صفحه اصلی | eslah | سیاست | اجرائیه رئیس امریکا او کاناډا ته په خپل سفر کې د افغانستان پر امنیت غږېږي

اجرائیه رئیس امریکا او کاناډا ته په خپل سفر کې د افغانستان پر امنیت غږېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائیه رئیس امریکا او کاناډا ته په خپل سفر کې د افغانستان پر امنیت غږېږي

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئيس داکتړعبدالله عبدالله شمالي امريکا ته په رسمي سفر وتلي دي. عبدالله به د کتنو او خبرو لړۍ پرون سې شنبه له متحده ايالاتو پيل شوه. خو دا نه‌ده څرګنده چې دقيقاً په کومه ورځ په واشنګټن کې د امريکا د کانګرس له ځينو استازو سره ويني او په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې ويناوې کوي. د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئيس به تر متحده ايالاتو وروسته کاناډا ته ولاړ شي او هلته به د هاليفکس نړيوال امنيتي فورم "Halifax Security Forum" په غونډه کې خبرې وکړي.

په دې نړيواله غونډه کې به چې د جمعې په ورځ پيلېږي، د نړۍ د مختلفو هېوادونو او سازمانونو ۳۰۰ استازي ګډون کوي.

د ملي وحدت حکومت د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل وايي چې ښاغلي عبدالله به د افغانستان پر امنيتي وضعيت غږېږي او د نړيوالو مرستو د راغونډولو هڅې به کوي. جاويد فېصل زياته کړه:

"د افغانستان د حکومت لپاره مهم بحث امنيت دي. د دې تر څنګ به له امريکا او کاناډا سره زموږ پر اړيکو او دوه اړخيزو همکاريو بحث وشي. همداراز به د افغانستان پر اقتصادي چارو چې کاناډا او امريکا مهم رول په‌کې لوبولاي شي، خبرې وشي."

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته، دا اول وار دي چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت يو مشر متحده ايالاتو ته ځي. خو د امريکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د داکتړعبدالله عبدالله د کتنې د امکان په اړه څه نه‌دي ويل شوي. د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل ونه‌ويل چې داکتړعبدالله عبدالله به دقيقاً، له کومو امريکايي چارواکو سره دوه په دوه خبرې کوي. جاويد فيصل وويل: "موږ له امريکا سره دوه اړخيز روابط لرو او د امنيت په برخه کې زيات کار کوو، خو په دې کې شک نه‌شته چې زموږ د همکاريو لا پراختيا داسې بحث دي چې افغانستان، امريکا او کاناډا ته هم ارزښت لري."

داسې ګڼل کېږي چې د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئيس به له امريکايي چارواکو سره د افغانستان د امنيتي ځواکونو د ملاتړ او ښې روزنې پر پروګرامونو هم خبرې وکړي.

د امريکا ولسمشر د اګست په ۲۱مه د خپلې ستراتېژۍ په اعلان کې افغانستان ته د نورو امريکايي عسکرو د استولو هوډ وکړ. يو شمېر امريکايي جنرالان داسې باور څرګندوي چې د ملي وحدت حکومت په واکمنۍ کې د افغانستان امنيت کمزوري شوي، خو د پخوا په پرتله د افغان امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا زيات ټينګار کېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha