صفحه اصلی | eslah | سیاست | د کابل پروسې دویمې ناستې د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې

د کابل پروسې دویمې ناستې د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کابل پروسې دویمې ناستې د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني د بېلابېلو هېوادونو استوګنو سفيرانو او استازو سره په ارګ کې د کابل پروسې دويمې ناستې د جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د هېواد جمهورئيس  د افغانستان خلکو او دولت سره  د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو او استازو د  غمشريکۍ قدرداني وکړه او له افغانستان سره يې د دوي د ژمنتيا او هر اړخيز ملاتړ مننه وکړه.

 جمهوررئيس غني د سولې پروسې په اړه د افغانستان حکومت ليدلوري بيان  او زياته يې کړه: د دې وخت رارسېدلي چې موږ په دې برخه کې ملي، سيمه ييزې او بين المللي اجماع ته ورسېږو او د هغو تروريستي ډلو پر ضد دې اساسي اقدامات وشي چې سوله نه کوي او جنايتونه نه محکوموي.

جمهوررئيس زياته کړه  وروستيو تروريستي پېښو دا پيغام روښانه کړ، د هغو تروريستي ډلو پر ضد دې جدي اقدام وشي چې بشري ضد جنايتونه او عام وژنه کوي او سوله نه مني.

جمهوررئيس محمداشرف غني د کابل پروسې د ناستې پر اهميت ټينګار وکړ وې ويل، انتظار لرو د کابل پروسې دويمې ناستې څخه دپام وړ پايلې ترلاسه کړو چې د وضعيت د ښه والي لامل شي.

په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفيرانو او استازو په افغانستان کې د وروستيو تروريستي پېښو د غندلو ترڅنګ د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې د جمهوررئيس غني تعهد، مېړانه او ليدلوري وستايه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha