي ځواک رول ته خوشبينه دي خو خلک وايي، وېره لري چې له دغه ځواک نه لکه د سيمه ييزو پوليسو په څير شخصي استفاده ونه شي:

"زما نوم مومين خان د پکتيا ولايت اوسېدونکي يم هغه ځواکونه چې نيسي بايد تحصيل يافته وي د هېواد او دين ارزښت وپېژني چې ورنه د اصلي هدف خلاف استفاده ونشي، دوي بايد په داسې چوکاټ کې وي چې هميشه وڅارل شي."

"زه حکم خان يم ، دا ځواک چې جوړېږي يو ښه ګام دي ځکه بې کاري زياته ده ځوانان به ورسره مصروفه شي خو دوي بايد لکه د محلي پوليسو په څير نه وي بلکې له خکو سره همکاري ولري او د زورواکو په خدمت کې نه وي."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د راپورونو له مخې له دې وړاندې يو شمېر خلکو د سيمه ييزو يا محلي پوليسو د کار د څرنګوالي په اړه شکايتونه کړي او ويلي يي دي چې دوي د امنيت پر ځاي ډېر ځله د خلک ځوروي.

د افغانستان دفاع وزارت بيا د جوړېدونکي ځواک په اړه دا اندېښنې ردوي وايي چې دا ځواکونه د سيمې د قوماندان لخوا نه جذبېږي بلکې د دفاع وزارت د برحاله قوماناندانو تر نظر لاندې به فعاليت کوي.

له دې سره د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون يو غړي کرام الدين رضا زاده د منطقوي ځواکونو رامنځته کول يو ګټور ګام بولي وايي، د تصفيه شويو سيمو ساتل يوه مهمه مسئله ده چې بايد ورته پاملرنه وشي.

نوموړي زياته کړه:

"حکومت ته زموږ وړانديز دا دي چې په لومړي قدم کې دا ځواکونه د قانون په چوکاټ کې تنظيم کړي او هغه کسان وګمارل شي چې رښتيا هم وړ دي او خلکو ته خدمت وکړي."

ښاغلي رضا زاده ټينګار کوي چې د ښو امکاناتو، تمويل او تجهيز تر څنګ بايد دا ځواکونه د سيمې د خلکو ملاتړهم ولري.

دي وايي، د سيمې خلک په خپلو سيمو کې ښه بلد دي او کولاي شي له دغو ځواکونو سره د نيول شويو سيمو په ساتنه او امنيت کې ډېره مرسته وکړي.

  يوسف خان ځدراڼ


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha