صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني : د کابل ښاروالۍ دجایدادونو د مدیریت طرحه باید برابره شي

جمهوررئیس غني : د کابل ښاروالۍ دجایدادونو د مدیریت طرحه باید برابره شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني : د کابل ښاروالۍ دجایدادونو د مدیریت طرحه باید برابره شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ د قانون حاکميت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په پيل کې د هېواد جمهوررئيس له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتيژۍ د تصويب يادونه او د يادې ستراتيژۍ د تدوين په خاطر يې د جمهوري رياست د دويم مرستيال محمدسرور دانش، سترې محکمې، لوي څارنوالۍ او عدليې وزارت د هڅو مننه وکړه او د هغې پر عملي کېدو يې ټينګار وکړ.

دغه راز د جمهوررئيس دويم مرستيال محمدسرور دانش له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتيژۍ  د ارزښت په اړه خبرې او وړاندېز وکړ چې د يو حکم له لارې دې ټولې ادارې د يادې ستراتيژۍ په اجرا کولو مکلفې او ټولو ادارو ته دې رسماًً ابلاغ شي. د غونډې په دوام د کابل سرپرست ښاروال د کابل ښاروالۍ دملکيتونو د مواظبت د څرنګوالي په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ. هغه وويل، موږ د ښاري ستونزو د حل لپاره زياتې هڅې کوو، خو ځينې ستونزې لا هم د ښاري خدمتونو د برابرولو پر وړاندې  خنډ دي.                                           

هغه خلکو ته د استملاک له امله د کابل ښاروالۍ پورونه، د خپلسرو او نقشې خلاف کورونو جوړول، د ملکيتونو غصب، د جايدادونو د کرايې ټيټوالي، د ښاروالۍ په مخکېنيو قراردادونو کې ستونزې، د دې ادارې اړوند د خلکو دعوې او قضيې او د کابل ښاروالۍ په تقنيني اسنادو کې نېمګړتياوې د خدمتونو برابرولو پر وړاندې اساسي ستونزې وبللې. له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې لوي رئيس سيدحسين فخري وويل، د کابل ښاروالۍ قراردادونه ځانګړې نېمګړتياوې او ستونزې لري چې د تدارکاتو له قانون سره مطابقت نه لري. هغه زياته کړه د کابل ښاروالۍ په کرايه ورکول شوي جايدادونه په لازمو معيارونو برابر نه دي.

فخري زياته کړه، د کابل ښاروالۍ ځيني باقيات لرونکي ملکيتونه په دويم او درېيم لاس کرايه شوي دي. هغه د کابل ښاروالۍ د حقوقي ستونزو په مناسبو حل لارو ټينګار وکړ.

د جمهوررئيس دويم مرستيال محمدسرور دانش په دې اړه وويل، د املاکو مديرت له عمده مسايلو څخه دي چې کابل ښاروالۍ بايدورته د جدي پاملرنې ترڅنګ پاليسي ترتيب کړي. دغه راز اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د هېواد لوي څارنوال فريد حميدي، قاضي القضات او د سترې محکمې رئيس سيد يوسف حليم، د عدليې وزير عبدالبصير انور او د اساسي قانون پر تطبيق د څار خپلواک کمېسيون رئيس محمدقاسم هاشمزي د موضوع په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه يې شريک کړل. د هېواد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون رئيس احمدنادر نادري په خپلو خبرو کې وويل، موږ کابل ښاروالۍ سره کار پيل کړي او د دې ادارې د اصلاحاتو بهير له ارزونې وروسته د استخدام بهير د اصلاحاتو د پروسې له لارې پيلېږي. جمهوررئيس غني وويل: هغه ابهام چې له قانوني پلوه د کابل ښاروالۍ د چارو مخه نيسي بايد رفع شي. هغه د کابل ښاروالۍ اوسنيو قضيو ته د رسيدګۍ په خاطر د کمېسيون په جوړېدو ټينګار وکړ.

د هېواد جمهوررئيس زياته کړه، د کابل ښاروالۍ دجايدادونو د مديريت طرحه بايد برابره شي او د کابل ښاروالۍ اړوند قضيې دې د ارزونې او تصميم نيولوپه خاطر لوي څارنوالۍ ته وسپارل شي.

هغه څرګنده کړه، د ښارواليو د کار، فعاليت او خدمت په بهير کې بايد شفافيت وي او د واضح معيارونو په رڼا کې دې د دې ادارې د ملکيتونو په تصفيه کې جدي اقدامات وشي.

جمهوررئيس ټينګار وکړ، کابل ښاروالي دې د موجوده دعوو په اړه بېلابېلو ارګانونو سره د همکارۍ زمينه برابره کړي او د املاکو د غصب په برخه کې دې قضاياي دولت اقدام وکړي چې غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او هغه املاک چې د غصب احمتال يې شته، وساتل شي.

جمهوررئيس غني ټينګار وکړ، هغه کمېسيون چې ټاکل شوې د کابل ښاروالۍ د قضاياو په اړه کار وکړي ټول مسايل دې په دقيق ډول وارزوي او لاسته راوړنې دې له لوي څارنوالۍ سره شريکې کړي، تر څو موضوعاتو سره عادلانه چلند وشي.

همدارنګه غونډې د وړکتونونو د فعاليت لپاره د ځايونو د وېش د څرنګوالي او خوشحال خان مېنه کې د۲۴ لوړپوړو ودانيو د ساحو د راپور په اړه د بحث ترڅنګ د سپينو ساحو په ساتنه او د املاکو د غصب پر مخنيوي ټينګار وکړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha