صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهوررئیس غني: ځوانان د غازي امان الله خان د ارمانونو پلي کوونکي دي

جمهوررئیس غني: ځوانان د غازي امان الله خان د ارمانونو پلي کوونکي دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهوررئیس غني: ځوانان د غازي امان الله خان د ارمانونو پلي کوونکي دي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې جوړو شويو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) مشر تداميچي ياماموتو، د جمهوري رياست سلاکارانو او د دولتي ادارو او وزارتونو يو شمېر ځوانو لوړ پوړو مقاماتو ګډون کړي وو، لومړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين کمال سادات ځوانانو ته د جمهوررئيس له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او په خپل معينيت کې يې فساد سره د جدي مبارزې ډاډ ورکړ.

ښاغلي کمال سادات په خپلو خبرو کې د ځوانانو معينيت لپاره د پنځه کلنې ستراتيژۍ، د ځوانانو پارلمان، په هر ولايت کې د ځوانانو د فدراسيونونو، د ځوانانو څارندوي، د متخصصو ځوانانو لپاره د ډيټابيس او د ځوانانو د روغتيايي مشورتي مرکز جوړول او دغه راز د بې‌وسه ځوانانو لپاره د وړيا زده‌کړو امکاناتو برابرول او د ځوانانو د سياسي پوهې د لوړولو لپاره د سياسي بحثونو رامنځته کول د خپلې ادارې عمده لاسته راوړنې وشمېرلې.

دغه راز د ځوانانو په استازيتوب تهمينه شجاع په سياست او حکومتولۍ کې د ځوانانو د نقش په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو يې وغوښتل د دې لپاره چې  فعاليتونه يي ټولنې ته ګټور تمام شي د خپل تاريخ او فرهنګ په اړه دي مطالعه زياته کړي.

 حشمت الله شهيدي د ورزش له لارې د سولې پيغام رسولو کې د ځوانانو په رول خبرې وکړې اود کرکټ بورډ او د کرکټ لوبغاړو وروستيو لاسته راوړنو ته په اشاره يې وويل، ځوانانو د کرکټ او نورو ورزشونو له لارې د افغانستان بيرغ اوچت ساتلي او نړۍ ته يې د يو غښتلي او سوله‌ييز افغانستان پيغام رسولي دي.

  همدارنګه مقدسه احمدزۍ د سولې په راوستو کې د ښځو په نقش وغږېده او د خپلو تجربو په رڼا کې يې هغو کلتوري خنډونو ته اشاره وکړه چې د ځوانانو په ځانګړي ډول د پېغلو د زده کړو مخه نيسي.

 علي پارسا په پرمختګ او پراختيا کې د ځوانانو په رول خبرې وکړې او د ځوانانو بېکاري يې د سرطان ناروغۍ سره تشبيه کړه چې په وينا يې د ټولنې په ټولو برخو ناوړه اغېز پري باسي او له امله يې اعتياد، جنګ، فساد او جرايم رامنځته کېږي او دغه راز مافيا او تروريستان ورنه ناوړه استفاده کوي.

همدارنګه غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) مشر تداميچي ياماموتو وينا وکړه او په افغانستان کې يې د خپلو تجربو په رڼا کې د ځوانانو پرله پسې هڅې الهام بښونکې وبللې او زياته يې کړه: ملګري ملتونه د ۱۹۹۹کال راهيسې هر کال د ځوانانو نړيواله ورځ نمانځي او سږکال د ځوانانو نړيواله ورځ د شخړو د مخنيوي، ټولنيز عدالت او پايدونکې سولې په برخو کې د ځوانانو د فعال رول نمانځنې ته ځانګړې شوې ده.

هغه افغانستان د نړۍ دويم ځوان هېواد وباله، زياته يې کړه: کله چې افغان ځوانانو سره مخ شوي يم، د تاوتريخوالي، جګړې او قومي او مذهبي وېش پر وړاندې يې خپل غږونه پورته کړي دي، دوي د افغانستان د پخوانيو ستونزو ورهاخوا ليدلوري لري او ټول پام يې د هېواد په راتلونکي راټول دي.

ورپسې د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عبدالخبير اوچقون، د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د سولې په اهميت او په ځانګړي ډول يې د ځوانانو په نقش خبرې وکړې. هغه د جګړې په دواړو خواوو کې ځوانان د جنګي ماشين مهم عناصر وبلل او زياته يې کړه: د سولې عالي شورا دا ځل د سولې په بهير کې ځوانان شريک کړي دي چې وکولاي شي د سولې فرهنګ په رامنځته کولو کې خپل نقش ولوبوي.

ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني په خپلې وينا کې ځوانانو ته د دوي د ورځې مبارکي ورکړه او هغوي يې د افغانستان راتلونکي معماران وبلل او ور څخه يې وغوښتل چې دوي بايد د لنډ مهال په ځاي د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره ليدلوري ولري.

جمهوررئيس غني په امنيتي او دفاعي ځواکونو کې د ځوان نسل له ګډون څخه مننه وکړه او د هېواد په هر ګوټ کې يې د هغوي قربانۍ وستايله وې ويل: دغه زړور سرتېري هره ورځ مرګ په سترګو ويني، خو د دې پر ځاي چې دوي له مرګه وتښتي، برعکس مرګ له دوي تښتي.

جمهوررئيس په امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت کې اصلاحاتو ته په اشارې وويل، ملي دفاع وزارت کې نسلي تغيير راغلي دي او نور به دلته تضاد نه وي، بلکې د پخواني او نوي نسل تر منځ به همغږي وي او د دواړو نسلونو ترکيب به ستاسو د امنيت موجب شي.

جمهوررئيس زياته کړه: د افغانستان دښمنان پر جوماتونو، لمونځ‌کوونکو او نورو ځايونو د بريدونو په ترسره کولو سره غواړي چې مونږ يواځې پر امنيت تمرکز وکړو، تر څو ژوند، معارف او اقتصاد ته شا کړو، خو هغوي بايد په دې پوه شي چې د افغانستان ټولنه څو بعدي فکر کوي.

هغه ځوانان د غازي امان الله خان د ارمانونو پلي کوونکي وبلل او زياته يې کړه: زه د افغانستان دښمنانو ته پيغام لرم، دا ملت هغه ملت نه دي چې غازي امان الله خان يې وشړلو، اشرف غني ستاسو له نبض څخه استازيتوب کوي، په هر قېمت چې وي جوړوم دې افغانستانه.

جمهوررئيس ځوانانو ته په خطاب کې وويل، که تاسې په انتخاباتو کې ګډون نه واي کړي، نن به زه دلته نه وم، هر څوک چې وايي سياست کې ګډون فايده نه لري، نن يې خپله فايده ګوري چې اداره د ځوانېدو خواته روانه ده او دا په سياست کې ستاسو د ګډون برکت دي.

جمهوررئيس غني د ځوانانو د پوهې کچې لوړولو په برخه کې درې شيان مهم وبلل، معلومات، پوهه او تدبير او زياته يې کړه: معلوماتو ته لاسرسي د هر چا حق دي او که معلومات په پوهې بدل نشي فايده نه لري.

د هېواد جمهوررئيس وويل، د ملي وحدت حکومت د ولس استازي او ولس ته مسوول دي او د ادارو په ځوانو مسوولانو يې غږ وکړ: که له دې وروسته په دغو وزارتونو او ادارو کې مشکل وي دغه مسوولان يې بايد ځواب ويونکي واوسي.

جمهوررئيس ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې وويل: دوو اونيو پورې به د ملکي خدمتونو  ۵۰۰۰ بستونه او تر يوې مياشتې پورې به د ښوونکو ۸۰۰۰ زره بستونه اعلان شي چې د الکترونيکي تذکرو د پروسې په شان به په دې کې هم شفافيت عملي شي.

د هېواد جمهوررئيس کانکور کې د ځوانانو اندېښنې ته په ځواب کې وويل، د کانکور پروسه به په بنيادي توګه بدلون وکړي، هغه زياته کړه د دغې پروسې لومړي ګام چې شفافيت تامين شوي دي.

جمهوررئيس غني وويل: زما زياته سياسي پانګه ادارو ته د ځوانانو په راوستو ولګېده او د ادارو د ځوانولو په خاطر مې هلې ځلې کړي او زه د ځوان نسل ترمنځ د يو پل په توګه يم او نن د ادارو په راس کې زياتره ځوانان دي.

هغه ځوانانو ته په خطاب کې په مساواتو ټينګار وکړ وې ويل: تاسي بايد په نجيبه حلقې بدل شئ او په تاسو کې بايد د ځواب ويلو حس ايجاد شي. هغه زياته کړه د دې خاورې قشر له درې برخو څخه جوړ شوي چې ځوانان، ښځې او بې وزله خلک دي تر هغه چې دغه قشر هوساينې ته نه وي رسېدلي په افغانستان کې ثبات نه‌شي راتللي.

جمهوررئيس غني  څرګنده کړه، د امنيتي ستونزو له امله هغه ډول چې لازمه وه د تحصيل برخې ته پام نه دي شوي او زمونږ تحصيلي سيستم بنسټيز بدلون او تحصيلي نصاب ملي بحث غواړي. هغه له ځوانانو  وغوښتل، چې په دې برخه کې خپل وړانديزونه ورسره شريک کړي او ژر به د بشري قوا عالي شورا جوړه او ستاسو غږ به واورېدل شي.

هغه وويل، تر هغو چې مشروع اقتصاد ته وده ور نه کړو دوامداره کار موندنه نه رامنځته کېږي او په دې برخه کې به په ګډه کار کوو. او له ځوانانو يې وغوښتل چې خپلو کې اتحاد او اتفاق وساتي او هغه څوک چې د ملي وحدت مخې ته درېږي مخه يې ونيسي.

جمهوررئيس وويل، افغانان فاسد نه دي، محدود خلک دي چې د فساد له لارې بربادي رامنځته کوي. هغه ټينګار وکړ چې د حکومت ټولې چارې واضح دي او ژمنه يې وکړه چې هره ورځ دې د افغانستان له يوې ولسوالۍ څخه يو ځوان راشي او له سهاره تر ماښامه دې دلته ارګ کې وڅاري چې جمهوررئيس يې څه کوي چې تاسې ته د حکومتولۍ کارونه واضح شي.

 جمهوررئيس زياته کړه، زه غواړم تاسې د واضح ميکانيزم له لارې د کابينې ناستو ته خپل استازي واستوي، ترڅو د حکومت کارونه له نږدې وڅارئ او کابينه به له دې وروسته په هرو څلورو مياشتو کې يو ځل د ځوانانو اړوند موضوعاتو باندې بحث ولري.

په غونډه کې يو شمېر ځوانانو فساد سره د مبارزې او د قانون د حاکميت په خاطر د جمهوررئيس د هڅو د ستايلو په خاطر هغه ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه او دغو ځوانانو جمهوررئيس ته ډاډ ورکړ چې هېواد ته د خدمت په برخه کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.

همدارنګه يو شمېر پيغلو ښځو ته د خدمت په برخه کې د هېواد د لومړۍ مېرمن د هڅو د ستايلو په خاطر هغې ته درې رنګه ټيکري ډالۍ کړ او د هېواد لومړۍ مېرمن له هغوي څخه په مننې وويل، عقيده لرم چې تاسې به دا هېواد بيا په پښو دروۍ او ابادوۍ به يې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha