صفحه اصلی | eslah | سیاست | د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د استوګنې د یو زرکورونو پروژې طرحه تصویب کړه

د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د استوګنې د یو زرکورونو پروژې طرحه تصویب کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې د استوګنې د یو زرکورونو پروژې طرحه تصویب کړه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختيا عالي شورا غونډې په ارګ کې داستوګنې د يو زر کورونو د پروژې پر جزئياتو او د ترافيکي وضعيت د ښه والي په خاطر د کابل ښاروالۍ د لومړي کال داجراآتو پر پلان بحث وکړ.

په پيل کې د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبيب زي د وضعيت او ترافيکي خدمتونو د ښه والي په موخه د کابل ښاروالۍ د لومړي کال د اجراآتو د پلان، د ۱۳۹۶ کال د لاسته راوړنو، د راتلونکي کال د کاري برنامو او کابل کې  د زيربنايي پلانونو په اړه خبرې وکړې.

هغه د سازماني ظرفيت ټيټوالي، ساختاري ستونزې او ذاتي چارې، غير معياري او ځنډنۍ کاري پروسې، اداري فساد او جعلي اسناد د کابل ښار

د ترافيکو مديريت ستونزې اوننګونې وبللې.

د کابل ښاروالۍ سرپرست د ۱۳۹۶ کال د لاسته راوړنو په اړه وويل، د زرغون ترانسپورټ ملي پاليسي، د دست فروشانو د مديريت طرزالعمل، د ښاري تبليغاتو د ښه والي طرزالعمل، د ترافيکې ګڼې ګوڼې د کموالي لپاره تطبيقي پلان، د ترافيکو د ايمني ستراتيژيک پلان، په الکترونيکي ډول د موټر چلولو جواز وېش د دې ادارې لاسته راوړنې دي.

هغه دغه راز په دې اړه وويل: د کابل ښار د ګڼې ګوڼې ۳۰ څلور لاروترافيکي مطالعات، د ښار د اطرافو دخولي کمربند ترافيکي مطالعات او د۹۶ کيلو متره واټونو لپاره ترافيکي ډيزاين د روان کال لاسته راوړنې ګڼل کېږي.

حبيب زي د کابل ښار په کچه په ځانګړي ډول د ګڼې ګوڼې سيمو کې د شته ترافيکي ستونزو د حل په خاطر د بيړنيو پلانونو او دغه راز په ۱۳۹۷ کال کې د کابل ښاروالۍ د زيربنايي برنامو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

وروسته د ښارجوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري، د مرکزي احصائيې رئيس جاويد رسولي، د ولسي جرګې غړي قيس حسن، د ماليې وزارت معين خالد پاينده، د ځمکو خپلواکې ادارې رئيس جواد پيکار، د کابل والي، د کورنيو چارو وزارت مرستيال، د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال او د صنعتکارانو اتحاديې رئيس د يادې موضوع په اړه خپل ليدلوري او نظريات مطرح کړل.

د ښارجوړولو وزير وويل، په کابل او هرات کې ښارواليو سره د ترافيکو د مديريتونو ادغام  به يوه بريالۍ بېلګه وي او وړاندېز يې وکړ چې په نورو ولايتونو کې دې هم دغه طرحه تعقيب او تطبيق شي.

وروسته جمهوررئيس غني په کابل ښاروالۍ کې رامنځته شوي کاري خوځښت وستايه وې ويل، موږ اساسي پلانونو ته اړتيا لرو چې په ښارونو کې شته ستونزې او خنډونه له منځه يووړل شي. هغه ټينګار وکړ، ستونزې بايد په وضاحت سره بيان  شي، ترڅو د ښاري خدمتونو په برخه کې لازمې استانتياوې پيدا او حل لارې وموندل شي.

جمهوررئيس د کابل ښاروالۍ لاسته راوړنو ته په اشارې وويل، په ټولو برخو کې زموږ لاسته راوړنې بايد په کاري سيستم بدلې شي، ترڅو په راتلونکي کې هم ترې استفاده وشي. هغه د عوايدو په قانوني راغونډولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه واضح طرحه بايد شتون ولري او د هغې د عايداتو سرچينې دې هم تشخيص شي.

وروسته الغرافه خيريه بنسټ د استوګنې د يو زر کورونو پروژې طرحه غونډې ته وړاندې کړه. د ښارجوړولو وزير سيدسعادت منصور نادري وويل، د الغرافه خيريه بنسټ او ښارجوړولو وزارت ترمنځ د لاسليک شوې توافقنامې لمخې ياد بنسټ د اړمنو او د شهيدانوکورنيو ته په بلاعوضه ډول د استوګنې يو زر (۱۰۰۰) کورونه جوړوي.

هغه زياته کړه په دې پروژه کې د استوګنې بلاکونه، سوداګريز مرکزونه، جومات، ښوونځي، يتم خانه، تفريحي پارک، تم ځاي او خدماتي ودانۍ په پام کې نيول شوي او هڅه کېږي چې دا د دولت لپاره په عايداتي ښارګوټي بدل کړو.

د ښارجوړولو وزير د ښارګوټي پر ځان بسياينه، د سالم چاپيريال رامنځته کول، په ودانيوجوړولو کې د سيمه ييزه ودانيو او موثرې ټکنالوژۍ څخه استفاده، کار پيدا کول، د سوداګريزو مرکزونو جوړول، د منظم ښاري بافت او د ټولنې د اقتصادي سطحې لوړول د يادې پروژې عمده موخې وبللې.

وروسته د هېواد جمهوررئيس د يادې پروژې د طرحې هرکلي وکړ وې ويل، بايد په سټنډرډ موډلونو فکر او کار وشي چې جوړې شوې سيمې او ښارګوټې خپل ځانته سوداګريز موډل غوره او د ځان بسياينې پر لور رهبري شي.

جمهوررئيس محمداشرف غني د ودانيو په معياريتوب کې د لازم دقت او دغه راز د افغانستان له سنتي معمارۍ سره د هغو په ورته والي ټينګار وکړ. ياده طرحه له هراړخيزه بحثونو وروسته تصويب شوه.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha