صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس: پوهنې وزات هراړخیزه او بنیادي اصلاحاتو ته اړتیا لري

جمهوررئیس: پوهنې وزات هراړخیزه او بنیادي اصلاحاتو ته اړتیا لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس: پوهنې وزات هراړخیزه او بنیادي اصلاحاتو ته اړتیا لري

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د بشري قوا عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست او د عمومي زده کړو معين ډاکتر محمد ابراهيم شينواري د پوهنې وزارت د اساسي دندو او حمايتونو په اړه د دې وزارت پېشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

نوموړي د باکيفيته تعليمي خدماتو د اساسي عناصرو، د تعليمي خدمتونو د پړاونو او وړاندې کولو د لارو، د زده کړې د نتيجې او مسلکي پرمختګ، د پوهنې وزارت د رهبرۍ او ولايتي سطحو د دندو، د ولايتي، ولسوالۍ او ښوونځيو کچو د اصلي کاري محورونو او د صلاحيتونو د تفکيک په اړه معلومات ورکړل.

دغه راز ډاکټر محمدابراهيم شينواري د بشري سرچېنو د انکشاف، د ښوونځيو د جوړولو، تهيه او تدارکاتو، د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ د زېربنا جوړولو، مالي مديريت، معاشاتو، خدماتو او امنيت، املاکو، د معلمۍ له خدمت د مخه روزنې، د پوهنې ادارې د معلوماتي سيستم، د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره دروغتيايي خدمتونو، د درسي کتابونو دچاپ او د برنامو د څارنې او ارزونې په اړه تفصيلي خبرې وکړې او د دې طرحې د بېلابېلو اړخونو د ارزونې په موخه يې د مسلکي ټيم د ټاکلو په اړه خپل وړاندېزونه جمهوررئيس ته وړاندې کړل.

وروسته عبدالطيف روشان، عبدالسلام رحيمي، رحيل فرملي، اصيلا وردګ، عبدالمتين بيګ، محمد محق، اسدالله غضنفر، حبيبي، مېرمن سرابي، عثماني او احمد جاويد رسولي د ټکنالوژۍ له لارې د څارنې، د پوهنې د کيفيت د لوړولو، له پوهنې وزارت څخه د چارو د تمرکز کمولو، په استخدام کې د روڼتيا، د پوهنې او لوړو زده کړو د نصاب ترمنځ د منطقي اړيکو او د فارغانو د اسنادو د جعل د مخنيوي په اړه خپل نظريات او وړاندېزونه په مفصل ډول غونډې ته وړاندې کړل.

وروسته جمهوررئيس غني له ډاکټرمحمد ابراهيم شينواري څخه د يادې طرحې له امله مننه وکړه وې ويل، پوهنې وزات هراړخيزه او بنيادي اصلاحاتو ته اړتيا لري او د بشري قوا عالي شورا په ډېرو غونډو کې به زيات بحثونه ورباندې وشي.

جمهوررئيس څرګنده کړه، د پوهنې وزارت د کار اساس بايد پر باکفيته او عامه زده کړو وي. هغه زياته کړه تعليمي نصاب هراړخېزې بياکتنې ته اړتيا لري او متخصص ټيمونه دې پرې کار وکړي، دغه راز دې په دې اړه د مدني بنسټونو ليدلوري هم واخيستل شي.

د هېواد جمهوررئيس وويل، د ولايتونو د پوهنې رياستونه دې غيرسياسي او دپوهنې په خدمت کې وي او سيمه ييز مسئولين بايد د پوهنې په چارو کې مداخله ونه کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهورريت جمهوررئيس د خپلو خبرو په پاي کې ټينګار وکړ چې د تعليمي نصاب د بډاينې په برخه کې دې د ښځو ليدلوري هم واخيستل شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha