صفحه اصلی | eslah | سیاست | دنړيوالو اړيکو په چارو کې دهېواد دځوانانو درول په باب خبرې وشوې

دنړيوالو اړيکو په چارو کې دهېواد دځوانانو درول په باب خبرې وشوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
دنړيوالو اړيکو په چارو کې دهېواد دځوانانو درول په باب خبرې وشوې

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانودچارو معين ډاکتر کمال سادات دامريکا متحده ايالاتو ته په خپل سفر کې دملګروملتو په سازمان کې دافغانستان له دايمي استازي محمود صيقل سره په کتنه کې ، دنړيوالو اړيکو په چارو کې دافغانستان دځوانانو درول په باب خبرې وکړې .

    دباختر اژانس دخبرله مخ ، په دې کتنه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين څرګنده کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني ځوانانو ته خاصه پاملرنه لري او زيات  ټينګار يې کړى دى چې ددولت دادارې په بيلابيلو چارو کې دې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي .

  دغه راز په دې  کتنه کې  دنړيوالو اړيکو په چارو کې دهېواد دځوانانو درول په باره کې هم خبرې وشوې او دځوانانو دچارو معين  وويل  چې په دې وروستيو وختو کې دنړۍ له يوشمير  هېوادونو په تيره بيا  له هندوستان ، دامريکا  له متحده ايالاتو، چين، جنوبي کوريا ، قطر، مصر،مکسيکو اوله يوشمير نورو هېوادونوسره چې کنفرانسونه او غوڼډې يې جوړې کړي دي او دافغانستان يوشمير ځوانانو هم  په دغو غونډو کې ګډون کړي دي  دهېواد دځوانانو  اړيکو  ښه والي موندلى دى  .

دملګروملتو په سازمان کې  دافغانستان دايمي استازي محمود صيقل په دې کتنه کې ددې تر څنګ چې  په بيلابيلو چارو کې  دځوانانو رول  مهم او رغنده وباله، څرګنده کړه داسې پروګرام  ترلاس لاندې لري  چې دملګروملتو دسازمان  دکار اوفعاليت  له څرنګوالي سره د ځوانانو دزياتې بلدتيا په خاطر غونډې جوړې کړي او په هغو کې دهېواديوشمير ځوانانو ته هم دگډون بلنه 
ورکړي .

  ډاکتر سادات په دې کتنه کې زياته کړه له هغو افغان ځوانانو څخه يې چې دنړۍ په بيلابيلو هېوادونوکې  ژوند کوي، غوښتنه کړې ده چې خپل هېواد ته راستانه شي او دهغه په ابادولو او ودانولو کې ونډه واخلي او دافغانستان لپاره کار وکړي .

  ده ټينګار کړى دى چې په دې وروستيو وختو کې په افغانستان کې د تکنالوژي او روزنې په لحاظ  يولړ پرمختګونه شوي دي او ځوانانو ته زيات فرصتونه برابر شوي دي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha