صفحه اصلی | eslah | سیاست | د افغانستان او ازبيکستان د ګډ امنیتي کمیسیون لومړنۍ غونډه تر سره شوه

د افغانستان او ازبيکستان د ګډ امنیتي کمیسیون لومړنۍ غونډه تر سره شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان او ازبيکستان د ګډ امنیتي کمیسیون لومړنۍ غونډه تر سره شوه

د افغانستان داسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف- اتمر چې د يوه لوړ پوړې امنيتي پلاوي په مشرۍ يې ګاونډي هېواد ازبيکستان ته سفر کړي، په دغه هېواد کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ امنيتي کميسيون لومړنۍ غونډه تر سره کړه.

 د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ؛ د ګډ امنيتي کميسيون لومړنۍ غونډه د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر او د ازبيکستان د ملي امنيت سلاکار ښاغلي ويکتور محمدوف په مشرۍ تر سره شوه. په دې غونډه کې د کميسيون د چارو د تنظيم او هوکړو د عملي کيدو په موخه د تطبيقي پلان په رامنځته کيدو دواړه لورو موافقه وکړه.

په دې غونډه کې دواړو لورو د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا ترڅنګ د څو اړخيزو اړيکو، سولې او اوږد مهاله پرمختيايي پروژو تطبيق د سيمې د امنيت او ثبات لپاره مهم وباله. د ګډ امنيتي کميسيون په لومړنۍ غونډه کې، دواړو لورو د کميسيون د فعاليتونو پر ښه والې او اهميت خبرې وکړې او د افغانستان د جلالتماب جمهوررييس د وروستي سفر په ترڅ کې د لاسليک شويو هوکړو ليکونو پر عملي او کامل تطبيق يې ټنيګار وکړ.

د غونډې په ترڅ کې په سيمه کې له نړيوال تروريزم سره مبارزه او د نشه يي توکو د توليد او قاچاق د مخنيوي په برخه کې پر مهمو موضوعاتو بحثونه او پرمختګونه وشول. دوي په سيمه کې د امنيت او ثبات په موخه د سيمې د هېوادونو ترمنځ د همکاريو او همغږيو پر بنسټيزه کيدو ټينګار وکړ او د افغانستان امنيت او ثبات يې د سيمې له پاره د پام وړ وباله.

د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ ګډ امنيتي کميسيون د افغانستان د جلالتماب جمهوررييس د وروستي سفر په لړ کې د دوه اړخيزو امنيتي همکاريو او په سيمه کې د امنيت او ثبات د ټينګښت په موخه رامنځته شو.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha