صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني د «سام» په درېمه ناسته کې:افغانستان هیڅکله د تروریزم ملاتړ نه دی کړی،بلکې هڅه یې کړې چې د سیمه ییز پرمختګ او پانګه والۍ لپاره د همکارۍ اړیکې رامنځته کړي

جمهوررئیس غني د «سام» په درېمه ناسته کې:افغانستان هیڅکله د تروریزم ملاتړ نه دی کړی،بلکې هڅه یې کړې چې د سیمه ییز پرمختګ او پانګه والۍ لپاره د همکارۍ اړیکې رامنځته کړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني د «سام» په درېمه ناسته کې:افغانستان هیڅکله د تروریزم ملاتړ نه دی کړی،بلکې هڅه یې کړې چې د سیمه ییز پرمختګ او پانګه والۍ لپاره د همکارۍ اړیکې رامنځته کړي

د (افغانستان د انکشاف د پرمختګونو او لاسته راوړنواو د اصلاحاتو اجنډا) په نوم د “سام” درېمه کلنۍ غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوررئيس محمداشرف غني په وينا رسماً پرانيستل شوه.

دغه ناسته چې د ۴۰ هېوادونو د استازو په حضور په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد جمهوررئيس هغوي ته ښه راغلاست ووايه او د لندن کنفرانس او بروکسل ناستې د ژمنو په اساس يې د افغانستان د حکومت د اجرا شويو برنامو او همداراز د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئيس غني وويل، په لندن کنفرانس کې  مود افغانستان د ځان بسياينې لپاره د لارې نقشه وړاندې کړه او تېر کال په بروکسل ناسته کې هم له نړېوالې ټولنې سره د افغانستان حکومت د ژمنو او عملي پلانونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

جمهوررئيس د افغانستان د حکومت ننګونو  ته په اشارې چې شاوخوا درې کاله يې تېر شوي وويل، مونږ د امنيتي او سياسي بحران په ګډون درې بحرانونه تجربه کړل، د دې باوجود هم د حکومتوالۍ په برخه کې پراخې هڅې شوي دي.

جمهوررئيس وويل، د افغانستان خلک لا هم د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او مونږ هڅه کوو چې دې پديدې سره مبارزه وکړو او د افغانستان لپاره سوکاله راتلونکي جوړ کړو. هغه وويل، په ټول افغانستان کې د ولسي تړون پروګرام  پيل شوي چې زرګونه خلکو ته کې کاري زمينه برابروي، د دغه پروګرام  پياوړتيا د حکومت لومړيتوب دي.

جمهوررئيس غني څرګنده کړه، افغانستان د پراختيا او پرمختګ لپاره مناسب ظرفيتونه لري او د سالمې پانګونې او پرمختګ لپاره بايد چاپيريال او د لارې نقشه جوړه شي. هغه زياته کړه، افغانستان زياتې طبيعي سرچينې لري چې له دې لارې خلکو ته زياتې کاري زمينې برابرېږي

جمهوررئيس وويل، مونږ هڅه کوو د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال ټاکنې په لازمو معيارونو او  بشپړ شفافيت ترسره شي او د عدالت او شفافيت  لپاره يوه اجماع تامين کړو. هغه له مدني ټولنې وغوښتل، چې د دغه بهير په څارنه کې فعاله ونډه ولري.

جمهوررئيس زياته کړه، د افغانستان رهبري او مديريت تر نسلي بدلون لاندې دي او دغه اصلاح کوونکي او ځوان نسل به راتلونکو نسلونو ته ښه بنسټ کېږدي.

د هېواد جمهوررئيس وويل، حکومت په هر پړاو کې د افغانستان اساسي قانون پلي کوي او د قانون د حاکميت اود اداري فساد پر ضد د مبارزې  د لارې ستونزې به حل شي.

هغه په عدلي او قضايي بنسټونو کې اصلاحاتو او همداراز له اداري فساد سره د مبارزې بهير ته په اشارې څرګنده کړه، عدلي او قضايي مرکز له تاسيس څخه تراوسه پورې د حکومتي مقاماتو اړوند د فساد ۳۰۰ قضيې څېړلي او ځينې دغه چارواکي په حبس کې دي

د هېواد جمهوررئيس زياته  کړه، د فساد پر ضد مبارزې لپاره د خصوصي سکتور برنامې ګټورې دي او مونږ له فساد سره د مبارزې لپاره د هغوي دطرحو هرکلي کوو. هغه ټينګار وکړ، حکومت به د څو فاسدو کسانود شتمنۍ لپاره ادرس نه وي.

جمهوررئيس غني له اداري فساد سره د مبارزې ستراتيژۍ د پلان يادونه وکړه وې ويل، دغه پلان حکومت جوړ کړي او له اداري فساد سره د مبارزې بهير د چټکتيا لپاره به هړاړخيزې هڅې وشي. هغه ټينګار وکړ، چې په دې برخه کې د حکومت دريځ جدي دي او مونږ خپلو بين المللي شريکانو او خلکو ته ډاډ ورکوو.

جمهوررئيس غني څرګنده کړه، په امنيتي او دفاعي سکتور کې اصلاحات راغلي او د پوليسوپه برخه کې هم اصلاحات دوام لري، حکومت په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري. جمهوررئيس د فساد د عواملود پېژندنې لپاره د مدني ټولنې درول قدرداني وکړه.

هغه په اوسنۍ جګړه کې د افغانستان دريځ برحقه وباله وې ويل، تروريزم به ماتې وخوري او مونږ په دې جګړه کې بريالي کېږو.

جمهوررئيس زياته کړه، طالبانو او تروريستي ډلو د ټولو  بين المللي موازينو او معاهدو پر خلاف د خلکو پر وژلو لاس پورې کړي، خو د ټولو تحرکاتو باوجود خپلو شومو موخوته ونه رسېدل او په هر پړاو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

جمهوررئيس د افغانستان او سويلي اسيا لپاره د امريکا متحدو ايالتونو نوې ستراتيژۍ ياده کړه وې ويل، دا ستراتيژي کولاي شي له تروريزم سره د مبارزې، د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات د تامين لپاره د همکارۍ محيط بدل او سيمهييز او نړيوال امنيت ټينګ کړي.

د هېواد جمهوررئيس د تلپاتې سولې په تامين ټينګار وکړ وې ويل: په دې برخه کې اجماع رامنځته شوې، موږ به د بين الافغاني سولې او حزب اسلامي سره د سولې له بريالۍ تجربې په ګټه اخيستنه په دې برخو کې هڅه وکړو. هغه ټينګار وکړ چې له پاکستان سره په خپلو مذاکراتو کې به  دولت په دولت بحث وکړو.

جمهوررئيس محمداشرف غني زياته کړه، افغانستان هيڅکله د تروريزم ملاتړ نه دي کړي، بلکې هڅه يې کړې چې د سيمه ييز پرمختګ او پانګوالۍ لپاره د همکارۍ اړيکې رامنځته کړي. هغه وويل، افغانستان به د سيمې د سوداګرۍ او ترانزيټ په مرکز بدل شي.

جمهوررئيس محمداشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د بين المللي ټولنې د مرستو او همکارۍ په ځانګړي ډول د بروکسل او وارسا په ناستو کې د دوي د ملاتړ قدرداني هم وکړه. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha