صفحه اصلی | eslah | سیاست | اجرائیه رئیس: ترهګر په افغانستان كې مذهبي تاوتريخوالى ته لمن وهي

اجرائیه رئیس: ترهګر په افغانستان كې مذهبي تاوتريخوالى ته لمن وهي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائیه رئیس: ترهګر په افغانستان كې مذهبي تاوتريخوالى ته لمن وهي

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ او د وزيرانو او مستقلو ادارو د رئيسانو په ګډون په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوه.

اجرائيه رئيس وويل،‌چي ننۍ غونډه د هيواد د پنځو ولايتونو ستونزو او د هغه ساحو د مسؤولينو وړانديزونو ته ځانګړې شوې ده.

نوموړي زياته کړه،‌چي باميان، بدخشان، غور،‌کنړ او نورستان هغه ولايتونه دي،‌چي ورته ډېره توجه نه ده شوې او اړتيا ده، چي نن يې پر ټولو ستونزو او وړانديزونو باندي په تفصيل سره خبري وشي او لازمي حل لاري ورته وموندل شي.

هغه يادونه وکړه،‌چي د لارو جوړېدنه او د نښلوونکو سړکونو قير د هغو ولايتونو د خلکو د اساسي غوښتنو څخه وې او اړتيا ده، چي وزير صاحبان په يادو برخو کي د خلکو د توقع مطابق عمل وکړي.

اجرائيه رئيس وزيرانو ته وويل، چي د افغانستان خلک د حکومت طرفدار او د خورا لويي حوصلې خاوندان دي، ولي توقع لري چي وزارتونه ورسره کړي ژمني عملي کړي او مشکلاتو ته ئې رسيدګي وکړي، څو د خلکو قناعت حاصل او د فاصلې د ايجاد مخه ونيول شي.

ډاکټر عبدالله زياته کړه،‌چي تېره اوونۍ د افغانستان لپاره ښه اوونۍ نه وه او د خلکو دښمنانو د سرپل په ولايت کي بې ګناه خلک په شهادت ورسولاو همداراز يې د هرات په جواديه مدرسه کي‌د ترورستي بريد په نتيجه کي‌د خپل وحشت ننداره وړاندي کړه.

نوموړي يادونه وکړه،‌چي ترورستان پر مذهبي مراکزو په حملو سره په هيواد کي د مذهبي تاوتريخوالي رامنځ ته کېدو ته لمن وهي، خو په خبره يې،‌چي د هرات خلکو په يووالي سره د ترورستانو ددې شومي موخي پر ضد عمل وکړ او خپل وحدت يې وساته،‌چي دا عمل يې د ستايني وړ دي.

هغه وويل،‌چي حکومت په تيرو ورځو کي‌نوي سرپرست او نامزد وزيران معرفي کړل او هيله ئې څرګنده کړه،‌چي د ولس استازي به يادو وزير صاحبانو ته د تائيد رايي ورکړي.

اجرائيه رئيس د وزيرانو شورا د پرونۍ غونډي په پرانستونکو خبرو کي د امريکا د مرکزي استخباراتو له مشر سره په کابل کي د خپلي ليدني په اړه يادونه وکړه او زياته يې کړه، چي په دغه ليدنه کي‌د دواړو هيوادونو ترمنځ د امنيتي همکاريو پر زياتوالي او له ګډو خطرونو سره پر مبارزې بحث وشو.

نوموړي همداراز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پلاوي سفر ته هم اشاره وکړه او وويل،‌چي دغه سفر د دوه اړخيزو تړونونو د تطبيق او همکاريو د زياتوالي برخو ته متمرکز و.

د وزيرانو شورا غونډي ته وروسته د امنيتي وزارتونو معينانو د هيواد د امنيتي وضعيت په اړه معلومات وړاندي کړل او وويل، چي د هيواد په ګوټ ګوټ‌کي د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو محاربوي او چاڼيز عمليات دوام لري او په جنوب او شمال کي لوي تعداد ساحې د مخالفينو له حضور څخه پاکي سوي دي.

هغوي وويل‌، چي ترورستان د هيواد د اوبو او بندونو په شاوخوا کي د فعاليتونو پلان لري، ولي امنيتي‌او کشفي ادارو يې مخکي له مخکي د فعاليتونو مخه نيولې او لازم اقدامات ئې کړي دي.

امنيتي مسؤلينو همداراز د ولسي خوځښتونو د ملاتړ او تقويې په اړه بحث وکړي او د هيواد په شمالي ولايتونو کي ئې د يادو خوځښتونو د مؤثريت په اړه معلومات وړاندي کړل.

په وزيرانو شورا کي همداراز د بادغيس ولايت د مرکزي روغتون په اړه بحث وسو او د عامي روغتيا وزير وويل،‌چي د هغې شفاخانې د اعمار کار پاي ته رسېدلي او اړوند مراحل يې د تدارکاتو ملي‌کمېسون ته رسيدلي دي.

په ياده موضوع کي‌تر بحث وروسته پرېکړه وسوه، چي د عامي روغتيا وزارت دي په دې اړه د وزيرانو شورا تر راتلونکي جلسې پوري خپل فعاليتونه نهايي کړي‌او کاري راپور دي راتلونکي جلسې ته وړاندي‌کړي.

په غونډه کي همداراز د ياد ولايت د تعليمي ستونزو په اړه هم بحث وسو او د پوهني وزير په دغو ولايتونو کي د خپلو فعاليتونو راپور وړاندي کړي.

نوموړي زياته کړه،‌چي په دغو ولايتونو کي او په خاصه توګه په بادغيس ولايت کي اساسي ستونزه د مکاتبو د تعميرونو نشتون ده،‌چي بايد ورته په اوږدمهال کي توجه وسي.

هغه يادونه وکړه،‌چي سمدستي يې د بادغيس ولايت ته د اداري فعاليتونو د ښه کېدا په موخه کمپيوټرونه او د ترميم لپاره يې لازمه بودجه او د اړتيا وړ کتابونه او تدريسي مواد لېږلي دي.

د پوهني وزير همداراز وويل،‌چي‌د معلمينو د کمښت په برخه کي يې هم نوي اقدامات کړي‌او دفعتا يې ستونزي حل شوي دي.

  په غونډه کي همداراز د غور ولايت د امنيت او برېښنا د ستونزو په اړه بحث وشو او د محلي حکومتدارۍ د تقويې لپاره د اړوندو مسؤلينو پر وړانديزونو غور وشو.

همداراز د هغه ولايت د تيورې ولسوالۍ د امنيت د سمون او د محلي پوليسو د تقويې په برخه کي د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو مسؤلينو ته وظيفه وسپارل سوه،‌چي ډېر ژر هغې ساحې ته کاري ټيمونه ولېږې او د امنيت ستونزي حل کړي.

د غور ولايت په اړه بله ستونزه يې د مخابراتي شبکو د کمزوري فعاليت وه،‌چي پرې خبري وسوې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته دنده ورکول سوه، چي په عاجله توګه دا ستونزه حل کړي.

د هغه ولايت د تدريسي پوهنتون او همداراز د مرکزي روغتون د چارو د سمون په موخه د نسايي ولادي برخي د متخصصينو د ستونزو د حل په اړه بحث وسو او د روغتيا او لوړو زده کړو وزيرانو ته وظيفې ورکول سوې،‌چي عاجل اقدامات وکړي‌او راپور يې د وزيرانو شورا ته وړاندي کړي.

د ټولګټووزير غونډي ته وويل، چي د غور ولايت د سړکونو ستونزه يې په لومړيتوب کي نيولې او د غور او هرات ترمنځ د سړک موضوع يې له بهرنيو تمويل کوونکو سره مطح کړې ده.

هغه زياته کړه،‌چي د غور له مرکزه د هرات تر چشت شريف ولسوالۍ پوري د سړک پروژې د پيليزو کارونو د شروع يادونه وکړه او زياته يې کړه،‌چي دا پروژه د راتلونکي کال په بودجه کي نوره هم پسې غني کوي.

تر غور وروسته د کنړ ولايت د امنيتي،‌حکومتدارۍ او خدماتي ستونزو په اړه هم بحث وسو.‌د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته لارښوونه وسوه،‌چي د محلي امنيتي او ملکي مقاماتو سره په ګډه د ځواکونو د تجهيز،‌اضافه کېدني او نوو تاسيساتو په ارتباط عملي ګامونه واخلي.

د کنړ ولايت د نورو ستونزو ترڅنګ د چپي درې د سړک جوړولو پر موضوع هم بحث وشو او د ټولګټو وزارت ته وظيفه وسپارل شوه،‌چي له ټولو امکاناتو په استفاده دغه وړانديز عملي کړي.

په غونډه کي همداراز د نورستان ولايت د امنيت، صحت،‌تعليم او تربيې، لوړو زدکړو او سړکونو د ستونزو په اړه بحث وسو.

د نورستان په مرکز پارون کي‌د دوو پوهنځيو د ايجاد ولسي وړانديز د لوړو زدکړو وزارت ته ورکول سو،‌چي عملي لاري چاري يې وسنجوي او د اقداماتو راپور يې وړاندي کړي.

همداراز د پوهني وزارت ته وظيفه وسپارل شوه،‌چي د نورستان ولايت د ښوونکو د ظرفيت لوړوني په برخه کي اضافه ګامونه پورته کړي او نور معلمين وروزي.

د نورستان په مرکز کي د سړکونو او همداراز د ولسواليو سره د نښلوونکو سړکونو په اړه هم د محلي ادارې او خلکو پر وړانديزونو غور وسو او د فوايد عامې وزير د سړکونو د رغوني په برخه کي د خپلو فعالتيونو راپور وړاندي کړي.

په غونډه کي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې ته وظيفه وسپارل سوه، چي د اداري تاسيساتو د رغوني په برخه کي خپل فعاليتونه چټک کړي،‌ځکه چي پارون کي له دې ناحيې ستونزي زياتي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha