صفحه اصلی | eslah | سیاست | د چین صدراعظم له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ د منځګریتوب وړاندیز وکړ

د چین صدراعظم له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ د منځګریتوب وړاندیز وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د چین صدراعظم له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ د منځګریتوب وړاندیز وکړ

د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د روسيې په سوچي ښار کي د شانګهاي د همکاريو سازمان د حکومتونو د مشرانو د غونډي په څنډو کي د چين د ولسي جمهوريت له لومړي وزير لي کيچيانګ سره وليدل.

د چين لومړي وزير په دې ليدنه کي وويل، چي هيواد يې د افغانستان او پاکستان دواړو سره ښې اړيکي غواړي او چمتو دي چي د دوو هيوادونو ترمنځ‌د اړيکو د بهترۍ او د ګډو کاري ميکانيزمونو د ايجاد لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړه، چې  چين همېشه د افغانستان د سولي او پرمختګ لپاره هڅي کړي او تر دې وروسته به هم خپلو تلاښونو ته په يادو برخو کي دوام ورکوي.

ښاغلي کيچيان يادونه وکړه، چي هيواد يې په اقتصادي، تجارتي او ټرانزيټي برخو کي له افغانستان سره د اړيکو ډېرښت ته هيله لري او دا هيله هغه وخت پوره کېداي شي، چې په افغانستان کي امنيت تامين اوسوله راشي.

هغه وړانديز وکړي، چي هيواد يې اماده دي، چي د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو په سطح درې اړخيزي ناستي شروع کړي څو د افغانستان او پاکستان اړيکي بهتري شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د چين له لومړي وزير سره په

ليدنه کي له هغه هيواده مننه وکړه، چي د افغانستان د پرمختګ او سولي لپاه يې هڅي کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې افغانستان هم له پاکستان سره د اړيکو سمون غواړي، ولي مهمه ده چي پاکستان په خپله حصه کي پر کړو ژمنو عمل وکړي او د اعتماد فضا رامنځ ته کړي.

هغه يادونه وکړه، چي د اړيکو د بهترۍ لپاره د بهرنيو چارو وزيرانو په سطح د درې اړخيزو تماسونو ايجاد به په افغانستان کي تر بحث وروسته د افغانستان او چين د سفارتونو لخوا تعقيب شي.

اجرائيه رئيس همداراز وويل، چې تروريزم د افغانستان ترڅنګ د سيمي او نړۍ لپاره هم لوي خطر دي او ډېره مهمه ده، چي سيمه او نړۍ ددې خطر د مخنيوي لپاره هڅي وکړي او پاکستان په خپله برخه کي ټول مسؤليتونه ادا کړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha