صفحه اصلی | eslah | سیاست | اجرائیه رئیس: د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید، پر پرمختګ او رڼا باندي برید و

اجرائیه رئیس: د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید، پر پرمختګ او رڼا باندي برید و

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائیه رئیس: د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید، پر پرمختګ او رڼا باندي برید و

د هيواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان په امريکايي پوهنتون کي د هيواد په اړه وينا وکړه.

اجرائيه رئيس وروسته د پوهنتون استادانو او زدکوونکو ته په وينا کي پر ياد پوهنتون د بريد پرمهال ټولو شهيدوو شوو محصلينو او سرتيرو يادونه وکړه او د ياد پوهنتون له مسؤلينو او زدکوونکو سره يې غم شريکي وکړه.

ډاکټر عبدالله وويل،‌چي د افغانستان پر امريکايي پوهنتون بريد د تيارو د لښکرو لخوا پر پوهنه، انسانيت، پرمختګ او رڼا باندي بريد و او د افغانستان د علم او پرمختګ دښمنان يې عاملين ول.

هغه زياته کړه، چي ترورستان په دې ډول بريدونو سره کولاي شي موږ وګواښي ولي،‌هيڅ کله موږ د خپلي اصلي موخي له تر لاسه کولو نه شي راګرځولاي.

نوموړي يادونه وکړه،‌ چي حکومت په تمامه معني د ياد پوهنتون ملاتړ ته چمتو دي او باور لري، چي دا پوهنتون د افغان کدرونو په روزنه کي خورا مؤثر او اساسي رول لري.

د اجرائيه رئيس په وينا چي، د لوړو زدکړو معياري کېدنه د تدريسي نصاب ژوري او اساسي بيا کتني ته اړتيا لري او په دې برخه کي تمرکز زيات سوي دي.

هغه د خپلي وينا په پاي کي د هيواد د وضعيت په اړه د ياد پوهنتون د محصلينو پوښتنو ته هم جوابونه وويل.

ډاکټر عبدالله همداراز د ياد پوهنتون کتابتون او محصلينو ته د فارسي ژبي شعرونو د بيتونو يوه مجموعه ډالۍ کړه. دا مجموعه چي د موضوعاتو پر بنا پکښي د مختلفو شاعرانو د شعرونو بيتونه را يو ځاي شوي،‌ د اجرائيه رئيس د کورنۍ اړوند کتاب دي،‌ چي پکښي شته بيتونه په انګليسي ژبه باندي هم ژباړل شوي دي.

اجرائيه رئيس ياد کتاب ته په خپل قلم سريزه ليکلې او د انګليسي ترجمې، ډيزاين او چاپ چاري په خپله نظارت کړي دي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha