صفحه اصلی | eslah | سیاست | جمهور رئیس غني او مایک‎پنس پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ

جمهور رئیس غني او مایک‎پنس پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رئیس غني او مایک‎پنس پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د امريکا د متحدوايالتونو د جمهوررئيس له مرستيال مايک پنس سره د ويډيويي کنفرانس له لارې په بېلابېلو مسائلو بحث او خبرې وکړې.

 دواړو غاړو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان له امنيتي سکتور سره د انکشافي ژمنو او څلور کلن پلان، اداري فساد سره د مبارزې په اصلاحي پلانونو، تروريزم سره په مبارزې او د سيمې په امنيت بحث او خبرې وکړې.

د امريکا د متحدوايالتونو د جمهوررئيس مرستيال د افغانستان حکومت له هڅو خوښي وښوده، وې‌ويل: د افغانستان حکومت تېرو دونيمو کلونو کې د مهمو مسووليتونو په پرمخ وړلو سره په بېلابېلو ډګرونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او هڅې يې د ستايلو دي.

هغه څرګنده کړه چې د امريکا د متحدو ايالتونو خلک او دولت د افغانستان له خلکو او دولت  څخه ملاتړ کوي چې سولې، ثبات او پراختيا ته ورسېږي او د يو همکار په توګه به ورسره پاتې کېږي.

ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس د افغانستان له خلکو او دولت سره په بېلابېلو برخو کې د امريکا د متحدو ايالتونو له دوامدارو مرستو مننه وکړه او دغه هېواد يې د افغانستان ښه همکار وباله.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha